اتمانخېل او د مېلمه ننګ .

S
Salman Jabbar
Author
May 05, 2021
4 years ago
1,591 views
اتمانخېل او د مېلمه ننګ .

تېمور شاه چې د احمد شاه بابا ځوئي وو پينځه ځل ئې د هند په لور په کال 1774. 79.80.85. 88 کښې ئې لښکرې لېږلې وې خو ځنې خوېونه او کمزورې داسې وې چې د احمد شاه ښوځښت پشا تلل هم دده د وخت نه پېل شو او په آخر کښې دده ځوئي شاه شجاع د سيهکانو او پيرنګيانو سره دڅوکې لپاره په لاس ېو کولو هرڅه اوبائلل.
په کال 1779 کښې د تېمور شاه خلاف په کورنۍ کښې د مرګ ېوه هڅه اوشوه مقصد ئې د تېمور په ځائې د احمد شاه بابا شپږم ځوئي ،سکندر شاه، په تخت کېنول وو. پدې کار کښې د ډېرو اميرانو ترڅنګ ،فېض الله خان، د مېا عمر بابا ځوئي ،صاحبزاده محمدي،او ملک ارسلا خان مومند، لاس لرلو . تېمور شاه د پېښور په بالاحصار کښې دېره وو د پنچاپ په لور ئې د لښکرو تابېا کوله فېض الله خان ته د اپريدو او شينوارو نه ده نوي پوځي ډلې جوړولو کار سپارل شوې وو خو هغه په چل بالا حصار ته د لښکر سره ننوتو چې په ظاهره نوې دسته پېش کول ئې مقصد وو خو په پټه ئې تېمور شاه د منځه وړل غوښتل. پوځ چې قلا ته ننوتو تېمور شاه چې ېو دم دومره خلک اوليدل نو پوهه شو چې لوبه بدل ده شاهي پوځ په میدان کښې آرام کولو دې د قلا دويم چهت ته په منډه اوختو او خپل پوځ ته ئې د جګړې غږ اوکړو . شاهي پوځ زر په جګړه شو حالت ئې قابو کړه فېض الله خان سره د ځوئي اونيول شو او د تېمور شاه په حکم سمدستي اووژل شو. صاحبزاده محمدي ته د پلار او کورنۍ د لوړې روحاني مرتبې په وجه څه اونه وائل شو بل مهم سړې ملک ارسلا خان مومند په تېښته کښې برېالې شو او د مومندو په غرونو د اتمانخېلو سیمې ته ئې د پناه هڅه اوکړه. کله چې ملک ارسلا خان د اتمانخېلو اول کلي ته اورسېدو نو د کلي مشرانو پېژاندو چې د باچا د ېرې راتښتېدلې. مشرانو ورته په منت اووئيل چې تا خپل کلي ته نه شو پرېښودې ځکه چې که ته رالې نو بېا ته زمونږ مېلمه شوې او د پښتون ولې د آئين لاندې ستا ساتنه په مونږ پرض کيږي مهرباني اوکه مونږ د تېمور شاه سره مه په لانجه کوه . ملک ارسلا خان د مشرانو سره په خبرو وو خو بل لوري خپلو خلکو ته پټه اشاره کړې وه چې کډه مې په بله لار کلي ته ننباسې هغې د ارسلا خان کډه کلي ته په بله لار ننه باسله . چې د کلي مشران د ارسلا خان د کډې نه خبر شو نو ېوبل ته ئې اووئيل چې دا سړې خو اوس زمونږ مېلمه شو او اوس خو په مونږ د مېلمه ساتنه لازم ده ټوله قبيله ورله راغله وائل ته اوس زمونږ مېلمه ئې او ښه ډاډه راسره اوسه. تېمور شاه چې کله د ارسلا خان په نيولو کښې ناکام شو او ددې نه خبر شو چې اتمانخېلو پناه ورکړې نو د زور په ځائې د چل نه کار واخيست . څه وخت پس ئې په ارسلا خان پسې جرګه اوليږله قرآن کريم ورله ورکړي وو او د قرآن په ېو پانړه ئې هغه ته معافي هم ليکلې وه او خپل شاهي مهر ئې هم پې لږولې وو. ارسلا خان چې کله دا معافي نامه اوليده نو ډاډه شو په تېمور شاه ئې اتبار اوکړو او د اتمانخېلو سره د مشورې نه پس پېښور ته راستون شو او ځان ئې باچا ته حواله کړو خو تېمور شاه بې اتباري اوکړه او هم په هغه ورځ ئې ملک ارسلا خان مومند اووژلو. د تېمور شاه دا کار د پښتو او اسلام نه ېو غورزېدلې کار وو د قران او لوظ دپاسه د ېو پښتون مشر وژل ډېر بېخونده کار وو پښتانه پدې کار سخت خفه وو چې په نتيجه کښې تر اوسه تېمور شاه په تاريخ کښې سپک او بې پښتو ېاديږي چې تر دې پورې پښتانه وائي چې ده له پښتو هم نه ورتله حالانکه په پښتو پوهيدو شعرونه ئې هم په پښتو کښې وائلي خو ېو ښځه ئې پارسي بانه وه او د ايران اثر پې ډېر وو خو په پښتنو کښې د پښتون باچا په ځائې په پارسي بان باچا ېاديږي...

مولانا خانزيب.

Related Articles

Mar 15, 2021
2,165 views

بالاخره

بالاخره مصطفی عمرزی بدترین نوع افغان ستیزی از جریانی راه افتاد که به نام «ستمی» می شناسیم. چند تن از بقایای ناقلین امارت نشین بخارا در فرصت های دهه ی دیموکراسی، به بهانه ی بی عدالتی های قومی، اما با انگیزه از مشی نادرست دولت با عمق تاریخی(تعمیم اید...

Sep 08, 2021
2,872 views

ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښېږي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښوي؟ سینګار کول د ښځو د خوښې کړنه ده، ډېری ښځې خو په دې باور دي چې سینګار د ښځو سلیقه ده، هغه ښځې چې سینګار نه کوي له ځان نه یې لاس پر سر دي، د ځان لپاره وخت نه لري، خو د نارینه وو بیا د ښځینه وو...

May 13, 2023
1,567 views

ساحه کې د سیخ محاسبه

په ساحه کې د سیخ محاسبهلیکنه: انجینر سید سمیع الله نصرت زیاتره وخت په ساحه کې مونږ ته په نقشه کې د سیخ مقدار معلوم نه وي، بلکي د سیخ فاصله او طول یې په لاس راکړی وی او بازار کې سیخ په وزن او خادو پلورل کیږی. راځۍ نن درته پردی عملی مثال وړاندی کوم چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,779 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,148 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,062 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...