هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 09, 2021
4 years ago
2,545 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

د ژوند د درسونو په لړۍ کې به دا ځلې د انګلستان د نوموتي ډرامه ليکونکي او شاعر جورج ګورډن بايرون (George Gordon Byron) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.

 

“وياړ د وينو په تويلو کې نه دی، د اوښکو په وچولو کې دی.”

دلته له وينو تويلو څخه رښتيا هم د نورو خلکو د وژولو معنا نه ترلاسه کېږي. بلکې د بل د ځورولو، ربړولو او خفه کولو مفهوم هم په کې نغښتی دی. د ليکوال موخه دا ده، چې بايد نور خلک و نه ځورو او هېڅکله يې و نه رټو. ددې پر ځای يې بايد اوښکې وچي کړو. مينه ورکړو او پر شونډو يې مسکا راولو. د ژوند خاص خوند او سکون هم په همدې کې دی، چې د نورو لاسنيوی وکړو او اوښکې يې وچې کړو.

 

“ستا ټول وخت خپل نه دی، نور هم په کې برخه لري؛ هماغه ډول لکه ته چې د نورو په وخت کې برخه لرې.”

ځينې خلک تل ګوښه ګير وي، له نورو لرې او يواځې اوسي. دا کار نامناسب دی. انسان ټولنيز موجود دی، نو بايد له نور وګړو سره په اړيکه کې پاتې شي. لکه څنګه چې خلک تاسو ته وخت او مينه درکوي، همداسې نور خلک هم ستاسو مينې او وخت ته اړتيا لري. ټولنيز ژوند په دوه طرفه اړيکو ټينګ دی. پښتانه وايي: بازار ته څه وېسه او څه راوړه.

ژوند په دې نه کېږي چې تل دې نور ستا خيال وساتي او خپل ارزښتمن وخت له تا ځار کړي. په بدل کې تاسو هم بايد نورو ته خپل وخت ورکړئ، حال يې واخلئ، د زړه خواله وکړئ او يو بل درک کړئ. 

همدارنګه ځينې خلک له خپلوانو، ملګرو او نورو هغو خلکو چې اړيکې ورسره لري، لرې ګرځي. تل يواځېتوب خوښوي او په دې توګه ځان ورته بې ارزښته ښکاري. دوی ته پکار ده، چې خپله خپل ځان ته ارزښت ورکړي.

انګرېزان وايي، که غواړې محترم شې نو اول د نورو احترام وکړه. موخه دا ده، چې که غواړې نور مو وپالي تاسو يې هم وپالئ. 

انساني ژوند ته په کتو بله ډېره مهه خبره دا ده، چې ستاسو عمر يوازې ستاسو نه دی. په دې کې د ملګرو،  کورنۍ، مېرمنې، خپلوانو او ګڼو نورو خلکو برخه موجوده ده. بايد د هغوی برخه وسپارئ!

 

“ټولې نېکمرغۍ او برياوې، چې زما د ژوند ته راغلې، له هغو دروازو راننوتې چې ما کلک بند کړي وو.”

ځينې خلک به ددې جملې په سم مفهوم پوه نه شي، خو ډېر لوړ فکر په کې پروت دی. موږ ځينې څيزونه عادي ګڼو، حال دا چې همدا زموږ د ژوند اساسي برخه جوړوي. مثلا موږ تا دا ارزښت نه لري، چې نن مې څه وکړل. خو همدا ننني کارونه د سبا ورځې بريا تضمينوي. نو هڅه وکړئ، په ژوند کې د کوچنيو کارونو په ارزښت پوه شئ. زه تل دا خبره کوم، دې ته مه ګورئ چې ستاسو سرعت څومره دی. خو دا بايد تل وګورئ، چې روان يئ او که نا! درېدل مه کوئ، روان اوسئ که ډېر ورو هم وي. 

ددې جملې بل اړخ دا دی، چې هېڅ فرصت له لاسه مه ورکوئ، په ژوند کې هېڅ فرصت عادي مه ګڼئ. ممکن همدا وړوکی ګام ستاسو ټول ژوند بدل کړي. د فرصتونو په اړه ويل کېږي، چې د بنګړو په څېر دي. که مو پام ورته وکړ شته، او که لغته مو ورکړه بيا هېڅ نشته!

Related Articles

Sep 10, 2021
2,891 views

د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل ک...

Jul 24, 2020
2,664 views

په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

د چين لوی دېوال د نړۍ ترټولو لوی دېوال او د تاريخ له پلوه ترټولو جالبه معماري ده چې د نړۍ د اوه ګونو عجايبو څخه هم شمېرل کېږي. د دې په هکله د چينايانو دا خبره ډېره جالبه او مشهوره ده، دوی وايي: کوم بهرنۍ ( غير چيني وګړی ) چې چين ته راشي او د چين د لو...

Jun 08, 2021
3,602 views

سویزرلینډ وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی ددې هېواد رسمي نوم د سویس کنفیدارسیون (Confoederatio Helvetica) دی، چې په "۱۲۶۲ زېږديز" کال کې تاسیس شوی. پر دې سربېره ددې هېواد نوم په آلماني کې Schweiz، ايټالویي کې Svizzera او فرانسوي ژبه کې د Suisse په شکل لیکل کېږي. دغه هېوا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,338 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,051 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,759 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...