لیکنه ـ ریاض مقامزی
په دې ورستیو کې د بیان آزادي له ګرمو موضوعاتو څخه ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې ډېر بحثونه کېږي. پر دې برخې قیودات خلک اندېښمن دي. تاسو به په دې لیکنه کې پوه شئ، چې د بیان ازادي څه ته ویل کېږي.
د بیان آزادي
د انسان د بدن ټول غړي بې مقصده نه دي پیدا شوي. الله "ج" انسان ته ژبه، خوله او د خبرو کولو وړتيا ددې لپاره ورکړي، چې وکولای شي وغږېږي، نظر ورکړي، غوښتنه وکړي او خپل حاجت پوره کړي. کله چې دا کار پرته له وېرې او خطر ترسره شي، د بیان ازادي بلل کېږي.
د بیان د ازادۍ په اړه په افغانستان کې د ژورنالېزم بنسټګر "محمود طرزي" په دې اړه وايي، بيان ازادي د ښو او بدو ليكنو په خپرولو پورې تړاو نه لري؛ بلكې د بيان ازادي هغه ده، چې څه مو زړه غوښتي وي، هغه خپاره كړو او قضاوت يې لوستونكو ته پرېږدو.
له دې نظر څخه معلومېږي، چې د بیان په آزادۍ کې هېڅ قید نشته. دا به بېل بحث وي، که څوک له دې ازادۍ ناسمه ګټه پورته کوي. خو پخپله د بیان ازادۍ په کوم قید کې نه شي راتللای. کله چې یو څوک وغږېږي او نظر ورکړي، نو بیا قضاوت خلک کوي، چې ښه یې وویل که بد.
د حقوق بشر قانون نولسم بند د بیان ازادۍ ته داسې نغوته کوي:«هر څوک کولای شي له وهم او وېرې پرته خپل باورونه په هره طریقه چې وغواړي، بیان کړي.»
که تعریف ته ځير شو نو یوه بله مسله هم پورته کېږي. هغه دا چې د "بیان ازادي" د وینا ترڅنګ نورې ټولې هغه طریقې هم پخپل ځان کې رانغاړي، چې په مرسته یې موږ خپل نظر څرګندولای شو. مثلا د یو انځور، لیک او یا هم د اشارې له لارې د خپل فکر، عقیدې او باور څرګندول هم د بیان آزادي ګڼلای شو.
کومو ټکو ته پام وکړو؟
ځينې خلک له دې حق څخه ناوړه استفاده کوي. په دې معنې چې د بیان د آزادۍ له نامه څخه ګټه پورته کوي او ستونزې جوړوي. موږ او تاسو د یو لوستي وګړي په توګه له دې کړنو ځان وساتو:
- ـ د نورو توهين
- ـ د نورو په شخصي ژوند کې مداخلت
- ـ د بل دین توهین
- ـ د درواغو خپرول
- ـ نفاق ته لمن وهل
- ـ خلک ناوړه اعمالو ته هڅول
- ـ پرته له تحقیق څخه د یو نظر څرګندول