د سفيد انجُم تحقیقي لیک "حبیب نور اتمانخېل او برطانوي انصاف" (په ورځپاڼه هېواد پېښور کښې)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د تاریخ پاڼه پاڼه مې له نظره تېره کړه، په هر دور کښې پښتون قام د بهرني قوتونو په زد بلها قربانۍ ورکړي خو خپله پُښتنه خاوره یې د غېر پښتون په اختیار نۀ ده پرېښودې. له بده مرغه ځینې داسې اتلان چې د وطن په ننګ یې خپل سرونه شیندلي خو د تاریخ پاڼې پرې سپینې پاتې شوي، نۀ یې روایتي دوام موندلے او نۀ تحقیقي.
په دغه ورکو اتلانو کښې یو نوم "حبیب نور شهید" هم شامل دے چې د برطانیې ظالم حکومت د یو وړوکي جرم په پاداش کښې د واړۀ اختر په مبارکه ورځ په دار خېژولے وۀ.
دا د ډاکټر جلیل پوپلزۍ یو نایابه دریافت دے. ډاکټر جلیل ته دا مهم لیک په ارکائیوز لائبرېرۍ پېښور کښې په لاس ورغلو، هغۀ د دې مهم لیک یوه کاپي انوت خان دېوانه ته ورکړه او هغۀ دغه لیکنه د خپل کتاب "زمین کھا گئی اسمان کیسے کیسے" په اخیري پاڼو چاپ کړه. د ورستۍ څېړنې او سینه به سینه روایاتو تر مخه حبیب نور په خټه اتمانخېل "بُټ خېل" (بوډي خېل) وۀ او په باغ مومند ایجنسۍ کښې د عجب خان کره زېګېدلے وۀ ډېر زړۀ ور ځلمے وۀ هیله یې شونډه شنه شوې وه خو د برطانیې حکومت د هغه مازغۀ داسې خراب کړي وو چې د هر برطانوي افسر د وینو تګے وۀ.
"په کال۱۹۳۱ والیوم XXVII “د صوبه سرحد د خفیه پولیسو هفته وار رپورټ" کښې په صفحه ۵۹ پېرګراف ۹۸ د فرورۍ په یویشتمه نېټه لیک دي چې ــــــ
د دې هفتې مهمه واقعه په چارسده اتمانزۍ کښې په اسسټنټ کمشنر " کیپټن بونس" د هغۀ په بنګله کښې د حبیب نور په زریعه د هغۀ د قتل کولو هڅه ده. حبیب نور په اے سي ډزې وکړې خو نخښه یې خطا شوه موجود اردلي مهابت دغه ځوان قابو کړو د دغه ځوان خلاف د غازي ایکټ د لاندې مقدمه جوړه کړے شوه او د سیشن جج عدالت په حکم د کال نولس سوه یو دېرشم د فرورۍ په نورلسمه نېټه په دار وخېژولے شۀ. حبیب نور په خپل بیان کښې اووئیل چې هغه له تماچه او اتلس کالتوس د حاجي ترنګزۍ صاحب ځوۍ بادشاه ګل ورکړي وو. احمد کاکا په خپل "خدایي خدمت ګزار تحریک" پي پي" کښې د حبیب نور په اړه په ۴۴ او ۴۲۱ صفحاتو تفصیلي لیک کړے دے.
وایي چې دا پېښه د نومبر په اوویشتمه روژه مخ په وړاندې راغلې ده. احمد کاکا دې حقیقت ته نزدې دے چې اوویشتمه روژه وه خو د نومبر میاشت نۀ وه بلکې په کال ۱۹۳۱ کښې د اوولسمې فرورۍ نېټه وه چې په دغه ورځ یو کم دېرشمه روژه تېره شوې. احمد کاکا وایي چې پولیسو په حبیب نور ډېر زور راوړۀ چې داسې بیان ریکارډ کړه چې ما دا کار د عبدالغفار خان بابا په هدایت کړے دے نو تۀ به ازاد کړے شې. خو هغه عبدالغفار خان(باچا خان) نۀ پېژندۀ او د دغه خبرې تردید یې کوۀ. د پهانسۍ په شپه یو بل ګائډ مسټر فلیپټ په جېل کښې د حبیب نور خوا له راغلو او په ژړا کښې یې ورته اووئیل چې تۀ اووایه چې ما دا جرم د باچاخان په وېنا کړے دے نو تۀ به ازاد کړے شې خو حبیب نور ورته په ځواب کې اووئیل چې ما د امام صېب نه اوریدلي چې د مرګ نه مخکښې شېطان د خلکو خوا ته راځي او هغوي ګمراه کوي. زۀ دروغ نۀ شم وئیلے.
محب کماندار چې د چارسدې اوسېدونکے وۀ، حبیب نور یې د سیشن جج پېښور په عدالت کښې مخامخ کړو، د مقدمې سماعت تر نماسپخینه جاري وۀ بس په څو ګهنټو کښې یې حبیب نور ته د مرګ سزا واوروله، اپیل یې هم خارج کړو.
حبیب نور د نورلسمې فرورۍ شپه په جېل کښې تېره کړه، د کلېنډر مطابق دا د واړۀ اختر ورځ وه چې حبیب نور دار ته وخېژولے شۀ او مهابت اردلي ته په ابازو کې لس جرېبه زمکه په انعام کښې ورکړے شوه.
چې د کوم جرم لاندې حبیب نور په دار کړے شۀ دغه جرم ته په عامه توګه غازي ایکټ وئیلے شي او په قانوني اصطلاح کې ورته "مرډرز اورجز ریګولېشن IV / 1991 " وئیلے شي. په ځینې سرحدي سیمو کښې د قاتلانه حملو د مخ نیوي د پاره مرډرز اوټرز ریګولېشن یا د دې ایکټ نه مراد د نورلسمې صدۍ برطانوي هندوستان چې پکښې دا جدید پاکستان هم شامل وۀ د قانون سازۍ د بلها ټوکړو ذکر شوے دے چې په هغې کښې نوابادیاتي حکومت له د قتل غوندې په خطرناکو جرمونو کښې د مقدمو چلولو د پاره اضافي اختیارات ورکړے شوي وو.
د حېرانتیا خبره دا ده چې حبیب نور خو صرف (اقدامِ قتل) یعني د قتل هڅه کړې وه او د داسې اقدام نه د ۳۲۴ جرم جوړیږي. که چرې دغه سړے حبیب نور وژلے هم وے نو پکار دا وه چې په حبیب نور یې د ۳۰۲ تحت مقدمه چلولے وے. د دوۀ سرو غلام سرور پي پي اووئیل چې نه دغه مقدمه د جرم بنګال ریګولېشن ارډننس د غازي ایکټ لاندې چلول شوې ده. دا د برطانوي حکومت انصاف وۀ چې عامو خلکو یې صرف مذمت کړے وۀ.
شاعرانو حبیب نور په خپلو شعرونو کښې او عامو خلکو په ټپو کې هم ستائیلے دے. افغان جنګجو شاعر خوشحال خان خټک وایي چې ــــ تورزنان خلک په سندرو او نظمونو کې تل یادیږي، چې حبیب نور نعره وکړه نو دومره شهرت یې اوموندۀ چې زمیندارانو او د ورځپاڼو مشرانو ورته په ورځپاڼو کې د عقیدت پېرزونې وړاندې کړي.
مولانا ظفر علي خان ورله په خپلو شعرونو کښې ډېره مینه ورکړې. وایي چې ــ
میرے جگر پہ بھگت سنگھ کا هے داغ جہاں
نہیں میں بھول سکا هوں حبیب نور کو بھی
خدائے پاک کی شامل هوں رحمتیں اس کــو
اور اس کے ساتھ شہیدان کان پور کـــو بھی
(کُلیاتِ مولانا ظفر علی خان حصہ اول بہارِستان۰ ص۰ ۵۶۹)
/
/
سفېد انجُم اُتمانخېل
هریانکوټ ملاکنډ