لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د تاریخ په اوږدو کې پښتانه په بېلابېلو پلمو او نومونو رټل شوي، وژل شوي او له صحنې لرې ساتل شوي دي. له مقدوني سکندر، چنګېز خان او بابر نه نيولې تر پاکستاني پوځ پورې ټولو خپله برخه ظلم او تېری کړی دی. یو له دغو لویو غميزو "د بابړې پېښه" ده. تاسو به په دې لیکنه کې د دغې تراژیدۍ په اړه لا ډېر پوه شئ. 

 

لنډه تاریخچه

د پاکستان د خپلواکۍ لومړنۍ کالیزې نمانځلو ته چمتووالی روان و؛ پرېکړه دا وه، چې د آګسټ پر "۱۴" به د یو جوړ شوي هېواد (پاکستان) د خپلواکۍ ورځ نمانځل کېږي. دا وخت د "۱۹۴۸زیږدیز" کال د آګسټ میاشت وه؛ خو له دې نېټې دوه ورځې وړاندې پر پښتنو لویه غميزه تېره شوه.

کله چې پاکستان رامنځته کېده په دغه وخت کې ډاکټر خان صاحب* (* ـ د باچا خان مشر ورور) د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر (واکمن) و. کله چې علي جناح د جوړ شوي هېواد چارو واګې ترلاسه کړې نو تقریبا اته ورځې وروسته یې ډاکټر خان صاحب په دې پلمه له دندې ګوښه کړ، چې د پاکستان بیرغ پورته کولو په مراسمو کې یې ګډون نه دی کړی.

که څه هم حکومت د باچا خان ورور له دندې لرې کړی و؛ خو باچاخان ویل د خدایي خدمتګارانو تحریک مطلق ټولنیز او اصلاحي حرکت دی؛ نو ځکه یې په حکومتي غونډو کې هم ګډون کاوه. خو د جون په پنځلسمه له خپل زوی او ملګري سره ونیول شو. په دې توګه ددوی له خوا نوی جوړ شوی ګوند "پیلز پارټي" هم له منځه لاړ. په دې وخت کې عبدالقیوم خان د صوبه سرحد مشر و. خدایي خدمتګارانو ډله یې غیر قانوني وبلله. ددې خلکو نیول یې قانوني کړل او ورسره به یې د نیول شويو کسانو ځمکې او جایدادونه هم ظبط کول.

دوی په دې لړ کې د خدایي خدمتګارانو سرلاري هم ونیول. چې "ډاکټر خان صاحب، باچاخان، ارباب غفور او ګڼ نور مخور کسان" په کې شامل وو.

 

د غميزې داستان

د خپلو مشرانو د نیولو پر ضد خدايي خدمتګارانو د احتجاج پرېکړه وکړه. د "۱۹۴۸م" کال د آګسټ پر دولسمه ډلې ـ ډلې پښتانه د خیبر پښتونخوا د چهارسدې په بابړه میدان کې راټول شول. ویل کېږي په دې غونډه کې شاوخوا پنځه ويشت زره خلکو ګډون کړی و. دا پښتانه بې وسلې وو، ساده خولۍ یې پر سر وې او څادرونه یې پر اوږو وو. د خپل حق غوښتنې په پار را ټول شوي وو؛ خو سیمې ته له وړاندې پولیس او پوځ ور استول شوي وو. کله چې مظاهره پیلېده د وخت حاکم "عبدالقیوم خان" پر بې وسلو لاریون کوونکو د ډزو امر وکړ. په دغه ټولوژنه کې تر شپږ سوو ډېر پښتانه ووژل شول. چې مېرمنې هم په کې وې. آن له پېښې وروسته په دولتي روغتونونو کې پښتنو ته د درملنې اجازه هم ور نه کړل شوه.

د معصومو پښتنو قاتل (عبدالقیوم خان) به ویل: "خدایي خدمتګاران بختور وو، چې له پوځ سره ګولۍ (مرمې) خلاصې شوې؛ ګنې یو به هم ترې روغ نه وای تللی." 

ویل کېږي، آن خلکو خپل مړي په پټه ښخ کړل. همدارنګه د مړو له کورنیو به یې د مرمیو تاوان هم اخیسته. دوی غوښتل په دې توګه د پښتنو د حق غوښتنې غږ د تل لپاره چپ کړي.

خو له نېکه مرغه په اوس وخت کې پښتانه په کوزه پښتونخوا کې په شعوري توګه د خپلې حق غوښتنې لاره تعقیبوي. هر کال د اګسټ دولسمه د تورې ورځې په توګه نمانځي.

د سولې، عدالت او حق غوښتنې فکر لا پیاوړی شوی دی. ورځ تر بلې دا مبارزه پر رنګه کېږي او پښتانه د سیاست له لارې خپل حق او حقوق غواړي.