پښتورګي په بدن کې حېاتي ارزښتمنې دندې لري او که خدای مکړه د هغوي په اړونده کار کې ستونزه راپېښه شي نو پاېله ېې ډېره بده کېدی شي ...
غواړم د پښتورګو ( بډوډو - ګوردو ) د کار څرنګوالي او د هغوي روغتېا ساتنې په هکله ېو څو خبرې درسره شريکې کړم .
( دغه مطالب مې د روسي ژبې د طبي پاڼو څخه راژباړلي دي ) .
پښتورګي څه دنده لري ؟
ډېرې دندې لري چې ېو څو ېې دا دي :
- کله چې موږ خواړه خورو نو دغه خواړه وروسته له اړوندو فيلټرونو او تصفیې د وينې جريان ته ننوځي ؛ بدن له دغو خوړو څخه د خپلې اړتېا وړ توکي اخلي ، اضافي مواد بېرته وينې ته ورکوي . پښتورګي دغه اضافي او ( او ېو شمېر مضر ) توکي له بدن څخه بهر کوي . ېاد اضافي مواد پښتورګو کې د تصفيې ( فيلتر ) پر مهال له اوبو سره ېو ځای کېږي ، مثاني ته ځي او له هغه ځای د تشو متيازو په شکل بهر ته استول کېږي . که دغه مواد له وينې څخه ونه ويستل شي نو هغوي په وينه کې راجمع کېږي او د بدن ټول فعالېتونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي چې د نتېجې اټکل ېې سخت کار نه دی ...
- پښتورګي وجود کې د اوبو ( ماېعاتو ) او مالګې تعادل ( بيلانس ) ساتي .
- پښتورګي فعال وېټامين ډي جوړوي . دغه وېټامين د خوړو څخه کلسيم را اخلي او کلسېم هغه څه دي چې چې د هډوکو د جوړولو لپاره پکارېږي ( د هډوکو جوړېدلو لپاره ساختماني مواد دي ) .
- پښتورګي د ويني فشار په نارمل ساتلو کې مرسته کوي .
- او ډېرې نورې مهمې دندې چې دلته ېې ګنجایش نه شته .
د پښتورګو په باب ېو څو نور ټکي :
- د وجود ټوله وينه په شپه ورځ کې 35 ځلې د پښتورګو څخه تېرېږي ،
- پښتورګي په 24 ساعته کې د 200 ليټرو شاوخوا کې وينه تصفېه کوي .
- د پښتورګو وزن له 120 څخه تر 200 ګرامو پورې دی .
- ېو پښتورګی د ېو ميليون څخه تر ېو نيم ميليون پورې تصفېوي واحدونه لري . که چېرته په کوم دليل د انسان ېو پښتورګی له کاره ولوېږي نو دوهم پښتورګی کولی شي بې له کومې ستونزې خپل ټول فعالېتونه په نارمل ډول تر سره کړي .
څنګه د خپلو پښتورګو ساتنه وکړو ؟
- ډېرې اوبه وڅکئ ، په سړه هوا کې تر ېونيم او په ګرمۍ کې تر درې ليټره اوبو پورې ( په شپه ورځ کې) ،
- تر ممکنه حده د خوږو ګازي څښاکونو ( فانتا ، کولا ، پېپسي او نور رنګارنګ انرژۍ ګانو) څخه ځان وساتئ ،
- کله چې تشناب ته د تګ اړتېا احساسوی نو هیڅکله هم ځنډ مه کوی ، کوشش وکړئ چې سمدستي مو احتیاج پوره کړئ ،
- د وزن کمولو او ېا هم زېاتولو لپاره د بېولوژيکي درملو د کارولو څخه په بشپړ ډول ډډه وکړئ ،
- په خپل سر ( د ډاکټر له وېنا څخه پرته )د درملو له خوړلو څخه ډډه وکړئ ، په ځانګړي ډول د درد آرامونکو درملو څخه ،
- که د وينې لوړ فشار ولرئ نو خامخا ېې د کنټرل غم وکړئ
- پښتورګي ډېر خاموش او زغم لرونکی غړی دی او اکثرآ د درد احساس نه درکوي ، ځکه نو د ډېر عادي نارامۍ احساس سره هم - پخپل وخت اړوند ډاکټر ته د څارنې لپاره ورشئ . لاندې نښو ته جدي پاملرنه وکړئ ، ښايي د پښتورګو د ناروغۍ علامې وي :
- په ځوان عمر کې د وينې لوړ فشار ،
- ماښام کې د اوبو څکلو نه پرته د شپې تشناب ته تګ ،
- د متېازو د رنګ او شفاف والي بدلېدل ،
- په مخ ، لاسونو او پښو پوندو باندې د داغونو راڅرګندېدل ،
- بې علته ستړېا او ګنګسېت .
که خدای مکړه پورتنۍ علامې ولری نو خامخا ډاکټر ته ورشئ او د پښتورګو اړوند ټول معاېنات تر سره کړئ .
روغتېا مو غواړم .
Related Articles
د ژړا حيرانوونکي ګټې
ژباړه ـ ریاض مقامزی نږدې هر انسان د خپل ژوند په اوږدو کې د بېلابېلو عواملو له کبله اړ کېږي چې وژاړي. په یاد ولرئ، چې دا کومه د اندېښنې وړ خبره نه ده، بلکې یو طبیعي چاره ده. ژړا د خوښيو، خفګان او نورو عواملو پر وړاندي د انسان د بدن یو طبیعي غبرګون دی...
آیا پوهېدئ چې ډېره ډوډۍ خوړل رواني ناروغي ده؟
ژباړه ـ ریاض مقامزی که څه هم انسان اړ دی، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خواړه وخوري. ترڅو مناسبه انرژي ترلاسه او متحرک اوسي. مګر کله ناکله ځينې انسانان له مناسبې اندازې ډېر خواړه خوري. اکثرا فکر کوو، چې سړی “خېټو” دی. په ځینو قضيو کې رښتيا هم همداسې وي...
په بطن کې د ماشوم جنسیت څنګه معلوم کړو؟
ژباړه ـ رياض مقامزی د امیندوارۍ پر مهال د جنین جنسیت معلومول يو له په زړه پورو واقعاتو څخه ده او دا طبیعي خبره ده، چې هر مور او پلار خوښوي چې د خپل راتلونکي اولاد جنسیت وپېژني. په دې لیکنه کې پر همدې خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شو له زېږون وړاندې د...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...