د اوبو روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 23, 2021
4 years ago
3,158 views
د اوبو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

اورېدلي به مو وي، چې اوبه یعنې ژوند. خو د افغانستان په څېر هېواد کې، چې د څښلو ډېرې پاکې اوبه لري د اوبو پر قدر پوهېدل سخت دي. په هغو سیمو کې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، خلک اوبو ته په ځانګړي اهمیت قایل دي. باید ووایم چې زموږ اصلي موضوع دا ده، چې د اوبو روغتيايي ګټې کوم دي. خو وړاندې له دې چې پر موضوع پوه شئ، باید د اوبو اهمیت ته هم قایل شئ. په نړېواله کچه د اوبو سطحه هر کال د ټيټېدو په حال کې ده، چې دې کړنې نړېوال شنونکي وارخطا کړي دي.

هڅه وکړئ، په کور، کلي، جومات او یا بل هرځای کې د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړئ. همدارنګه خپلې کورنۍ، ملګرو او کلیوالو ته هم د اوبو د مناسب مصرف توصیه وکړئ. تاسو به ددې لیکنې تر پایه پوه شئ، چې اوبه زموږ بدن هه کومې روغتيايي ګټې لري او هره ورځ باید څومره اوبه وڅښو.

 

د اوبو اندازه

په ورځني ډول د اوبو څښلو اندازې په اړه روغتياپالان مختلف نظرونه لري. دا ځکه چې د هرشخص روغتيايي وضیعت، ورځني کارونو او د ژوند شرایطو ته په کتو باید د اوبو ځښلو اندازه وټاکل شي.

موږ هره ورځ د تنفس، خولو او ادرار له لارې یوه اندازه اوبه له لاسه ورکوو. دا چې یاده چاره په سمه توګه پرمخ لاړه شي، باید د اوبو په څښلو سره د بدن اوبه بېرته پوره کړو.

په عمر پوخ کس، چې په یوه معتدله سیمه کې ژوند کوي، نارینه د ورځې "۳،۷" لیتره او ښځينه یې "۲،۷" لیتره اوبو ته اړتيا پيدا کوي. 

باید پوه شئ، چې دا هغه اندازه اوبه دي، چې بدن یې د اوبو او خوړو له لارې پوره کوي. ددې اندازه اوبو "۲۰" سلنه د خوړو او پاتې "۸۰" سلنه یې د مایعاتو له لارې پوره کېږي. 

همداسې د سیمې، کار او نورو صحي شرایطو ته په کتو د هر چا لپاره د اوبو اندازه فرق کوي. خو په ټوله کې باید ووایو، چې هيڅکله تږي مه ګرځئ. د تندې په وخت کې حتمي اوبه وڅښئ او خپله تنده ختمه کړئ. که د تندې له ماتېدو وروسته یو ګيلاس نورې اضافي اوبه هم وڅښل شي، ستاسو روغتيا ته کوم زیان نه لري، بلکې لا ګټور ثابتېدای شي.

 

د اوبو روغتيايي ګټې

په مناسبه کچه د اوبو څښل ګڼ حيرانوونکي ګټې لري. دلته یې پر ځينو مهمو روغتيایي ګټو لنډې او مفصلې خبرې شوي دي.

 

  • د وزن کمښت 

د اوبو له ځانګړنو یو هم د وزن کمول دي. د اوبو څښل له تاسو سره مرسته کوي، چې د بدن اضافه وزن مو کم کړي. ځکه چې په بدن کې د غوړو له امله رامنځته شوي ترکیبات ختموي، همدارنګه ستاسو اشتها هم کموي، چې په پایله کې یې کم خواړه خورئ او وزن مو کمېږي. ددې ترڅنګ باید دا هم روښانه شي چې اوبه صفر کالوري انرژي لري.

 

  • د سر درد طبیعي درملنه

ځينې وخت د سر او ملا درد په بدن کې د اوبو د کمښت له امله هم وي. که ستاسو ستونزه هم له همدې امله وي، نو ډېر امکان شته، چې یاده ستونزه مو هم حل شي.

 

  • پوستکی مو تازه ساتي 

د اوبو سو له مهمو ګټو څخه دا دی، چې د بدن پوستکی تر او تازه ساتي. هغوی چې په کافي اندازه اوبه څښي، نسبت هغوی ته چې د اوبو کموالي سره مخ دي ډېر تازه وي او وروسته زړېږي.

 

  • د فکري تمرکز لپاره هم مهم دي 

د معزو زیاته برخه له اوبو تشکیل شوې ده. روغتيا پالان پر دې باور دي، چې په مناسبه اندازه د اوبو څښل د فکري تمرکز په رامنځته کېدو کې رغنده رول لري، چې دا چاره به ستاسو د ورځينو چارو د ښه ترسره کېدو لپاره خورا ګټوره تمامه شي.

 

  • د بدن فعالیتونه مو ښه کوي

له دې ټولو ګټو سره ـ سره اوبه مرسته کوي، چې ستاسو د بدن ټولې چارې منظمې وي. که د اوبو له کمښت سره مخ یئ، د دردونو او ستړيا احساس به کوئ، نو ورځنې چارې مو هم غیرمنظمې او ګډې وډې وي.

 

  • د هاضمۍ سیستم پياوړتيا کې مرسته کوي

 د اوبو په څښلو سره په بدن کې د میتابولېزم کچه پورته ځي او د خواړه په هضم کې خورا ګټور ثابتېږي. همدارنګه فیبر او اوبه یو ځای ستاسو د کولمو د فعالیت په ښه والي کې مرسته کوي. 

له دې ټولو ګټو سربېره، د سلامتۍ احساس، کم ناروغېدل، د ستړيا ختمېدل، د زغم زیاتوالی او د سرطان د ګواښ کمېدل هغه نورې ګټې دي، چې روغتيا پالان یې یادونه کوي.

Related Articles

Mar 15, 2022
2,108 views

آیا پوهېدئ چې ډېره ډوډۍ خوړل رواني ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی که څه هم انسان اړ دی، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خواړه وخوري. ترڅو مناسبه انرژي ترلاسه او متحرک اوسي. مګر کله ناکله ځينې انسانان له مناسبې اندازې ډېر خواړه خوري. اکثرا فکر کوو، چې سړی “خېټو” دی. په ځینو قضيو کې رښتيا هم همداسې وي...

Nov 27, 2025
554 views

د محصلینو علمی تحقیق

د افغانستان دولت باید ځینې علمي او تخنیکي پروژې د پوهنتونونو اړوندو محصلینو ته وسپاري، څو پرې عملي تحقیق وشي. دا کار نه یوازې د محصلینو لپاره یو غوره فرصت دی، بلکې دولت ته به هم د علمي ظرفیتونو له لارې پرمختګ ورکړي. لکه د نظامي سکتور لپاره د توغندیو...

May 11, 2021
1,975 views

په عامو او جاري لارو او سړکونو کې بمونه ښخوونکو!

د یو مومن وژل څومره ستره ګناه ده، له دې ایت کريمه څخه يې معلومه کړئ:  وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّـهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ( النساء 4: 93) او هغه څوك چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...