ماشوم وزېږيدو، د ژؤند لومړنۍ ترخه سلګۍ يې د مور په غېږه کې وکړه او د وطن خؤږې لمنې خپل ځان کې را ټول کړو نو همدا لامل شو چې ماشوم د ژؤند لومړنۍ ترخه تجربه هم په نيازبينتوب سره تېره کړله او لۀ سوزه يې خبر نۀ شو.

خو دا چې ماشوم ؤ او ماشوم لۀ سوزه څه خبر وي.

ماشوم د ژؤند راتلونکې سختو شيبو نه څه خبر وي.

ماشوم د زمانې د ناترسه وارونو نه څه خبر وي.

 

ماشوم په ماشومتوب کې په هېڅ صورت د مور لۀ غېږې نۀ جدا کېدلو او دا ورته يؤ لوی عذاب ښکارېدلو چې مور يې د يؤې لحظې لپاره د سترګو فنا شي ماشوم په ماشومتوب کې لۀ فراره ناخبر ؤ خو چې کله همدا ماشوم د زلمېتوب په لور رؤان شو نو په فرار کې يې تل خپل کرار کتلو او تل يې هڅه کؤله چې فرار وکړي.

 

فرار د زلمېتوب لۀ مسئوليتونو څخه

فرار د فکر د جالونو څخه

فرار د زدکړو لۀ برجونو څخه

فرار د پوهې لۀ بندونو څخه

فرار د زمانې لۀ جبرونو څخه

او فرار لۀ هر هغه څه نه چې دا ورڅخه ناکراراه ؤ 

 

د وخت په تېرېدو سره چې د ماشوم د زلمېتوب په فکرونو کې پراخؤالی راغی نو ورسره ورسره يې د فرار کؤلو دايره هم پراخه شؤله او ځل يې لۀ داسې حقيقته فرار وکړ چې هېڅ د توجيه وړ نۀ ؤ. 

فرار هميش د ناکرارۍ له لامله ترسره کېږي او انسان لۀ هغه څه نه فرار کؤي چې ورڅخه ناکراره وي خو ځينې وخت د لنډمهاله کرار لپاره انسان د ټول عمر ناکرارې پر غاړه واخلي.

ځؤان هم دا ځل لۀ داسې حقيقته فرار وکړ چې د ټول عمر ناکرارې يې ځان ته په نصيب کې وليکله ځکه دا ځل يې فرار د کوم مسئوليت څخه نۀ ؤ بلکې دا ځل يې فرار د وطن څخه ؤ لۀ هغه وطن څخه چا چې هميش په خپلې لمنې کې د خؤندې ساتلو عهد درلودو خو ځؤان ملامته نۀ ؤ ځکه هغې د هميش په څېر دا ځل هم فرار د دې لپاره کؤلو چې کرار تر لاسه کړې.

خو په هر صورت د زلمېتوب رنګينې او شيرينې شپې يې د پردې وطن ښکار شؤلې او ځوان ورو ورو د زوړوالې په لور رؤان شو او ورسره ورسره يې کرار هم په ناکرارې کې بدله شؤله او اوس يې د پردې وطن لۀ کرار څخه د خپل وطن د ناکراري په لور فرار کؤل غوښتل خو اوس يې په وجود کې هغه د زلمېتوب دبدبه نۀ وه پاتې اوس يې د ځؤانۍ ټوله اوسپنه د پردې وطن په هوا کې ورکه شؤې وه اوس يې د ژؤند وروستۍ شيبې لۀ ناکرارۍ څخه نۀ شؤې ژغورلی ځکه اوس پکې د فرار هغه جذبه څه نا څه خو ژؤندۍ وه خو د فرار هغه توان يې لۀ لاسه ور کړی ؤ.

 

اوس يې يوازې دا ارمان کؤلی شو چې کاش په زلمېتوب کې مې لۀ وطنه فرار نۀ وی کړی بلکې پر ځای مې يې د وطن لۀ بدبختيو فرار کړی وی، کاش په زلمېتوب کې مې لۀ وطنه د فرار پر وړاندې انکار کړی وی او لږ ټينګار مې د وطن پر ناکرارۍ کړی وی نو نن به په زوړتوب کې د کرار په لټه په فرار نۀ وی بوخت.

اوس ورته دا راز برسېره شو چې لۀ هر څه فرار شونی دی خو لۀ وطنه فرار ناشونی دی ځکه وطن نۀ پرېښؤستل کېږي او يؤه نه يؤه ورځ وطن ته پېرته ستنېدل دي.

 

نو مالومه دا شؤه چې په فرار کې تل کرار نۀ وي ځينې وختونه په بې کرارۍ کې هم تېرؤل پکار وي ترڅو د تل لپاره د کرار خاؤندان شو خو که برعکس د دې د لنډمهاله کرار لپاره لۀ هر څه تېښته وکړو نو د تل لپاره به بې کرارې زموږ په برخه ورسېږي.

 

ــــــــــــــ

زۀ دا نۀ وايم چې ټول فرار کؤنکې مفرورين دي بلکې ځينې پکې داسې هم شته چې په فرار کې هم لۀ وطنه فرار نۀ دي دوې په مادې لحاظ لۀ وطنه جلاوطن وي خو په فکرې لحاظه وطن کې استوګن وي هم يې شپه په وطن کې وي او هم يې ورځ، هم يې روژه په وطن کې وي او هم يې بوزه او د دې لامل يؤازې دا دی چې د دې خلکو ټول فکر و خيال د وطن پورې تړلی وي دوې بغير لۀ وطنه د بل څه به اړه فکر کؤلو ته حتا وخت هم نۀ لري خو برعکس د دې بيا ځينې مفرورين داسې دي چې جسماَ خو په وطن کې استوګن وي خو روحاَ بيا لۀ وطنه جلاوطن وي ځکه ټول افکار يې د جلاوطنۍ وي او هېڅ يې وطن په فکر و خيال کې هم نۀ ځاېږي.

د دې ډلې څخه کومه چې وطن کې استوګنه ده هغه ډله کوم چې لۀ وطنه جلاوطن ده ډېره معتبره ده ځکه هغوې په جلاوطنۍ کې هم د وطن په غم غمجن وي او دوې په شته وطن کې بې وطنه ګرځي.