هسپانیه (Spain) وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 07, 2021
4 years ago
3,142 views
هسپانیه (Spain) وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ له سلګونو هېوادونو څخه یې موږ د ډېرو کمو له نومونو سره آشنا یو او یا به یې په اړه معلومات لرو. د لیکنو له دې لړۍ څخه موخه د نورو هېوادونو په اړه د خپلو لوستونکو د معلوماتو ډېرول دي. تاسو به په دې لیکنه کې د هسپانیې په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ. 

 

پېژندنه

ددې هېواد رسمي نامه "د هسپانيې پاچاهي" ده. سپين (هسپانيه) یو خپلواک هېواد دی، چې د اروپايي اتحاديې غړيتوب لري. د پراخوالي او مساحت له مخې د لویديځې اروپا دویم لوی هېواد او د ټولې اروپا په کچه بیا پنځم ستر هېواد بلل کېږي. د ژوند شرایطو ته په کتو د نړۍ له پرمختللو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

 

جغرافيوي موقعیت

دا هېواد د اروپا لویې وچې په جنوب غربي برخه کې پروت دی. د جنوب او ختيځ له طرفه له مدیترانې سمندرګي او جبل الطارق، شمال او شمال لویديځ لور ته له فرانسې، اندورا او بیسکای خليج، غرب او شمال غرب لور ته له پرتګال او اطلس اقیانوس سره وصل دی. په اروپا کې د دوو هېوادونو تر منځ تر ټولو اوږده پوله د هسپانیې او پرتګال ده. ددې ګډې پولې اوږدوالی "۱۲۱۴۴" کیلومټرو ته رسېږي.

 

اقلیم

دنګو غرونو او سواحلو ته په کتو ددې هېواد آب هوا ډېره رنګارنګي لري. ددې وطن هرې سیمه ځانته ځانګړی اقلیم لري. ځينې برخې یې مدیترانه يي او بعضې نورې سیمې بیا اقیانوسي او کوهستاني اقلیم لري. د جنوب شرق منطقې ګرم اوړی او معتدل ژمی لري. همدارنګه مرکزي برخې یې ګرم  اوړی او وچ یخ ژمی لري. 

 

کلتور او اداب

د هسپانیې اوږده تاریخ ته په کتو د یو غني فرهنګ لرونکی دی. ځانګړي لباسونه، ګډ کارونه، موسیقي، نڅاوې او ځينې فیسټوالونه ددې هېواد د کتلور برخه جوړوي. د ډېرو تاریخي آثارو په لرلو له یونیسکو سره دویم مقام لري. فیسټوالونه او جشنونه ددې هېواد د فرهنګ مهم عناصر ګڼل کېږي. ددې هېواد وګړي، د نړۍ له خوشحاله خلکو څخه دي. ددوی له مهمو فیسټوالونو څخه د "Martes de Carnaval" نوم یادولای شو. 

 

ژبه او دین

ددې هېواد رسمي ژبه هسپانوي ده. رسمي دين یې عیسویت دی. چې په عمده ډول د کاتولیک مذهب پیروان دي. خو هيڅ مذهب ته پکې رسمیت نه دی ورکړل شوی. د هسپانيې ۷۱ سلنه وګړي کاتولیک عيسویان دي، ۲۴ سلنه یې هيڅ دين پیروان نه دي او پاتې نور یې د مختلفو دینونو لکه یهوديت، اسلام او نورو پيروان دي.

 

مرکز او مشهور ښارونه 

د هسپانیې مرکز مادرید نومېږي، البته د یادونې وړ ده، چې ددې هیواد تر ټولو لوی ښار هم همدا دی. له لندن او برلین وروسته د اروپايي اتحاديې درېيم لوی ښار ګڼل کېږي. 

همدارنګه بارسلونا، والنسیا، سویا، گرانادا، ساراگوسا، مالاگا، مورسیا، بیلبائو، سالامانگا ددې هېواد له مشهورو ښارونو څخه دي.

 

نفوس

ددې هېواد وګړي شاوخوا ۴۷ میلیونه اټکل شوي دي. چې یوه اندازه یې د نورو هېوادونو مهاجرین جوړوي. د کډوالو لویه برخه د رومانيې، مراکش، المان او بریتانیې وګړي جوړوي. د یادونې وړ ده، چې ددې هېواد کرنسي يورو ده. 

 

د هسپانیې په اړه ځينې جالب ټکي

  • هسپانويان "غويی" ملي حيوان بولي. 
  • د هسپانیې په ملي سرود کې هيڅ کلمه نشته. 
  • په "۲۰۱۳م" کې د هغو هيواد په نوملړ کې درېيم ځای خپل کړی و، چې ډېر ګرځندویان ورغلي وو.
  • د مساحت له مخې د اروپا پنځم لوی هېواد دی.
  • "توماتينا" ددې هېواد یو جشن دی، چې په هغه کې خلک پر رومیانو یو بل ولي.
  • هسپانوي وریجې چې په نوره نړۍ کې ځانګړی نوم لري، هسپانويان ورسره خاصه علاقه نه لري. 
  • که څه هم په نړيوالو جنګونو کې هسپانیې بې پرې وه، مګر له ۱۹۳۶ څخه تر ۱۹۳۹ پورې یې کورنۍ جګړه تجربه کړه. په دې جنګ کې شاوخوا پنځه لاکهه کسان ووژل شول.
  • د نړۍ د زیتونو غوړيو د اړتيا ۴۳ سلنه هسپانيه پوره کوي.
  • د نړۍ تر ټولو ځوان باچا د هسپانیې "دیارلسم الفوسوی" ګڼل کېږي، چې د زېږېدو په ورځ پاچا وټاکل شو.
  • په امریکا کې د هسپانوي ژبې ویونکو شمېر د ټولې هسپانیې له نفوس څخه ډېر دی.
  • که د سلطنتي کورنۍ پسې خبرې وشي او یا تهمت وتړل شي، کس مجرم ګڼل کېږي او تر دوو کالو د بند سزا هم لري.
  • د نړۍ ۲۱ هېوادونو له هسپانیې خپله خپلواکي ترلاسه کړې ده.

Related Articles

Apr 04, 2024
2,975 views

د ښو عطرو اړوند

لږ د عطرو اړوند  زموږ په ټولنه کې د ښو عطرو معيار تيزوالی، زياتو خلکو پورې رسېدونکی او زيات وخت پاتې کېدونکې عطر يا سپری ګانې دي .همدا لامل دی چې اکثره استعمال کيدونکي عطرونه د شامپو يا صابونونو کيمايي مواد وي، يا هم جعلي عود ډېر زيات مشهوره دي . هم...

Apr 30, 2021
5,958 views

د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وکړئ؟

ماران ټول زهرجن وي خو ځینې یې تر دې اندازې سخت وي، چې له چیچلو وروسته که طبي مرسته و نه شي انسان له مړینې سره مخ کوي. خو د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وشي؟ لومړی :-- پکار دي چې طـــبي مرستې په کار واچوئ، او هڅه وکړئ خپل ځان او زړه کلک وساتئ، ځک...

May 07, 2021
5,762 views

*اُتمــان خـيل قبیلے کا ارتقائی سفر*

*Evolutionary journey of utmanـkhel Tribe**تحریر و تحقیق !! طارق اتمان خیــل دیر**روزنامه چاند* " *پیر 15 مارچ 2021**مہمان کالم*تــاریخ اقوام کی عروج و زوال، اختیار و اقتدار، کامیابیوں ناکامیوں، رسموں و رواجوں، کا آئینہ ھے. اقوام کی ابتدا کا پتہ لگان...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,495 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...