د اتمان خیلو د اتمان خیلۍ پیژندنه۔

S
Salman Jabbar
Author
May 05, 2021
4 years ago
2,072 views
د اتمان خیلو د اتمان خیلۍ پیژندنه۔

د اتمان خیلو د اتمان خیلۍ پیژندنه۔

یم پیدا د اشنــــغره
خو په فکر اتمان خیل
یوه کږه ورانه ویجاړه
غوندی زاڼه د دے سیل

لیونے فلسفې قلندر مزاجه شاعر د بهرام خان نمسې غنی خان چې په ګرد پښتنو کښې یو ځانګړې حیثیت لرې۔ غنی خان د اتمان خیلو سره ډیرې ناستی پاستی کړې او د او اتمان خیلو سره یی خپل محفلونه شریک کړې۔
د غنې وینا د پښتنو دپاره افاقې حيثیت لرې ځکه چی غنې د ژوند هر اړخ ته پام لرنه کړې ۔
د اتمان خیلو سره د غنی خان د یوې قیصې ذکر کووم او بیا د غنی دغه شعرونه درسره شریکووم کووم چی یی د اتمان خیل قوم په اړه لیکلې۔
دځوانۍ په عمر کښې یو ځل لکه د نور غوندی غنی خان د پړانګ غر
””” یاده دی وی چې کل ضلع پړانګ غر کښې میشته دی““““
په یو جماعت کښې نمونځ کوولو۔ خلق جمعه وو۔ دی کښې دکلې یو کس ځان سره ریډیو Radio راوړې وو۔
د ریډیو په لیدلو سره سم په جماعت کښې شور او غوغا جوړه شوه۔
””لکه څنګ چې پخوا دغه د جهل فکر عام وو ملانو به په ریډیو ، لاوډ سپیکر او نورو الاتو د کفر فتوې لګولې“““
دغه شان په جماعت کښې د قهر و عذاب ، قیامت نخې ، بدعت وغیره فتوې شوروع شوې چی دا شیطانی اله Device چا جماعت ته راوړې ده۔
ممکنه وه چی چی څه شرخوخ وو څه فساد جوړ کړې وو چی دی کښې سمدستې یو بزرګ اتمان خیل بابا پاسیدلو۔
او په جلال سره یی وویل
دا څه د غوا ، بیزې ، ګډې ، پیشو یا سپې بچې نه دی چی جماعت درته ګنده کړې بلکښې د پلاسټک plastic يو ډبې دی یو طرف ته یی کیږدۍ۔
هم د دی سره بزرګ کیښناستو مجال شته که پس د بزرګ د خبرو چا قدرې اووف کړې وې۔ یوه خاموشې خوره شوه خلق په امن سره نمونځ ته اوریدل۔
د اتمان خیلو د روشن خیالۍ ، فکرې ازادۍ ، او اقدارو دومره اثر په غنی خان اوشو
چی غنی خان په کال ١٩٤٩ کښې د هری پور په جیل کښې په اووه ګلونه نومې یو اوږد نظم کښې دغه پورتنې شعرونه اولیکل۔
داسې هم وییلې شې چی غنی خان کښې فکری بیداری د اتمان خیلو سره د ناستی پاستی او د اتمان خیلو بهادرۍ ، مړانې ، روشن خیالۍ ، فکرې ازادۍ ، بشر دوستۍ ، مهمان نوازۍ ، ساده مزاجۍ ، مذهپ پرستۍ له وجې راغلې وه
هغه ځکه
چی په بندوبستې علاقو کښې د انګریزانو راج او جاګیر دارانه سوچ عام وو اوغنی د دی دواړو خلاف وو۔
البته د یو فرد په ذهنی او فکرې دنیا کښې نور عوامل هم شامل وی کیدې شې دی سره اتفاق اونه شې۔
بحواله۔
لټون نظم اووه ګلونه غني خان
خامه بجوش
تاریخ کی باتین
ژباړه او د شعرونو انتخاب۔ طارق حسین اتمان

Related Articles

Oct 12, 2021
2,402 views

دا خبرې هېڅکله خپل خاوند یا مېرمنې ته مه کوﺉ!.

لیکنه: شکېبا نادري، دا خبرې هېڅکله خپل خاوند یا مېرمنې ته مه کوئ!   موږ ټول په دې پوهېږو چې په ګډ ژوند کې ټولې کړنې د خاوند او مېرمنې ترمنځ په ګډه ترسره کېږي، خو ځینې وخت داسې هم کېږي چې ځینې ښځې په خپل خاوند او یا ځینې خاوندان  په خپلو ښځو احسان ک...

Jun 02, 2023
2,404 views

سطح مساحت په اړه عمومی معلومات

د سطح مساحت په اړه عمومی معلومات : #هکتار (Hectare): یو هکتار مساوي ده له 5 جریب سره (hectare = 5 jirib )یو هکتار مساوی ده له 2.471 ایکر سره (hectare = 2.471 Acre)یو هکتار مساوی کیږی له 100 بسوه (hectare =100 Biswa )یو هکتار مساوي کیږی له 2000 بسواس...

Apr 28, 2022
6,024 views

د روژې فضیلت

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري د روژې فضیلت   د روژې مبارکه میاشت په اسلام کې له ځانګړي فضیلت څخه برخمنه ده. روژه چې د اسلام له پنځو بناوو څخه درېیمه بنا ده، رسول اللهﷺ فرمايلي دي: "بنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ، شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,409 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,066 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,808 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...