ژباړه ـ ریاض مقامزی

نړۍ ته ډېر انسانان راځي، د ځينو فکر یوازې تر خپل ځانه محدود وي او ځينې نور بیا د خپلې خاورې او یا هم د ټولې نړۍ د آرامۍ او سوکالۍ فکر لري. کتابتون ویبسايټ د همداسې نوموتو څېرو د پېژندنې لړۍ پیل کړې ده. د نړۍ نوموتو څېرو د پېژندنې په لړۍ کې به تاسو دا ځل د هند د آزادي غوښتونکو مشر "ګاندي" وپېژنئ.

 

ګاندي څوک و؟

د هند د آزادي غوښتونکو ددې مشر بشپړ نوم "مهانداس کارامچاند گاندي" دی. نوموړی د "۱۸۶۹زېږديز" کال د اکتوبر په دویمه د هند په پوربندر ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. کورنۍ یې په ټولنیز او اقتصادي لحاظ متوسط حالت درلود. کله چې په "۱۹۱۸م" کال کې د هند د ملي کنګرې واک ورکړل شو، هندیانو هغه ته د "مهاتما" لقب ورکړ، چې د "لوی روح" معنا لري. په اوس وخت کې یې ټول په همدې نامه پېژني. د زوکړې ورځ ته یې هندیان په ځانګړي ارزښت قایل دي. ځکه خو دا ورځ په ټول هند کې عمومي رخصتي وي.

نوموړی "۱۹" کلن و، چې له خپلې کورنۍ سره هند ته لاړ. هلته یې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې. همدرانګه د ورځپاڼو په چلولو کې هم هلې ځلې کولې، ترڅنګ یې د وکالت دنده هم کوله.

ویلای شو نوموړی د هند لپاره سیاسي او معنوي مشر و، چې هندیان یې د بریتانوۍ امپراتورۍ له استعمار څخه وتلو ته رهبري کړل. هغه د هند د خپلواکۍ لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې، تر دې چې هندیانو ورته "د ملت پلار" لقب هم ورکړ.

ګاندي به په اونۍ کې یوه ورځ د سکوت روژه نيوله او دا کار یې د خپلې ذهني آرامۍ لپاره اړین باله. په دې ورځ به یې د لیک له لارې نورو سره اړیکه ساتله.

کله له چې له بریتانیا څخه خپل هېواد ته ستون شو، نو د غربي لباس له اغوستلو یې ډډه وکړه. هغه کالي به یې پر تن کول، چې په هند کې جوړېدل. دا هغه کالي و، چې د هند ټولو غریبو وګړو به پر تن کوله. له غریبو هندیانو سره د برابرۍ لپاره یې دا لاره غوره کړه. ترڅو ساده خو له معنا ډک ژوند وکړي. 

نوموړي د انګستان له استعمار څخه د هند د خلاصون هڅې کولې، له همدې امله یې په هند کې په پراخه کچه محبوبیت او درنښت ترلاسه کړ. ددې ترڅنګ نوموړي د بريا، ژوند، خپلواکۍ او مینې په اړه ځانګړی فکر درلود. ددې موضوعاتو په اړه ډېرې په زړه پورې ویناوې یې هم کړي دي.

 

د ګاندي کورنۍ

د ګاندي مور نالوستې وه؛ مګر ډېره مخلصه او عقيدوي مېرمنه وه. له همدې امله یې زوی ترې ډېر اغېزمن و. کله چې یې پلار ومړ، نو مجبور شو انګلستان ته لاړ شي. په لاره کې له یوه ډله خلکو سره مخ شو، چې یوازې یې سبزي خوړله. دی له همدوی متاثر شو او هڅه یې کوله حيواناتو ته زیان و نه رسوي.

د ګاندي مېرمنه "کاستوربا ګاندي" نومېږي. هغه هم د آزادي غوښتونکو ډلې یوه مشره وه، چې د خلکو ترمنځ یې د "ما" یعنې مور په نوم شهرت درلود. دوی دواړو په "۱۸۸۳ز" کال کې واده وکړ. په دې وخت کې عمرونه ۱۳، ۱۴ کاله وو. کاستوربا په "۱۹۰۴م" کال کې سیاسي صحنې ته داخله شوه. نوموړې تر څه مودې وروسته ونیول شوه، او په "۱۹۴۴م" کال کې د هند په پونا زندان کې مړه شوه. دوی څلور اولادونه لرل، چې هاریلال، مانیلال، ردماس او دوداس نومېدل.

 

د ګاندي دین

د نوموړي دین هندو ـ بودایي و. د نوموړي اصول به همېشه ساده وو. چې د هندوانو له سنتي باورونو څخه الهام اخلي. ګاندي پر سانتیا (حقیقت) او آهميسا (نه تاوتریخوالی) کلک باور درلود. دا چې اکثره هندوان غوښه نه خوري، نو ګاندي هم دې عقیدې ته په درنښت قایل و. همدارنګه د دینونو په اړه به نوموړي ویل، چې ټول دینونه سره مساوي دي.

 

د ګاندي کتابونه

ـ دعا یا ستاینه 

ـ ټول خلک برابر دي

ـ ولې له مرګه وېره او پرې ژړل؟

 

د ګاندي وژل کېدل

نوموړی په (۱۳۲۶هـ) کال کې د یوه هندو سخت دريځي له خوا ووژل شو. په دې وخت کې یې عمر "۷۹" کاله و. قاتل پر دې باور و، چې له پاکستان سره د هند اړیکو د هندوستان شان او شوکت ته زیان رسولی، نو ځکه یې ګاندي وواژه. باید ووایو، چې له دې وړاندې هم هندو سخت دريځو د هغه د وژلو هڅې کړې وې.

 

د ګاندي ویناوې

ـ اول ستاسو حق خوري، بیا درپورې خاندي، وروسته درسره جنګېږي، مګر بالاخره تاسو بریالي کېږئ.

ـ انسان د خپل فکر محصول دی، هغه کس ترې جوړېږي چې څه ډول ګومان کوي. 

ـ د انسان واقعي ښکلا د هغه شخصیت او سپېڅلتيا ده.

ـ له تواضع پرته خدمت، ځان غوښتنه ده.

ـ د انسان په توګه زموږ لويه وړتیا دا نه ده، چې نړۍ بدله کړو. بلکې دا ده، چې خپل ځان بدل کړو.

ـ که کار کوئ، په مینه یې وکړئ، که نا هيڅ یې مه کوئ. 

ـ چرته چې مینه وي، هلته ژوند هم شته.

ـ هره شپه چې ویدېږم، مرم. هر سهار چې ویېښېږم بیا ځلې زېږم.

ـ هغه تغیر اوسه، چې غواړې په نړۍ کې یې ووینې.

ـ که غواړئ، په نړۍ کې واقعي سولې ته ورسېږو، پر ماشومانو باید زده کړې وکړو.