To start downloading books

Please sign in or create an account.

د زنګون درد لاملونه او د ښه کېدو لارې چارې

د زنګون درد لاملونه او د ښه کېدو لارې چارې

زنګون د بدن یو له اړینو مفصلونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د زنګنونو درد په ډېر عمر لرونکو(زړو) کسانو کې ډېر وي خو ډېری ځوانان هم له دې درده کړېږي.

 

‎د زنګونونو درد شخص، عمر او حالاتو ته په کتو بېلابېل لاملونه لري، خو له اړینو  لاملونو څخه یې لاندیني موارد یادولای شو.

 

‎د زنګانی  سولېدل (ارتروز یا اوستو ارټریټ ) چي شونې ده هلته د مفصل غضروف (د هډوکې نرمي لکه د غوږ هډوکی) یا کپرکی تخریب یا له منځه تللی وي.

‎د مفصلونو ( بندونو ) التهاب  ( ارټریټ ) او یا سولېدل چې د مفصلونو یو ډول روماتیزوم دی او درد د هغه له مشخصو علایمو څخه شمېرل کېږي .

‎د غضروف د نرمي پټيلا(د زنګانه پر سر متحرک هډوکی) دی

‎د زنګانه د شاو خوا عضلو او بندونو زیانونه

‎د زنګانی د مینیسک (کلک غضروفي جوړښت لري چي د زنګانه دننه د کونډیل هډوکې پورته خوا ته موقعیت لري) زیانمنېدل یا پرې کېدل

‎سپورټي زیانونه یا ضربه خوړل

‎د زنګانه د درد هغه لاملونه چي پورته مو یې یادونه وکړه د درملنې لپاره لاندینۍ سپارښتنې کېږي چي خورا ګټورې پایلې لري.

 

‎شونې ده د زنګانه د درد د ښه کېدو لپاره لومړنۍ سپارښتنه د بدن د وزن د کمېدو وي چې دا چاره د زنګونونو پر مفصلونو باندې د فشار کچه تر یوه حده را ټیټوي او د زنګانی شاوخوا عضلو او غضروف ( کپرکی ) ته په زیان اړولو کې کموالی راولي.

 

‎لامبل، یا په اوبو کې تګ را تګ کول د زنګانه د درد له کمېدو سره مرسته کوي خو برعکس دغه لوبې لکه: فوټبال، ټنیس، کرکټ او باسکټبال د زنګانه درد زیاتوي.

 

‎د پښو په سر نه درېدل، په ګونډو او له پلترۍ یا پلتۍ کېناستو څخه ډډه وکړئ، خو که چېرته تاسو مجبوره کېږئ چي په پښو ودرېږئ د ساري په توګه د لوښو مینځلو په وخت کې، نو تاسو ته سپارښتنه کېږي چي تر خپلو پښو لاندې د ۲۰ سانتي مترجګوالې په اندازې یو څه کېږدئ.

 

‎د بدن په نرمښت سره د زنګانی  د درد درملنه:

 

‎په یوه ورځ کې حد اقل د نیم ساعت لپاره په هواره ځمکه په پښو وګرځېږئ، یقینن په غر ختل، په زینو پورته ښکته تلل او تل په هسکه ختل یا ښکته کېدل د زنګانی د درد لپاره زیانمن کار دی.

 

‎نو یو شمېر سپورټي سپارښتنې شته چي د زنګانی د درد په کموالې کې اغېزمن رول لري، ډېری وخت ډاکټران هم د زنګانی  د درد د کموالی په موخه خپلو ناروغانو ته د دغو سپورټي حرکاتو سپارښتنه کوي.

 

‎دغه حرکات چې د وراني  او مفصلونو د څلورو خواوو د قوي کېدو لامل کېږي په لاندي ډول دي:

 

‎په ځمکه یا هم په یوه څوکۍ باندې ښکېنئ او خپله پښه سیده وغځوئ، وروسته پرته له دې چې په خپلو مفصلونو باندې فشار راوړئ پښه مو ښکته پورته کړئ او دا حرکت څو ځلې تکرار کړئ، له څه مودې وروسته به ستاسو د زنګانه په درد کې د پام وړ ښه والی راشي.

 

په ورځ کې حد اقل نیم ساعت خپل خوږمن ځای ته لمر ورکړئ.

 

‎ستنیز طب یعنې اکوپونکټور  (یوه طبي کړنلاره ده چي د درد په ښه کېدو کې اغېزمن رول لري) یوه بله طبي تګلاره ده چي د مفصلونو په دردونو کې خورا مرسته کولای شي، په ډېریو مواردو کې له جانبي عوارضو پرته د Corticosteroid ( د هغو درملو نوم دی چي معمولً د التهابي ناروغیو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي ) ځای ناستی هم کېدای شي.

 

ډاکټر شفیق الله

Related Articles

د الیوت لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړیوالو ادبیاتو په فهرست کې د "الیوت" نوم هم خورا روښانه دی. موږ پدې لیکنه کې تاسو د الیوت د پېژندنې، آثارو او ویناوو په اړه معلومات درکوو. د لیکنې تر پایه به یې په ښه شکل وپېژنئ.   د الیوت لنډ ژوندلیک د نړېوالو او په ځانګړې توګه د انګلېسي ادبیاتو ددې نامتو کره کتونکي او ليکوال پوره نوم توماس الیوت "T.S Eliot" دی. نوموړی...

Essay on Global Warming

Khalid Razique   The last few decades have been monumental when it comes to technological development. Humans have developed systems and machines that make our lives easier. Especially during the early modern period from the early 16th century to as far as the late 18the century, also commonly referred to as “The Scientific Revolution” or “The En...

بریالیتوب ته اړتیا!

لیکنه: هیلِن شاختر ژباړه: عبدالرشید “صمد نجاب” بریالیتوب سره په ډیر ګمان شخص (فرد) د باور وړ او د نورو د ستاینې لاندې راځي. تېر لدې خوند څخه چې مونږ یې د نورو له ستاینې اخلو، هر بریالیتوب پخپله په مونږ کې خوښي او تسلا (رضایت) را مینځ ته کوي. که څه هم لدې بریالیتوب څخه هیڅوک که خبر هم نه وي. بریالیتوب ته اړتیا په دا کچه (اندازه) اړینه ده چې کولای...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...