هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 31, 2021
4 years ago
3,022 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی

په دې ليکنه کې به د انګلستان د نوموتي ليکوال او د رنسان دورې د وروستۍ دورې استازي جان ميلټن (John Milton) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.

 

“ذهن پر خپل تخت ناست دی او کولای شي د خپل ځان دننه له جنت نه دوزخ او له دوزخ نه جنت جوړ کړي.”

خوښي او خفګان کوم ځای او څيز نه دی، چې ورشو او يا يې وپيرو. بلکې يو ذهني حالت دی، چې جوړول غواړي. د ميلټن موخه هم همدا ده، په دې معنا ستاسو ذهن دی چې حالت مو بدلولای شي.

که تاسو له يوې ستونزې سره مخ شئ، نو هڅه وکړئ مثبتو اړخونو ته فکر وکړئ. اکثره ستونزې په فرصتونو هم بدلېږي. خو که پر تاسو يې منفي لوري اغېز وکړي نو ممکن کوچنۍ ستونزه لويه شي او لا ډېر وځورېږئ. نو په سختو حالاتو کې تل خپل فکر او ذهن په واک کې ولرئ. که داسې و نه کړئ، حتمي ده چې نامناسبې پرېکړې به کوئ او له ستونزو سره به مخ کېږئ.

 

“ويښ شه، پاڅېږه، که داسې و نه کړې ښايي تر ابده ولوېږي.”

په اوسني وخت کې دا خبره ډېره اړينه ده. اکثره خلک د لنډې مودې خوښۍ په پار خپل ابدي حالت خرابوي. کوښښ وکړئ تل اوږدمهاله فکر ولرئ. دا خبره په کورني، کاري او علمي ژوند کې د تطبيق وړ ده. هېڅکله احساساتي پرېکړې مه کوئ. بلکې په ويښه، په سوچ او تدبير سره ولاړ شئ.

همدارنګه تل بايد د حالاتو تقاضا په پام کې ونيسئ. نننۍ زمانه له شل کاله وړاندې وخت سره ډېر توپير لري. که تاسو له عصر او حالاتو سره سم خپل فکر چمتو نه کړئ نو د تل لپاره وروسته پاتې کېدای شئ.

Related Articles

Sep 17, 2023
1,623 views

Essay on Global Warming

Khalid Razique   The last few decades have been monumental when it comes to technological development. Humans have developed systems and machines that make our lives easier. Especially during the early modern period from the early 16th century to a...

Nov 01, 2020
2,950 views

د مڼې سرکې هغه لس حیرانونکې ګټې چې تاسو ترې ناخبره یاست

د مڼې سرکه په ځانګړي ډول د روغتیایي موخو لپاره خورا ګټوره ده، د ایټکې مخنیوي سربېره د ټوخي او زکام له منځه وړلو کې خورا مرسته کوي.دلته د مڼې سرکې هغه ګټې وړاندې کوو چې ډېر کم خلک یې په اړه خبر دي: ۱. ایټکې له منځه وړيایټکې یوه داسې ناروغي ده چې د ان...

Sep 10, 2021
2,916 views

د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,763 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,145 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,049 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...