To start downloading books

Please sign in or create an account.

په کومو ځايونو کې بیرغ مهم دی؟

په کومو ځايونو کې بیرغ مهم دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

بیرغ په نړېواله کچه د یو هېواد د نښې او سیمبول په توګه کارول کېږي. همدارنګه ټول هېوادونه په کور دننه ځانګړې سیاسي ډلې لري، چې هغوی ځانته نور بیرغونه هم لرلای شي؛ خو په ټوله کې هر هېواد یوازې یو ملي بیرغ لري، چې پخپلو دفترونو، کنفرانسونو، غونډو او نورو مهمو ځايونو کې ترې استفاده کوي. تاسو به په دې لیکنه کې د بیرغ د کارونې ځايونه وپېژنئ. 

 

په کومو مراسمو او برنامو کې بیرغ مهم دی؟

د یو ملت په توګه باید د هېواد بېلابېل قشرونه او وګړي پخپلو کارځايونو او غونډو کې ملي بیرغ د احترام په پار ولري. په دې برخه کې به تاسو هغه ځايونه وپېژنئ، چې بیرغ پکې مهم رول لرلای شئ.

 

لومړی ـ نړېوالې برنامې 

د هر هېواد چارواکي، چې په نړېواله کچه د خپل وطن نمایندګي کوي، باید په غونډو کې ملي بیرغ موجود وي. په دې برخه کې له مېزي بیرغونو او همدارنګه له لویو بیرغونو ـ چې د ویناوالو شاته وي ـ کار اخیستل کېږي.

 

دویم ـ بهرني سفارتونه

ټول هېوادونه پخپلو هغو سفارتونو کې چې په بل هېواد کې موجود وي، ملي بیرغ له ځان سره لري. د سفارت د خونو ترڅنګ په بېلابېلو غونډو، کنفرانسونو او نورو برنامو کې ګټه اخیستل کېږي. 

 

درېيم ـ دولتي ادارې

په هره دولتي اداره کې باید د هماغه هېواد ملي بیرغ موجود وي؛ دا پر دې دلالت کوي، چې یاده اداره په دولت پورې اړونده ده. همدارنګه د یو ملي ارزښت په توګه باید بشپړ درنښت ورته وشي.

 

 

څلورم ـ فرهنګي او ادبي غونډې

که څه هم د ملت سازۍ لپاره په ټولو ګټورو برنامو کې بیرغ خورا مهم دی؛ خو په ځانګړې توګه په ادبي او فرهنګي غونډو کې باید حتما بیرغ موجود وي. ځکه چې په دې ډول غونډو او ناستو کې ولس ډېر وي او بايد ولس ته د بيرغ د اهميت فکر ورکړل شي.

 

پنځم ـ تلویزیوني برنامې

که څه هم په هرډول تلویزیوني برنامو کې د بیرغ شتون مناسبه نه برېښي؛ خو په ډېرو مهمو ادبي او فرهنګي برنامو کې که بیرغ موجود وي، کېدای شي عام وګړي ډېر متاثر شي او له بیرغ سره یې مینه پيدا شي.

 

شپږم ـ نظامي ځايونه

له پورته ټولو مواردو سره ـ سره په نظامي برخه کې خورا کلیدي رول لري. نظامي روزنځايونو، قومندانيو، پوستو او ورته ځايونو کې بیرغ خورا مهم دی. په دې ځايونو کې د مورال، قوت او خپلواکۍ د نښې په توګه باید بیرغ ورپېږي. 

 

اووم ـ سرحدي بندرونه او سيمې

سرحدي بندرونو کې هم د خپلې خاورې د نمایندګۍ په موخه باید بیرغ موجود وي. دا برخه خورا مهمه او د پام وړ ده. په سرحدي سیمو کې لوړ او ښکلي بیرغونه یو هېواد له بل څخه بېلوي.

Related Articles

د ام روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ام یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پیدا کېږي. ددې مېوې د ودې اصلي ځايونه ګرمې سیمې دي، چې د ام ونې پکې ښه وده او تکثر کوي. لکه د نورو ټولو مېوو "ام" هم خپلې روغتيايي ګټې لري. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر پوه شئ.    د ام روغتيايي ګټې د اوړي په را رسېدو سره په بازار کې د ام خرڅلاو هم پیلېږي. دې مېوې ته پ...

خوښي د غم په تيږه

#خوښي_د_غم_په_تيږهښکلی لیکنه حتمن یی یو ځل ولولی!!د انسان د عصبي حجرو ترمنځ د سیروټونین (serotonin)  په نامه یوه ماده افرازېږي چې یو نیوروټرانسمېټر دی. د دغې مایع ترشح انسان خوښ ساتي او موډ یې سم وي. که سیروټونین کم شي انسان په ژور خپگان یا ډیپریشن اخته کېږي. د رواني ناروغیو ډاکټران د ډیپریشن ناروغانو ته داسې درمل ورکوي، چې د هغوی په مغز کې بېرته د...

د نوي کال ناکامې ژمنې

ایا نوي کالونه د بدلون ځانګړي جادو لري؟ ستاسې ځواب هو او نه دواړه کیدی شي. نوی کال هغه وخت دی چې خلک د خپل ژوند په اړه فکر کوي، ځان سره حسابونه کوي، او نوي پلانونه جوړوي. خلکو کې د بدلون جذبه ډیره لوړه وي، عبادت ځایونه، کتاب پلونځي، د زده کړو مرکزونه او ورزشي کلبونه له خلکو ډک وي. هر څوک هڅه کوي چې له نویو عادتونو سره نوی کال پیل کړي.   خو دا جذ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...