کاسټرو ښايي د معاصرې نړۍ ېو بېساری کامېاب مبارز وګڼل شي چې هم ېې خپل هېواد کې ېو ديکتاتور ته ماتې ورکړه او تر هغې وروسته ېې د څو لسيزو لپاره د نړۍ د ېو زبرځواک سره ډغرې ووهلې . فېډېل کاسترو د سختې او کامېابې مبارزې ېو نړېوال سمبول ګڼل کېږي .
هغه د 1926 ( څوک ېې 1927 بولي) کال اګسټ مېاشت په 13مه نېټه د کيوبا په ېوه کلیواله سيمه کې زېږېدلی و .
که څه هم چې ېوه غريبه کروندګره کورنۍ کې پېدا شوی و خو پلار او مور ېې خپل ټول کوشش وکړ او د کاسټرو په ګډون خپلو ټولو اولادونو ته ېې د ښو زده کړو کولو امکانات برابر کړل . کاسترو په خپل ښوونځي کې ېو له بهترينو زده کونکو څخه شمېرل کېده او فوق العاده عالي حافظه ېې درلوده .
1941م کال کې ېې د ( بېلېن ) په نوم کالج کې داخله وکړه چې 1945م کال کې ېې دغه کالج په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او بېا ېی د ( هاوانا ) پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې زده کړو ته دوام ورکړ ( 1950م کې د پوهنتون څخه هم فارغ شو ) . 1947م کال کې ېې د کيوبا د خلکو ګوند غړيتوب تر لاسه او د انقلابي مبارزې ډګر ته راووت . 1953م کال کې ېې په (سانتیاګو - کيوبا) کې انقلابي تحرکات پېل کړل چې له امله ېې ونيول او بندي شو . هغه په محکمه کې د مدافع وکيل له نيولو ډډه وکړه او پخپله ېې د ځان په دفاع کې د ( تاريخ زما په خوا دی ) ېوه مشهوره وېنا وکړه ، کومه کې چې ېې خپل ټول سېاسي نظرېات څرګند کړل .
هغه له دوه کاله زندان تېرولو وروسته په 1955م کال کې آزاد او په همغه کال مکسيکو ته ولاړ .
1956م کال کې د خپلو 82 ملګرو سره ( چيګوارا هم په دې ډله کې و ) د وسله والې مبارزې په موخه کيوبا ته راغی ؛ خو ډله ېې د دولتي ځواکونو تر سخت بريد لاندې راغله او ېوازې 12 کسان ېې ژوندي پاتې شول .
هغوي د ( سېررا- ماستره ) غرونو کې پټ شول او د ځان تر ټينګولو وروسته ېې پراخه پارتيزاني مبارزه پېل کړه .
د څو کلونو په تېرېدلو هغه پوره ځواکمن او 1958م کال کې ېې د پلازمېنې (هاوانا) پر لور پرمختګ شروع کړ .
د کاسټرو کامېاب پرمختګ د کيوبا د هغه وخت ديکتاتور مشر جنرال ( باتيسته) مجبور کړ چې واک خوشې کړي او وتښتي .
کاسترو د 1959 کال په جنورۍ کې هاوانا ته داخل او د هېواد واک ېې په لاس کې واخيست ...
د واکمنۍ په دوره کې د امريکا لخوا تر سختو پوځي او اقتصادي فشارونو لاندې راغی خو هېڅکله ېې هم امريکاېانو ته کمه ونه وېله . کله چې د امريکاېېانو فشار ډېر زیات شو نو په ډېر مهارت ېې د پخواني شوروي اتحاد سره د پوځي تړون له مخې ، د هغوي راکټونو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړ . دغه کار سره هغه خپل هېواد او دولت د امريکاېېانو د مخامخ ګواښ څخه خوندي کړ .
که څه هم چې هغه د خپل هېواد د اړتېاوو پوره کولو لپاره له پخواني شوروي اتحاد څخه کافي کومکونه تر لاسه کول خو هېڅکله ېې تر اغيز لاندې رانغی او هغوي سره چلند کې خپلواک او د خپل هېواد ګټو ته وفادار پاتې شو .
فيدېل کاسترو بلاخره تر 49 کاله ( 1959-2008) واکمنۍ او دمې کولو وروسته ، د 2016م کال په جنورۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې .
نوټ :
په فېسبوکي ليکنه کې د کاسترو معرفي کول سخت کار دی خو ما خپله هڅه وکړه ،
دوهم نوټ :
د کاسټرو د ژوند او مبارزې په هکله ځنې ډېر جالب ټکي شته چې بل پوست کې ېې شريکوم .
سرچينه : +Wikipedia
Related Articles
عقب نشینی مزرورانه
عقب نشینی مزرورانه مصطفی عمرزی باید با صراحت یادآور شویم که روشنگری های ما در دفاع از کشور موثر و در حال گسترش اند. به شمول افغان های زیاد فرهنگی، سعی کرده ایم به جای درگیری و گریبان گیری، به پرسش هایی پاسخ بگوییم که هرچند غیر منطقی، اما با اصرار ص...
ټولنیز نزاکتونه -نزاکتنامه
نزاکتنامه - ټولنیز نزاکتونه۱-که یو چا مو تیلیفون دوه ځلې ځواب نکړ، په درېیم ځل زنګ مه وروهئ، ښايي هغه کوم مهم کار کې بوخت وي۲-که چا رستورانت کې ډوډۍ ته میلمانه کړئ، قیمت بها خواړه او غذا فرمایش مه ورکوئ۳-له خلکو دا پوښتنې مکوئ: ولې تر اوسه مجرد یاست...
سینه بغل | Pneumonia
د پتــالوژي له نظره سیـنه بـغل عبـارت له یـوي تنفــسی نــاروغي څخه ده چي په هغه کـي د الــویولونو (alveoli) سختوالي (Consolidation) یا هم انټرسټیشیل انساجو ته د التهابی حجراتو نفوذ موجود وي او یا هم دواړه.د اناتومی له نظره سینه بغل په لاندي برخو ویشل...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...