تېر نماسپخین د کال دوۀ زره شلم د نومبر د میاشتې په اوویشتمه نېټه د خپل تاریخي او تحقیقي تصنیف "د اتمانخېل قبیلې شجرې او څېړنه" په سلسله کښې د خپلو خوږو ملګرو امجد علي اتمانخېل او فضل اکبر اتمانخېل په ملګرتیا کښې د ملاکنډ ضلعې مېنې کلي لاړم. هلته مو د خدائ بخښلي عبدالطیف افندي اتمانخېل د کورینۍ د ماسټر رضاخان او فضل غني کاکاجي سره مهم لیدۀ کاتۀ وشو. یاده دې وي چې افندي صېب په رشته کښې د فضل غني کاکاجي د نیکه بابا ورارۀ وۀ.
د فضل غني کاکا جي د وېنا تر مخه افندي صېب په کال اتلس سوه څلور نوي کښې د غزالي خان اتمانخېل (بیهمري، بريڅ خېل) کره په مېنه کلي کښې زېګېدلے وۀ، د وړوکوالي نه ډېر ذهین او د پښتون مزاج سختن وۀ دیني تعلیم یې په خپل کور کښې حاصل کړے وۀ ، قران پاک یې هم په ترجمه وئیلے وۀ.
کله چې افندي صېب د شلو کلونو شۀ په دغه دور کښې ړومبے جنګ عظیم په زور او شور کښې وۀ،افندی صېب د انګرېز سامراج په زد د تحریک خلافت په حق کښې جلسې جلوسونه شروع کړۀ بیا په دغه دوران کښې یې ترکي ته سفر اوکړو او هلته یې د تحریک خلافت د یو تُند او تېز رکن په حیثیت کار شروع کړو. په دغه وجه ورته خلافتِ عثمانیه (Atoman Ampire) د افندي یعني د لارډ خطاب ورکړو دغلته یې یوه ترکۍ جینۍ هم په نکاح واخسته چې د دغه ترکۍ مېرمن نه د افندي صېب اولاد هم زېګېدلے دے.
په کال نورلس سوه شلم کښې څو ورځو له یواځې کلي ته راغے خو دلته رب ته بل څه منظوره وه د باچاخان بابا سره یې ناسته وشوه او د یو خدایي خدمتګار په حېثیت یې خپلې اړیکې بیا ونیوې په کال نورلس سوه دوۀ ویشت کښې یې د باچاخان بابا په وېنا په مېنه کښې د یو ازاد سکول پرانسته وکړه چونکې تعلیم عام نه وۀ د استاذانو د نشتوالي له کبله یې د هشتنغر استاذان مېنې ته راوستل او په دغه سکول کښې درس و تدریس شروع شۀ باچاخان بابا به کال په کال د یو ممتحن په حیثیت د دغه سکول دوره کوله.
په کال نورلس سوه څلیریشتم کښې چې څنګه د تحریک خلافت خاتمه وشوه انګرېز سامراج افندي صېب سره د یو ملګري رکن الدین رسالدار ګرفتار کړو او د دوۀ کاله جېل تېرولو نه پس یې خوشي کړل.
د دغه سکول نه د مینې کلي نامتو خلک غلام بابا، عبدالحکیم بابا، ګل رحیم بابا، عبدالخالق بابا، د هریانکوټ کلي عبدالحلیم بابا، کالي مُلا او نور ګڼ شمېر طالب علمان د تعلیم په رڼا منور شوي دي، د دغه مدرسې ړنګ شوي دېوالونه اوس هم په افندي بېټک مشهور دي.
چونکې افندي صېب د خدایي خدمتګار تحریک غړے وۀ ځکه انګرېز سامراج دغه مدرسه بنده کړه او افندي صېب یې د څلوېښتم ایف سي ار لاندې قېد کړو د دوۀ کاله جېل تېرولو نه پس یې بیا خوشے کړو خو په علاقه کښې د انګرېز په سیوري د ژوند تېرولو نه تنګ شۀ او د برنګ باجوړ په لاره یې افغانستان ته کوچ اوکړو هلته یې د جلا وطنۍ ژوند کوۀ خو چې کله په کال نورلس سوه اووه څلوېښت کښې هېواد پاکستان ازاد شۀ نو واپس کلي ته راغے، دلته یې په خپل کلي کښې د یوې نېک سیرتې پېغلې رافعه عرف رافو نانا سره وادۀ اوکړو. رافو نانا ډېره تکړه پېغله وه د خپل خاوند سره به یې اوګه په اوګه د خلکو سماجي خدمتونه کول. تر دې چې په وطن خشک سالي راغله رافو بي بي چنده راټوله کړه او د مېنې د جمات سره یې یو کوهے او کنستۀ چې تر اوسه ترې خلک مستفید دي.
دغه شان د نورو سماجي او ترقیاتي کارونو د چندې جمع کولو د پاره یې په کال نورلس سوه شپېته کښې د کراچۍ سفر اوکړو خو له بده مرغه هلته په یوه ترافیکي حادثه کښې وفات شوه او بیا په ژوندانۀ واپس کلي ته رانغله. د افسوس خبره دا ده چې افندي صېب د مور یو ځوي وۀ او د رافو نانا نه یې هم هیڅ اولاد نۀ دے زېګېدلے بل اړخ ته چې کله افندي صېب د ترکي نه کلي ته راغے نو دلته د سماجي کارونو او د خدایي خدمتګار په تحریک کښې داسې بوخت شۀ چې دوباره یې د خپلې ترکۍ مېرمنې او بچو دیدار نصيب نۀ شۀ او دا نر، باتور، ننګیالے، خدایي خدمتګار او د اتمانخېل قبیلې فخر په کال نورلس سوه درې اویایم کښې د دې فاني نړۍ نه رخصت شۀ، په خپله ابایي مقبره مېنه کښې خاورو ته وسپارلے شۀ. د قبر په تختۍ یې اوس هم دا شعر لیک دے ــــــ
مړۀ هغه چې نۀ یې نوم نۀ یې نشان شته.
تل تـر تله په ښۀ نوم پایي ښــــــــــــاغـلي.