To start downloading books

Please sign in or create an account.

کمال خان څوک و؟

کمال خان څوک و؟

 

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو ددې لیکنې بحث دا دی، چې کمال خان څوک و؟ تاسو به د لیکنې تر پایه پوه شئ او ددې پوښتنې ځواب به ومومئ.

کمال خان څوک و؟

د نوموړي په اړه دوکتور اعظم سيستاني ليکي: "د ايوان سميت په نوم انګرېز افسر چې د جنرال ګولډ سمیټ د سکرتر په توګه دنده درلوده، په "۱۸۷۲م" کال کې له کوهک بند څخه تر کمالخان بندر پورې سفر کړی دی، هغه د کمال خان شجره داسې بیانوي: "جان بیک د (خان جانخان، اسلام خان یا اسلم جان، او نواب خان) په نامه درې زامن درلودل. د خانجان خان زوی ابراهیم خان نومېده، چې د چخانسور واګي یې په لاس کې وې. امام خان چې د اسلم خان زوی و، حسین آباد یې په خپل واک کې درلود. خو د نواب خان زوی "سردار کمال خان" نومېده، چې "چهاربرجک" سیمه یې په اختیار کې وه. پخپله کمال خان بیا اته زامن درلودل، چې "محمد عمر خان، محمد رضا خان او سرفراز خان" یې ډېر مشهور وو.

د سردار کمال خان نفوذ پر هغو کوچي بلوچانو ډېر دی، چې د هلمند له سیند چپ طرف ته د کمالخان بندر او رودبار ترمنځ پراته دي. رودبار سیمه بیا د نوموړي او سردار امام خان ـ چې د کمالخان ترور زوی دی ـ ترمنځ وېشل شوې ده. او هر یو یې خپلې کلاګانې لري، خپلو کسانو او زامنو ته یې سپارلي، چې د ځمکو د عایدات په وېش کې نظارت وکړي. د سردار امام خان پر نسبت د کمال خان ځواک ډېر دی."

په لنډ ډول ویل شو، چې کمال خان پر وطن او خپلو خلکو مئين شخص و، چې سلګونه کلونه وړاندې یې ژوند کاوه. نوموړي د خلکو له سمې مرستې پرته د لرګیو او شته امکاناتو په مرسته چهاربرجک سیمه کې یوه اندازه اوبه مهار کړې. پر مټ یې شاوخوا سیمې ښيرازه شوې. خو د ګوډ تيمور په وخت کې پر یاده سیمه برید وشو او هغه بند له منځه يوړل شو.

له هغه وروسته سردار محمد داوود خان وویل، چې یاد بند به جوړوي، خو له بده مرغه شهید کړای شو. نوموړي هم خپل ارمان ګور ته یووړ. د خوښۍ خبر دا دی، چې یاد بند په اوس وخت کې جوړ شو. د کمال خان او سردار محمد داود خان ارمانونه به پوره شوې وي.

Related Articles

هغه پښتون چې د تاجکستان د پوهنې لومړنی وزیر و

نثار محمد افغان د تاجیکستان د ښوونې او روزنې لومړنی وزیر ، په ۱۸۹۷ کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ په زيده کلي کې زیږیدلی و. یو ځیرک، پوه او د ”ځوانو افغانانو د مشروطیت غورځنګ“ یو ډېر وفادار ملاتړی و. د غازي امان‌الله خان په مشري د افغان-انګليس په درېیمې جګړې کې د افغانستان د خپلواکۍ بيرته ګټلو لپاره جنګيدلی و. نثار محمد افغان د اکتوبر انقلاب، ل...

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ ددې څیرونکي ژوي نوم لېوه / شرمښ او ګرګ دی دليوه ښځینه طبقه چې کله دژوند ملګری پيدا کړي ټول ژوند ورسره ملګرې وي او د بل ليوه سره هيڅ ډول اړیکه نه ساتي ، همدارنګه نر ليوه هم دبلي ښځې سره جنسي اړيکي نه ساتي ، له دې امله چه اولاد يې سره ونه پاشل سي او ترمنځ يې بې اتفاقي رانشي ليوه ترانسان پر اولاد زيات حارث دی همدارن...

ميا شاه جهان

دا سړي۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ميا شاه جهان دي پۀ 1942 كښې د اتمانخيلو پۀ چينه ګئ كښې د ميا حاكم پۀ كور كښې پيدا شوي او پۀ 9 فرورئ 2005 كښې د كور پۀ خواه كښې پۀ بمى چاودنه كښې د دهشت ګردئ ښكار شو ۔۔مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې ټول ژوند ئې د اولس خدمت ته وقف كړي وه !!!مېاشاه جهان هغه شخصيت وه چې د سركار د پاره ئې ځان اولس ته مجرم كړې او د اولس د پاره ئې ځان حكوم...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...