ليکنه: عزيزالله مبارز

رحمان بابا د خپل محبوبيت له مخې په پښتنو کې ډېر مشهور دی او شاعري يې د خلکو په خولو لکه د لنډۍ هسې جاري ده. د خلکو په خولو کې د رحمان بابا ځينې شعرونه او بيتونه مغالطه شوي دي، ځينې کلمې يې هم بدلې شوي دي او ځينې داسې بيتونه چې د حسن مقطع په ډول د رحمان بابا نوم هم پۀکې راوړل شوی، حتی په دېوانونو کې تکرار شوي او په رحمان بابا پسې تړل شوي دي، د بېلګې په ډول:

هر ناوک چې د قضا له شسته خېږي

زمانه د رحمان زړه ورته اماج کا

(اکاډمي چاپ: ۱۹مخ)

زه يو خوار و زار يمه رحمان په عاشقۍ کې

خپل دي که پردي دي راته نه ګوري له عاره

(۲۰: ۱۴۳مخ)

الحاق د تړلو په معنا راځي او په پښتو- پښتو تشريحي قاموس کې يې ځينې معناګانې په لاندې ډول راوړل شوي دي: «الحاق: سره يو ځای کېدنه، تړون، ضميمه کېدنه» (تشريحي قاموس: ۷۸مخ)

خو اوس ځينې شعرونه او بيتونه چې د حسن مطقع له مخې رحمان بابا ته منسوبېږي او موږ يې رحمان بابا ته منسوب او الحاقي شعرونه ګڼلای شو، ځينې بېلګې يې د خلکو په خولو کې دومره عامې شوي چې د متل په څېر يې کاروي لکه؛

چې په زړه کې دې څه عيب نه وي رحمانه

ښکلي مخ ته په کتو کې ګناه نه شته

 

يا دا لاندې بیت؛

 

خپل پردي په کې معلوم شي ای رحمانه

کله کله د غمونو باران ښه وي

 

په پورتنيو بېلګو که څه هم د رحمان بابا نوم راغلی دی، خو د رحمان بابا د شعرونو په دېوان کې دغه بيتونه نه موندل کېږي او په نوموړي پورې تړل کېږي، ځکه چې د هغه نوم په کې ذکر شوی دی. 

د ټينکالوژۍ څخه په ګټې نن سبا هر کار امکان لرلای شي، په ډېرې اسانۍ سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک د يو بل د حال احوال څخه خبرېدای شي چې په کارونو کې يې اسانتيا او سهولت هم رامنځ ته کړی دی، د ټولنيزو شبکو له لارې وګړي خپل پيغام او مطلب په اسانۍ سره د نړۍ هر ګوټ ته په يوه ثانيه کې رسولای شي، پورته مو رحمان بابا ته منسوب ځينې شعرونه چې په کلياتو کې چاپ شوي دي راواخيستل او هم مو ځينې بېلګې چې ډېرې عامې دي او تقريباً د هر چا غوږونو ته به رسېدلي وي راوړي دي اوس ځينې نورې بېلګې چې په ټولنيزو شبکو کې د رحمان بابا په نوم ګروپونه جوړ شوي دي له دغو ګروپونو څخه رااخلو:

زه رحمان د بېغرتو په خلاف يم

غيرتي که مې دښمن وي زنده باد

 

چې غربت دې لمن ونيسـي رحمانه

در معلوم به شي ياران ټکي په ټکي

 

زه رحمان د هغو شونډو طلب ګار يم

چې شراب يې د نشو په انتظار وي

 

د محشـر وېره مې نشته ای رحمانه

زه د داسې نازولي امتي يم

 

زه رحمان د خپل رحمان عبدالرحمن يم

څوک چې ما رحمان بولي هغه کافر دی

 

زه رحمان د خدای بنده يم دا مې حال دی

چې بنده د بل بنده شي څه به يې حال وي

 

زه رحمان په سپينه ږيره لېونی شوم

خدای خبر چې د ځوانانو به څه حال وي

 

دا د ګل غوندې مخونه به پناه شي ای رحمانه

مرګ يوسف غوندې جمال قبر ته يوړو

 

د رحمان بابا هغه شعرونه چې په ځينو ګروپونو کې خپرېږي، خو په ښکاره ډول په بيت کې د رحمان بابا نوم نه وي راغلی، خو بيا استناد يې پرې کړی وي چې د رحمان بابا شعر دی، بېلګې يې لاندې ګورو:

دومره کوږ له کبره مه ځه زوروره

دېوالونه چې کاږه شي چپه کېږي

 

ملنګ سړی يم بادشاهي په لاس کې مه راکوئ

هسې نه ټول جهان لوګی کړمه د يار له سترګو

 

هر څه که و موږ ته وطن ښکلی و

کب ته وې خوږې د سمندر اوبه

 

د رحمان بابا ځينې شعرونه بدل شوي دي يو بيت يې تغيير شوی وي او دوهم بيت ورته د رحمان بابا ليکل شوی وي، يا يې لومړی بيت د رحمان بابا وي او دوهم بيت ورته بدل شوی وي، د ځينو شعرونو د بدل(وريانټ) بېلګې هم زياتې پيداکېږي، خو دلته په لاندې يوې بېلګې بسنه کوو چې څومره د بيت کلمې بدلې شوي دي او د بدل (وريانټ) بڼه لاندې راوړو: 

زه رحمان د يار په مينه ليونی يم

اوس حيران يم چې رحمان يم که جانان يم

 

خپل جانان مې هسې رنګه وي په زړه کې

نه پوهېږم چې رحمان يم که جانان يم

 

پورته بيتونه که څه هم رحمان بابا ته منسوب او الحاقي شعرونه دي، خو په عام ډول دومره مقبول شوي دي چې د اثبات څخه يې انکار هم نه شي کېدای، خو زما د معلوماتو له مخې د رحمان بابا د اشعارو په ديوان کې يې څرک نه لګي.