د سوسياليزم (Socialism) مفهوم اومعني:

په ټوليز باور سر ه(Social) له  فرانسوي کلمې څخه اخيستل سوی چي دټولني معنا او لاتيني ريښه لري.

دسوسياليزم اصطلاح دلومړي ځل لپاره دفرانسوي مفکر (سن سيمون) له خوا په (۱۸۳۰م) کي  کارول سوی او دانګليسي (رابرت اوون) لخوا  دود سوی،سوسياليزم يو سياسي غورځنګ او سياسي مکتب دي چي هدف يې دټولنيز سازمان ايجاد دی چي دخلګو په ګټه وي  په دې سيسټم کي  ټولي سياسي اقتصادي ،صنعتي فابريکي ،دتګ راتګ وسايل (ترانسپورت) ،بانکونه او ټولي چاري  د دولت په کنټرول کي وي ،په واقعيت کي سوسياليزم يوډول ټولنيز سيسټم دی چي دټولني و ګټوته اوليت ورکوي او د افرادو ګټي نه مني ،طبقاتي ويش او وګړيزه برابري نه مني او په ټولنه کي  د مساوات او برابرۍ له مخي دولتي سياست عياروي ،دخصوصي ملکيت شتون نه مني او ټولي اقتصادي ،سياسي او ټولنيزي چاري د دولت په کنټرول کي وي ،سوسياليزم دعمومي خدماتو،ښووني او روزني،روغتيا ،ترانسپورت ،اوبو ،برېښنا ،لوړوزده کړو چاروته زياته توجه کوي.

 

دسوسياليزم رامنځته کيدل او بدلون:

کله ناکله سوسياليزم او کمونيزم يو شان ګڼل کيږي ،چي دا يوه تيروتنه ده ،که څه هم ټول کمونيستان ځانونه سوسياليستان ګڼي ولي ټول سوسياليستان بيا کمونيستان نه دي .دسوسياليزم تاريخي لرغونتوب و پخواني يونان ته ور ګرځي ،لومړني فيلسوفانو سوسياليستي افکار وړاندي کړي ؤ.افلاطون دجمهوريت په کتاب کي شتمني دټولومال ګڼلي،په (۱۶م) پيړۍ کي انګليسي (توماس مورو)له يو توپيايې(خيالي) ټولني څځه يادونه وکړه او خصوصي ملکيت يې ناقانونه وګاڼه،له امکاناتو او وسايلو څخه دټولو له خوا داستفادي پر حق يې ټينګار وکړ، سوسياليستي اندونه په مختلفو پړاونوکي په عملي  او  اجرا سویډول تجربه سويدي،ولي تر صنعتي انقلاب وروسته په اروپا کي کار او د کارګر تر رامنځته کيدو وروسته پر يو سياسي عملي مکتب او اند بدل سو او ډيري سياسي ټولني  او اقتصادي پلويان يې پيداکړل ،د (۱۹م) پيړۍ په منځنيو کي  په فرانسه کي سن سيمون او په انګليستان کي رابرت اوون د سوسياليزم لپاره ډيري هلي ځلي وکړي ،حتی رابرت اوون په عملي ډګر کي دکمونونو(ګډوټولنو)په جوړولو هم پيل وکړ. د(۱۹م) پيړي په نيمايي کي کارل او فريد ريک انګليز پخواني  سوسياليستان تر نيوکي لاندي ونيول او دعملي سوسياليزم طرحه يې وړاندي کړل ،انقلاب يې حتمي او دسوسياليزم بريالۍ بڼه وګڼله، په ټوليز ډول سوسياليزم د (۱۹م) پيړۍ ښکارنده ده، چي له ليبراليزم سره دمخامختيا او ټکر له مخي رامنځته سوی.

 

په (۲۰م) پيړۍ کي په اسيا،لاتينه امريکا او افريقا کي سوسياليستي اندونه په هغو هيوادو کي رامنځته او پرمختګ يې وکړچي دپانګوالي هيڅ سيستم او تجربه يې نه لرله،سوسياليزم د شلمي پيړۍ په وروستيو کي  له کورني کړکيچ سره مخ او له همدي کبله له منځه ولاړ .دا خوځښتونه په (۱۹۸۹-۱۹۹۱م)کي په ختيځه اروپاکي  دانقلابونواو بدلونونو لامل سول،چي کمونيزم يې سقوط سره مخ کړ،ددي پر ځاي چي سوسياليستان  دلويديځ له ټولنيزي ډيموکراسي سره تړاو پيداکړي ،کله له پارلماني سوسياليستانو ،کله له محافظه کارانو سره او کله نا کله هم ليبراليستي عقايدو منلو ته تو جه وکړه .دسوسياليستانو داډول کړني او اصو ل دسوسياليستانو لخوا تر نيوکي لاندي راغلل.

 

دسوسياليزم اصول او ارزښتونه:

  • ۱ــ ټولنه:سوسياليزم دوګړي پر ځاي دټولني پر اصالت ټيګار کوي او تل هڅه کوي  چي شتمني او واک په ټولنه کي دټولني دوګړو ترمنځ په ټوليز ډول وويسي.
  • ۲ ــ همکاري:دسوسياليستانو له نظره انسان ټولنيز موجود دي او ترمنځ يې اړيکي په مرسته  او همکاري  ولاړي دي د دوي په اند دوګړو ترمنڅ سيالي کيداي سي  دوګړو ترمنځ ټکر رامنځته او يو دبل د لمنځه وړلو لامل سي.
  • ۳ ــ داړتياؤ تأمين:دسوسياليستانو له نظره دوګړو دغوښتونو او اړتياؤ تر منځ بايد توپير وسي ،اړينه اړتيا رفع کيدو ته اړتيا لري اماغوښتني د شخصي موضوعاتو،فرهنګي او ټولنيزو لاملونو له امله شکل نيسي .
  • ۴ــ ګډملکيت:سوسياليستان معمولاًخصوصي ملکيت او آزاد رقابت نه مني ،موخه يې پانګه ده نه د وګړو عادي لوازم لکه:لباس،کور... ددوي په اند دخصوصي ملکيت ګټه ناعادلانه ده ځکه توليد دوګړو دګډو هڅو محصول دي اما ګټه يې ټاکلي افردو ته رسيږي  دوهم داچي دخصوصي ملکيت شتون دوګړو ترمنځ دکينې دراپيداکيدو لامل کيږي.

دسوسياليزم ډولونه:

دسوسياليزم تر سرليک لاندي پراخ صنفي او فکري جريانونه لوستل کيږي لکه:ليبراليستي سوسياليزم،مارکسيستي سوسياليزم،عملي سوسياليزم،صنفي سوسياليزم...خو په مجموع کي په (۲۰م) پيړۍ کي دسوسياليزم دوه ډولونه زيات مطرح او دسياسي جريانونو د بنسټ او جوړښت او د بدلونو لامل سوی:

۱ ــ انقلابي سوسياليزم:پخوا ډيرو سوسياليستانو عقيده لرل چي يوازي انقلاب کولاي سي سوسياليستي ټولنه رامنځته  او دپانګوالي ځاي ونيسي  او منلي يې وه چي په انقلاب کي  تاو تريخوالي او مرګ ژوبله دانقلاب ځانګړنه ده چي ددي نظريې لومړني پلوي فرانسوي مفکر اوګوست بلانکي ؤ،چي نوموړي وړانديز کړي ؤ ،چي کارګري توطيه کوونکي ډله جوړه او سياسي واک ترلاسه او طرحه عملي کړي له بلوه پلوه مارکس او انګلز هم دانقلاب وړاندوينه وکړل ،چي کارګري طبقه بايد په انقلاب کي ګډون وکړي ترڅو کاپيټاليزم له منځه ولاړ سي.

لومړني سوسياليستي انقلاب په (۱۹۱۷م) کي په روسيه کي  دلينن په مشري د بلشويکانوژمني او منظمي ډلي لخوا تر سره او واک يې تر لاسه کړ.

 

۲ ــ تکاملي (بشپړتيايې)سوسياليزم:له پخوانيو سوسياليستانو سره انقلابي فکر پر ځاي پاتي ؤ ،چي په (۱۹م) پيړۍ کي دلويدځي اروپا په پانګوالو هيوادونو کي ولسي پاڅونونه لږ سول ،کاپيټاليزم د بشپړتيا په حال کي ؤ ،د(۱۹م) پيړۍ په وروستيو کي د کارګرانوپه ژوندانه کي بدلونونه راغلل او ژوند يې تر پخوا ښه شو ،ښايې کارګرو د انقلاب له فکر سره مخه ښه وکړل  يا د نقلابي فکر ماهيت له مينځه ولاړ، دکار په مقابل کي اجوره يې زياته سول ، دکارګرانو دګټو دتأمين په موخه سياسي کارګري ګوندونه،صنفي اتحاديې او ټولنيز سازمانونه  د جوړولو له لاري  په صنعتي ټولنه کي د اړيکو تأمين او امنيت د ټينګښت له امله تر روزني لاندي راتلل او په ټولټاکنو کي کارګروته د رايې دحق ورکړه  ددي لامل شوه چي سوسياليستان د تاوتريخوالي څخه لاس په سر سي  او دي ته يې ژمن کړل چي کولاي سي له انقلابي کړنو سربيره هم خپلو سوسياليستي ارمانونو ته د تحقق لپاره مبارزه وکړي او يوه سوسياليستي ټولنه جوړه کړي.

 

په ټوليزه توګه تکاملي سوسياليزم   په لويديځه اروپا کي  ډير پلويان لرل په غالب ګمان  دلومړۍ نړيوالي جګړي  په اوږدو کي سوسياليستي فکري جرياناتو  له انقلابي سوسياليزم څخه فاصله ونيول  او تکاملي سوسياليزم ګروهمن سو.

 

دسوسياليزم برخليک:

په اوس وخت کي په هر ځاي کي د سوسياليزم د مرګ اودسوسياليزم دپالني د سياستونو د پاي خبري کيږي چي دليل يې د (۱۹۸۹ ــ ۱۹۹۱م) کلونو د سوسياليستي هيوادونو پاشل کيدل  او د شوروي اتحاد له مينځه تګ را ښيې.

اوس په چين کي سوسياليستي دولت دي چين دوسياليزم تر څنګ يې آزاد بازار ته هم لاره پرانيستي پرې ايښې او نورو سوسياليستي هيوادونو هم د سوسياليزم د اوصولو څخه فاصله نيولي او دليبراليزم ارزښتونو ته نږدي سويدي . امريکايې سياسي تاريخ ليکونکي فرانسس فوکو ياماهم د سوسياليزم د مرګ او دليبراليزم  دبرياليتوب خبره کړي خو يو موضوع ته بايد زياته پاملرنه ولرو چي دسوسياليز دلمنځه تلو خبره يوازي دانقلابي مارکسيستي سوسياليزم په باب صدق کوي نه د سوسياليزم دنورو ډولونو په هکله،کله چي په ختيځه اروپاکي انقلابي سوسياليزم و پاشل سو، ولي په لويديځه اروپا کي بيا سوسياليست پلوه ګوندونو يوپه بل پسي واک ترلاسه کړ، په انګلستان کي کارګر ګوند واک ته ورسيدي  او په آلمان کي دالمان سوسيال ديموکرات ګوند دواک چاري سمبال کړي همدا شان په فرانسه ،ايټاليا  او هسپانيا کي  دسوسياليست ګوندواک ته رسيدو او بدلونونو شاهدان ؤ.

دډيرو مفکرينو په  اند ايډيالوژي  لوړي او ژوري لري ،د اديډيالوژي تر پرځيدو وروسته د جاذبي ځواک يې نوي کيږي له سره ساه اخلي او دبل ځل لپاره رامنځته کيږي. 

 

دسوسياليستي حقوقو خپلواکي:

د سوسياليستي حقوقو اصالت اواستقلال په اړه دتطبيقي حقوقو علماوو ترمنځ دنظر اختلاف وجود لري .مثلاً : امريکايې او انګليسي حقوقو پوهان سوسياليستي حقوق د رومي ــــ ژرمني حقوقو يو ډول باله ، چي ديوخپلواک حقوقي نظام لپاره داړينو مشخصاتو نه درلودونکي دي . له دوهمي نړۍ والې جګړې ورسته د سوسياليستي حقوق خپلواکي دنړۍ وال عدالت ديوان ته دشوروي ځينو قاضيانو دانتخاب له لار ې په رسميت وپېژندل سوه، ځکه دعدالت ديوان داساسنامې د ۹ مادې مطابق قاضيان بايد په داسې ډول انتخاب سي ، چي دټولو تمدنونو او اصلي حقوقي نظامونو استازې وي.

 

دپخواني شوروي اتحاد په پاشل کېدو اود ختيځ بلاک هېوادونو په خپلواکۍ سره د سوسياليستي حقوقو اهميت ، اقتدار او قلمرو په شدت سره کموالي پيداکړ ډېرو هيوادونو رسماً سوسياليستي حقوق څنګ ته کړل او ځينو نورو بيا په هغې کي جدي اصلاحات منځ ته راوړل ، حتی په چين کي ،چي تراوسه رسماً له سوسياليستي حقوقو څخه نه دي څنګ ته سوی په دغه هيواد کي د سوسياليستي حقوقو ډېري مشخصات تغير کړي دي او اقتصادي ازادي او شخصي ملکيت ترزيات حد پورې رسميت پيداکړي دي.

نوپه دې اساس نن ورځ سوسياليستي حقوق ديوخپلواک حقوقي نظام په توګه زيات له دې نه ،چي واقعيت وي يوه تاريخي پيښه ده.

 

دسوسياليستي  حقوقو کړنې:

• لمړۍ کړنه يې دملي امنيت ساتنه ده : ددغي مکتب په باور ، د سوسياليستي هېوادونو دکاپيټاليزم له لوري چاپيرته  اوهمدارنګه دهغوي د سوسياليسم دنابودي پريکړې ته په پام سره ، ددولت قدرت بايد ترټينګار لاندي ونيول سي اونه يوازي بايد ددولتي دستګاه له کمزورتيا څخه ډډه وسي بلکي په هروسيله سره ،چي ممکن وي دهغې په تحکم او قويتوب باندي لاس پورې کړي.

 

• دحقوقو دوهمه کړنه: د سوسياليسم داصولو پر مبناباندي دتوليد دپراختيا لپاره نوي اقتصادي نظم ايجاد دي ، چي دتوليد نوي برخه ترډېره دټولو اړتياوو دپوره کولو لپاره ده.

 

• دحقوقو درېمه کړنه :  دخلګو لارښوونه او تربيت دي ، ترڅو له کاپيټاليستي افکارو اورفتارونو څخه تېر سي اود سوسياليستي افکارو اورفتارونو په لوري سوق سي.

 

دشوروي اتحاد له پاشل کېدو څخه مخکې سوسياليستي حقوق:

 د (۱۹۱۷ ) م کال داکتوبر له انقلاب څخه ورسته په روسيه کي ټول موجود قوانين  لغوه سول او دمارکس اوانګلز دفلسفي افکارو پربنسټ نوي حقوقي نظام رامنځته سو.دمارکسيسم ـــ لنينيسم  ايډلوژي په ټولو چاروکي دهغې له جملي نه په حقوقو باندي حاکمه سوه. ددغې ايډلوژي مطابق کلتوري، مذهبي مسايل ، عقايد ، اداب  او رسوم اودهغي له جملي حقوق داقتصادي شرايطو او توليد عواملو تابع دي .حقوق يو روبنايې امر دي ، چي دقدرتمندانو دګټو له ساتلوڅخه پرته بل رول نه لري.

 

هغه کسان چي د توليد عوامل په تملک کي لر ي دخپل موقيعت دساتلو اوپه کمزوريوطبقاتو باندي دفشار داعمالو نه له حقوقو څخه برخمن کيږي ،نو په دې اساس داسې ډول حقوق يواز ې دحاکمې طبقي له نظره عادلانه دي ، له دغي ليد نه حقوق دهغوکسانو دخدمت وسيله ده، چي حکومت يې په لاس کي اخيستي اود توليد عوامل په اختيارکي لري .دمارکسيسم ـــ لنينيسم دايديولوژي مطابق ټولنه په داسي ډول سازماندهي اوتعديليږي ،چي وکولاي سي دتوليد له موجودو عواملو څخه حداکثر ګټه واخلي.

 

همدارنګه دکاپيټاليسټي دوره سوسياليسم ته منتقل کيږي ، ځکه کاپيټاليسټي نظام په خپله دکارکوونکو او زحمت کښونکودطبقې دپراختيا سبب ګرځيدلي او دورني تضاد ته زياتوالي ورکوي . چي په نهايت کي په ټولنيزو انقلابونو او سوسياليسم باندي اوړي ،چي دډېرکار او توليد په لټه کي دي . دتاريخي جبر دنګرش پربنسټ ،مارکس ،انګلز او لينن باور درلود، چي له ويرې اوشک پرته به سوسياليسم په کاپيټاليسم باندي بريالي سي. 

 

دشوروي اتحادتر پاشل کيدو وروسته سوسياليستي حقوق:

دشوروي اتحاد په پاشل کيدو سره په (۱۹۹۱م) کي دغه هيواد په (۱۵) خپلواکو هيوادونو باندي بدل شو.دغو هيوادونو له نورو سوسياليستي  هيوادونو سره يواځاي په اقتصادي ،سياسي ،کلتوري او تولنيزو برخو کي نوي 

سياستونه خپل کړل،

 

چي عمده ترين يې په لاندي توګه دي:

  • ــ دمتمرکز اقتصاد څنګ ته غورځول ،ددولتي کنترول کموالي او د ازاد بازار دسياست خپلول.
  • ــ ددولتي شرکتونو دمالکيت انتفال خصوصي برخي ته.
  • ــ دازاد بازار داقتصاد داداري  او لارښووني لپاره داړينو تشکيلاتو او نهادونو رامينځته کول.
  • ــ دنويو اقتصادي ،سياسي ،کلتوري او ټولنيزو شرايطو سره تناسب  دقوانينو وضع کول او اصلاح کول.

 

ليکنه: احمد خالد وحدت