To start downloading books

Please sign in or create an account.

په کورني ژوند کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

په کورني ژوند کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې د کورنۍ ټول غړي ځانګړي مسولیتونه لري، چې په دې ډله کې مشرانو ته تر نورو ډېرې سترګې ور اوړي. باید ووایو، چې له مشر څخه موخه یوازې "پلار" نه دی. بلکې هر هغه کس چې خبرې یې پر نورو غړو اغېز لري، مشر ورته ویلای شو. همدارنګه د کورنۍ نور غړي، مېرمنې، نجوني او هلکان هم خپل خاص مسولیتونه لري، چې باید پام ورته وکړي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. تاسو به حتما د یوې کورنۍ غړي یئ، نو لیکنه تر پایه په بشپړ غور سره ولولئ!

 

لومړی ـ مسولیت ومنئ!

اکثره وګړي له مسولیته تښتي. ددې کار تاوان دا دی، چې د وخت په تېرېدو سره انسان مجبور دی، هغه مسولیت ومني کوم چې اوس ترې تښتي. مګر د نه مسولیت اخیستنې له امله ورڅخه وخت ضایع شوی وي. په داسې وخت کې ناڅاپي مسولیت منل ورته ډېر سخت او دروند تمامېږي. 

راځئ، دا خبره لږه نوره هم واضح کړو. که تاسو د کورنۍ مشر او یا لومړی اولاد یئ، نو ستاسو مسولیت دا دی، چې د کورنۍ کشران مو سمې لارې ته رهبري کړئ، همدارنګه د هغوی استعدادونه وګورئ او په هماغه برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړئ. له دې سره ـ سره تاسو اړ یئ، چې د خپلو کشرانو اړیکې وڅارئ، ترڅو پر کومې ناسمې لارې برابر نه شي. ورته نور ډېر مسولیتونه هم شته، چې باید پام ورته وکړئ. 

که د کورنۍ کشر یئ، هڅه وکړئ د مشرانو احترام وکړئ، د مشرانو مجلسونه چې تاسو ترې یو څه زده کوئ مه پرېږدئ. همدارنګه درسپارل شوي، کارونه پر خپل وخت ترسره کړه او زده کړو ته مو پام کوئ.

که د کورنۍ مور، مشره مېرمن او یا خور یئ، باید د خپلو کشرانو نظافت او نورو کارونو ته سمه رسيدګي وکړئ. خو یو څه باید واضح کړم، چې د کورنۍ شرایطو ته په کتو د هر کس مسولیت فرق کوي. په یوه کورنۍ کې به نجونو ته یوازې د کارګر په سترګه کتل کېږي په بله کې به ورته د تعلیم او نور پرمختګ چانس هم ورکول کېږي. 

نو تاسو اړ یئ، د خپلې کورنۍ شرایط سم مطالعه کړئ او خپل درسپارل شوی مسولیت په سمه توګه ترسره کړئ.

 

دویم ـ مشوره وکړئ!

که تاسو د کورنۍ مشر یئ او که کشر، پخپلو کارونو کې مشوره مه هېروئ. مشوره زموږ او ستاسو دیني اصل هم دی، نو خاصه پاملرنه ورته وکړئ.

که تاسو هر کار کوئ، کوښښ وکړئ خپله کورنۍ په جریان کې کړئ. امریکايي لیکوال امرسن وايي "په مشورې سره تاسو نور خلک خپلې همکارۍ ته بولئ." 

د مشورې بله ګټه دا ده، چې مسولیت یوازې ستاسو پر اوږو نه وي. که د کار پایله منفي او که مثبته ټول یې خپل بولي. همدارنګه په مشورې سره د کورنۍ د غړو ترمنځ د باور کچه لوړېږي. له دې ټولو سره ـ سره په مشوره کې د یو کار په هکله مختلف نظریات ټولېږي. تاسو حتما ډېرې لارې پيدا کوئ او ترټولو ښه او غوره لاره یې ټاکئ. 

 

درېيم ـ د ډاډ فضا رامنځته کړئ!

که په کومه کورنۍ کې د یو چا له وېرې د زړه خبرې نه شي کېدای، لرې نه ده، چې له بد حالت سره مخ شي. ځکه چې د خبرو پټولو له کبله وړې ستونزې د وخت په تېرېدو سره پر لویو ستونزو بدلېږي. 

په دې برخه کې د کورنۍ مشران او کشران دواړه خپل مسولیتونه لري. د کورنۍ مشر باید وخت ناوخت له خپلو کشرانو سره وغږېږي، خبرې او هیلې یې واوري. همدارنګه د هغوی د ستونزو په اړه دې هم ورسره وغږېږي، ترڅو په راتلونکي کې خپلې ستونزې له مشرانو پټې نه کړي. 

کشران هم باید هيڅکله د بې جراتۍ او وېرې له کبله خپلې ستونزې او غوښتنې پټې و نه ساتي. دا به ومنو چې د ځينو کورنيو مشران توند وي، خو تاسو کولای شئ یو اخلاقي جرأت وکړئ. ممکن څو ځلې د جدي غبرګون سره مخ شئ، مګر وروسته دا چاره ستاسو مشر ته عادي کېږي. خو که په دې هم ستونزه حل نه شوه، د کورنۍ له یو بل مشر او یا غړي سره خپله خبره شریکه کړئ. مګر خپل ډاډ هيڅکله له لاسه مه ورکوئ. 

 

څلورم ـ د کورنۍ غړو ته وخت ورکړئ!

دا به ومنو چې د یويشتمې پېړۍ ژوند خورا مصروف ژوند دی، مګر دومره مصروف باید نه شي، چې تاسو خپلې کورنۍ ته وخت و نه لرئ. که په دنده، زده کړو او یا بل هر مصروفیت بوخت یئ، د خپلې کورنۍ وخت مه خورئ. 

له خپلو اولادونو، وروڼو، والدینو او یا نورو غړو سره وخت ناوخت خبرې، کیسې او ټوکې وکړئ. په دې توګه هغوی ته اجازه ورکړئ چې تاسو وپېژنئ او څومره چې د یو او بل احساسات، علایق او نور مسایل پېژنئ هومره یو بل درک کولای شئ او مینه مو ترمنځه ډېرېږي.

 

که په دې برخه کې د نورو لارښوونو غوښتنه لرئ، خپل نظر مو کمينټ کړئ ترڅو د همدې لیکنې دویمه برخه هم خپره کړو.

Related Articles

حلیل بي مسجد_یونان

#حلیل_بي_مسجد_یونان 🇬🇷 د اوسني یونان هیواد په (کیوالا) Kavala ښار کې د (پیننسولا) پۀ سیمه کې هغه جامع او تاریخي جومات، کوم چې عیسایانو قصدًا د (موسیقۍ) په مرکز باندي بدل کړ!!! دغه تاریخي جومات او مدرسه پۀ 1530 میلادي کال باندي د عثماني خلافت نامتو حکمران سلطان سلیمان القانوني په وختونو کې تعمیر او تکمیل شول، متأسفانه 1832 میلادي کال باندي په یونا...

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

لیکنه: مِهر تاج   د زکات حکم زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی. د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي: څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي: ۱_ اسلام؛ يعني زکات ورکونکی به مسلمان وي. ‌۲_ حریت؛ يعني زکات ورکونکی به غلام نه وي. ۳_ عقل؛ ليونی به نه وي. ۴_ بلوغ...

جنایي ناول څه ته وایي؟

جنایي ناول څه ته وایي؟ لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري   ناول د ادبیاتو د نثري برخې هغه ژانر دی، چې ډېر لوستونکي او مينوال لري. ناول د کیسې پرمختللې بڼې ته وایي.  موږ په نننۍ لیکنه کې د ناول په یوه ډول چې جنایي ناول ورته وایي خبرې کوو که تاسو هم غواړی د دغه په زړه پورې ژانر په اړه معلومات تر لاسته کړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!      جنایي ناول...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...