ارشاد رغاند

 

موږ ټولو انسانانو دا منلې چې انسان د ټولو ژوندیو ژوو ترمنځ عالي دی، او دا ځکه چې انسان فکر کولی شي او د خپل فکر په واسطه د خپل ژوند حالات، محیط، شرایط او اسباب د ځان په ګټه تغیرولی شي.

 

انسانانو د کمون اولیه په دوران کې په سختو محیطي او اقلیمي شرایطو کې ژوند کاوه او هره ورځ له نویو پېښو سره د مخ کېدلو په وجه دوی نوي فکرونه پیدا کول. دغه افکار يې د وسیلو په شکل کې رانغاړل او هره ورځ يې د خپلو ضرورتونو پوره کولو لپاره اسانه لارې موندلې او د همدې تلاش په نتیجه کې نن ګورو چې د کایناتو د تسخیر په لټه کې بریالي مخ په وړاندې روان دي. د دې کوششونو او زیار په نتیجه کې انسانان له طبیعي غارونو څخه راووتل او د سرپناه جوړولو سربېره يې په غذا او لباس کې هم محیط او اقلیم ته په کتلو سره د ځان په ګټه تدریجي بدلون راووست.

 

دا چې انسان ولې له نورو ژوو څخه عالي دی نو علت يې ښايي دا وي چې: انسان په کایناتو کې د مشاهدې په وجه او له پېښو سره د مخامخ کېدلو په وخت د هغوی د خلقت او علت په اړه فکر کوي او د دغه تفکر په نتیجه کې منفي او یا مثبت برداشت پیدا کوي او د عمل په وخت د خپل فکر مثمرتوب او زیانمنتوب ورته څرګندېږي؛ ممکن په کایناتو کې د طبیعي پېښو د مشاهدې په اساس او له هغو څخه انسان ته په متوجه کېدونکو خطراتو انسانان اړ شوي وي چې د لویو پېښو سره د مقابلې لپاره په جمعي توګه هڅه وکړي او دغه محیطي او طبیعي شرایط په ګډه د ځان په ګټه تمام کړي. او د همدې علت په اساس انسانانو ټولنه تشکیل کړه>

 

کله چې انسانانو ټولنه تشکیل کړه نو د ټولنې د ساتنې لپاره مشترک فکر رامنځته شو. او مشترک فکر د فردي افکارو د تبادلې په نتیجه کې تشکیل شو. 

اوس به راشو دې ته چې ولې لیکوالي کوم او یا راته مهمه ده ؟

د دې پوښتنې لپاره ښايي د هر لیکوال ځواب د دوی د پنځونو او افکارو په شان مختلف وي.

 

بیا هم موضوع د انسانانو تر منځ د دوی د خلاقیت او ابتکار په ضعف او قوت راڅرخي.  ټول انسانان یو شان ذکاوت نه لري او د IQ درجه يې متفاوته ده. 

ځینې انسانان فکر پنځوي او د عملي کولو لپاره يې پلان جوړوي، د پلان په عملي کولو کې په ټوله انرژي سره هر اړخیز فکر کوي او په عمل لاس پورې کوي، بله ډله بیا داسې ده چې لکه ماشین صرف د دوی له قوت څخه کار اخیستل کېږي او د پلان په عملي برخه کې د وسایلو په شان ارزښت لري.

درېیمه ډله هغه کسان دي چې له دغه تولید څخه د مادي قېمت په ادا کولو سره ګټه پورته کوي، خو په عین وخت کې ټول د ټولنيز نظم او پرمختګ لپاره ګټور دي.

 

دا چې ولې لیکوالي کوو زما په نظر علت يې دا دی چې غواړو د انساني ټولنې په تنظیم کې سهیم شو، خپل افکار له نورو سره شریک کړو او د سموالي او ناسموالي یا مثمرتوب او ضرر په اړه يې د نورو انساني افکارو غبرګون ووینو.

 

لیک د فکر د انتقال وسیله ده او موږ ځکه لیکل کوو چې غواړو خپل افکار له نورو سره شریک کړو. او د افکارو د پروسس په نتیجه کې چې کوم حقیقتونه پیدا کوو نو غواړو له نورو سره يې د ګټې اخیستنې لپاره مشترک کړو او یا د انساني ټولنو د بهبود لپاره د پدیدو په اړه مشترکه دیدګاه پیدا کړو. همداشان لیکل د کایناتو د ښکلا د تفسیر وسیله هم ده او موږ په دغې وسیلې خپله جمالیاتي تنده هم خړوبولی شو او له ژونده خوند اخیستلی شو. 

 

کله چې لیک ایجاد شو افکارو پراختیا وموندله او فکرونه د نړۍ په سطحه مشترک شول، په همدې وجه انساني ټولنو مشترکات پیدا کړل او په نتیجه کې د ګډې ترقۍ لپاره هڅه او هاند شروع شو، د دې کار ګټه دا وه چې د شرق او غرب او یا د دنیا د هر کونج انسان له بل سره د ارتباط وسیله پیدا کړه او د دغې وسیلې په کارونې سره پرمختګ چټک شو، معلومات او علوم ذخیره شول، د انسان د ښويېدنې مخنیوی وشو او له ناکامۍ څخه د ژغورنې فرمولونه مو پیدا او د نړۍ په کچه مشترک کړل؛ د ګټورو معلوماتو د تداوم زمینه سازي وشوه.

 

همدا شان د انساني مدنیتونو په هر دور کې د ژوند په اړه له موږ وړاندې افکار موږ ته د ذخیرې په توګه راپاتې شول او د تاریخ په بابونو کې مو د وختنیو انسانانو له مثبتو افکارو د ګټې او د منفي هغو له تکرار څخه د راتلونکي لپاره پوهه حاصله کړه.

 

نو لیکل ځکه کوو چې د ژوند په اړه نوې پوهه مو ذهن سکونډي او دا تلوسه را پیدا کوي چې خپل نظر له نورو سره شریک کړو تر څو د خپلو ستونزو د حل په منظور او د پرمختګ لپاره د ګټورتوب په صورت کې ګام پورته کړو.

اوس بله مهمه مسله دا ده چې کوم لیکل، یا څنګه لیکل   ښه لیکوالي ده؛  یا د ښه توب معیار څه شی دی ؟

 

زما په خپل نظر لیکوالي لکه د "کاغذ پراني" لوبه داسې ده! 

موږ په دې لوبه کې له ټولو لمړی باد ته ضرورت لرو، بیا به کاغذ پران تار، د لوبې فضا او نور ضرور توکي پیدا کوو او د باد جهت به معلوو! 

د ښه لیکوال کېدلو لپاره هم لمړی "سوژه" پیدا کول ضروري دي چې له باد سره يې تشبه کولی شو، کاغذ پران، تار او نور ضرور توکي زموږ د لیکنې ګرامري جوړښت، کلمې کارونه او الفاظ ښکلې کوونه ده، د لوبې فضا زموږ مقابل فکر دی چې څنګه لیکل ورته وکړو چې په لوبه کې يې له سیالانو څخه د میدان ګټلو او لوبېدنې له شېوې سره تشبه کولی شو. 

 

په دغه لوبه کې مو باید دې ته پام وي چې باد توپاني نه وي او تر پښو لاندې ځمکه مو د بام ده که هوار میدان ؟

یعنې دا مانا چې دغه سوژه زما لوستونکي ته ګټوره ده که نه، او ماته خو به زیانمنه نه تمامېږي؟

همدا شان کټ مټ لکه د دغې لوبې په شان په لیکلو کې باید د لوستونکي ذهن ته د پوښتنو په واسطه ټکانونه ورکړو چې د ده ذهن له موضوع سره اګاهي پیدا کړي او تاثیر پرې ولرو. 

 

کله چې موضوع شروع کوو د لمړني ټکان په شان کرار کرار د شاربلو، هوا ته پورته کېدلو او وسعت تمرینونه مو په خپل ځای او موقع ترسره کړو او په فضا کې د سعود په مرحله کې مو دې ته پام وي چې څنګه کاغذ پران رانه هوايي نه شي او بېرته يې تر ځانه راټول کړلی شو؛ موضوع باید له اضافي تفصیل خالي وي او هره خبره مو د استدلال په قوت د لوستونکي ذهن ته ننباسو.  کله چې په دې وپوهېدلو چې نور مو موضوع رسولې ده په ارام سره باید کاغذ پران د ځان په لور راټول کړو او په دې وخت کې د خپلو معلوماتو ذخیره په پام کې ولرو.  که ناڅاپه باد راپسې ودرېد نو کاغذ پران به مو په ځمکه راغورځي او د تار ټولول په ځمکه راته خسته کن تمامېږي.  مانا دا چې لیکل په اضافي تفصیل سره بې خونده او د ګټورو معلوماتو په نشتون سره بې نتیجې نه کړو او خپل لوستونکي ته په اخر کې د لوبې خوندوره نتیجه په لاس کې ولرو.