کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟

i
imranghani
Author
Jul 06, 2021
4 years ago
2,648 views
کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟

کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟ »»»»»»»»»»»»»»»»»»»» داسې ډېر کتابونه مې لوستلي چې اوس پرې پښېمانه یم. هر کتاب په لوستلو نه ارزي. دلته د کتاب د ورځې په بهانه له دوستانو سره خپله تجربه شریکوم. ممکن د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ورسره مرسته وکړي. ۱ – انټرنېټ، سوشیل مېډیا، ټلوېزیون او په ټوله کې کاري بوختیا ددې سبب شوې چې کتاب لوستنه محدوده شي. د هر کتاب د لوستلو پر ځای هڅه وکړئ چې د خپل مسلک اړوند یا هغې موضوع په اړه چې تاسې ورسره علاقه لرئ او په علم کې مو زیاتوالی راولي، کتاب وټاکئ. ددې پر ځای چې د هر څه په اړه لږ لږ معلومات ولرئ، د یو څه په اړه ډېر معلومات پیدا کړئ. دا به مو په خپله برخه کې مسلکیتوب ته لار هواره کړي. ۲- یا په خپل ذهن کې کتابونه په دوو ډولونو وویشئ. یو هغه کتابونه چې د مسلکي پرمختګ په موخه مجبور یاست چې ویې لولئ او دویم هغه چې د ذوق او خوند لپاره یې لولئ. تل اول ډول ته لومړیتوب ورکړئ. ۳ – فکر وکړئ چې په کتابپلورنځي کې یاست. وړاندې له دې چې کتاب اخلئ دې ټکو ته جدي پاملرنه وکړئ. د کتاب نوم، لیکوال، چاپ کال، او چاپځای یې وګورئ. وروسته یې عنوانونه وګورئ او د کتاب له نوم سره یې پرتله کړئ. که لیکوال مو پېژندلو ښه خبره ده خو که نه مو پېژندلو نو یو ځل یې بیوګرافۍ ته سر ور ښکاره کړئ. د لیکوال مسلک د کتاب له محتوا سره پرتله کړئ. که په خپل مسلک کې یې لیکلی و، ښه خبره ده خو که مثلاً انجینیر وي او د اقتصاد په اړه یې کتاب لیکلی وي، مه یې اخلئ. لږ نور زحمت هم وباسئ او په ولاړه د کتاب مقدمه ولولئ. دا به درسره مرسته وکړي چې په لوستلو یا پېرودلو ارزي‌کنه؟ ۴ – تر څو مو چې د یو کتاب لوستل پای ته نه وي رسولي، بل مه پیلوئ. پر یو وخت د څو کتابونو پیلول له یوې خوا مو تمرکز له منځه وړي او له بلې خوا مو زړه وهي. یو هم پای ته نشئ رسولای. که بیا هم دا کار کوئ نو لږ تر لږه دوه کتابونه په یو مکان کې مه لولئ. مثلاً یو په کور کې پیل کړئ، بل په دفتر کې. ۵ – حتماً له ځانه سره قلم ولرئ. د کتاب په حاشیه کې کوچني یادښتونه واخلئ. یا له هغو جملو یا پراګرافونو څخه چې تاسې ته مهم دي، خط کش کړئ یا حلقه تاوه کړئ. دا مو عادت وګرځوئ. دا به مو د کتاب موضوعات په ذهن کې تلپاتې کړي. ۶ – له درسي کتابونو پرته د نورو کتابونو د لوستلو لپاره مشخص وخت مه ټاکئ. که چېرې کتاب لوستنې ته د دندې په سترګه وګورئ، زړه مو ترې تورېږي. مثلاً مبایل او ټېلوېزیون له وخته سپما وکړئ او هماغه وخت کتاب ولولئ. له خوب وړاندې په بستره کې کتاب مه لولئ. ځکه دا به لکه د خوب ګولۍ داسې تاثیر وکړي. د کتاب لوستلو ښه وخت سهار لمانځه مهال دی.

Related Articles

Dec 28, 2022
1,600 views

طلاق عاطفی و تفریق جسمانی در قوانین افغانستان || Emotional divorce & physical separation in applicable laws of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar طلاق عاطفی به سردی روابط میان زن و شوهر گفته می‏شود که در این رابطه ضعف ارتباط احساسی و عاطفی، به سردی تمام روابط یک زوج منجر می‏شود و در ت...

Jan 03, 2021
5,431 views

د انګلېسي ژبې د چټکې زده کړې تګلاره! 

لیکنه ـ ریاض مقامزی اوسنۍ نړۍ د سرعت نړۍ ده. ټول غواړي، چې ژر ـ ژر خواړه پاخه کړي، کار ته لاړ شي، شتمن شي او همداسې ژر خپلو موخو ته ورسي. دا غوښتنه بېخي طبیعي ده، په داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره د دنيا له یوه کونجه له بلې برخې س...

Aug 17, 2024
1,099 views

مک بوک کمپیوټرونه Mac Book

د MacBooks لپټاپونه: د ټکنالوژۍ شاهکار چې افغانستان کې یې نوی شهرت ترلاسه کړئ: * د ډیر دوستانو په غوښتنه مو د Apple د مشهور تولید MacBook په اړه معلومات راټول کړل، له نورو سره یې شریک کړئ ترڅو ټولو ته ورسېږي! د MacBooks لپټاپونع د اپل کمپنۍ مشهور ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,362 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,058 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,778 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...