ډیپریشن (ژور خفګان) او درملنه یې

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 28, 2021
4 years ago
6,710 views
ډیپریشن (ژور خفګان) او درملنه یې

هره هغه کړنه، چې پرله پسې تکرارېږي او د انسان په روان منفي تاثیر وکړي، رواني ناروغي ګڼل کېږي. رواني ناروغي یو جسمي احساسي غبرګون دی، چې د پېښې په مقابل کې هغه وخت منځ ته راځي، کله چې د انسان اړتیاوې زیاتې او امکانات کم وي، نو دغه ډول ناروغي رامنځته کېږي.

د روانشناسانو له قوله: د اوږدو سریالونو کتل او د موبایل اوتلویزیون استعمال، چې له اته ساعتو څخه زیات سي، هم د رواني ناروغۍ سبب کېږي. کله په تقدیر د انسان ایمان کم شي او کله چې یوه منفي خبره تر یوې اونۍ پورې دانسان په ذهن کې تکرار شي نو دغه ډول ناروغي رامنځته کېږي.

زمونږ په هېواد کې د جګړو او فقر له امله زمونږ ګڼ شمېر هېوادوال له دغه ډول ناروغۍ سره لاس اوګریوان دي، دا یوه داسې ناروغي ده، چې هیڅ دانسان په واک کې نه ده. که چېرې د یو انسان لاس زخمي شي، شاید ټول ورسره مرسته اوګوزاره وکړو؛ خو له دغه ډول ناروغ ددې پرځای چې مرسته وشي، زیاتره د کورنۍ او خلکو له خوا تهدید کېږي؛ خو نه! داسې باید ونه شي او مرسته ورسره وشي. ناروغ ته باید خپلې منابع په ګوته شي؛ ځکه هرانسان حتمي له شپږو بشري منابعو څخه یو یا څو حتمي لري، لکه اقتصادي، کورني، فرهنګي یا اجتماعي زده کړې، طبعي او معنوي. که څه هم دغه ناروغي خطرناکه ده؛ خو علاج یې ناممکن ندی اوحل لاره لري:

  • په ځان باورلرل. 
  • په تقدیر ایمان لرل. 
  • زیات عبادت کول. 
  • غوره دوست لرل. 
  • د قران تلاوت کول.  
  • په اونۍ کې د یوې ښکلې منظرې لیدنه کول.  

ناروغ ته تنفسي، جسمي او روحي تمرینات ورکول، یعنې روحي تمرینات ناروغ ته داسې شیان تصورکول، چې ناروغ ورسره مینه لري، ناروغ ته داسې موقع برابرول او داسې ځایونو ته وړل، چې ناروغ ورسره په راحت کې وي، د ناروغ سره خبري کول دهغې خبرو ته ارزښت ورکول هم د ناروغ سره مرسته ده او د ناروغ رواني فشار کموي. 

هغه خواړه چې موږ سره په خوشحاله ساتلو کې مرسته کوي. 

⑴ پیاز که یو دانه غرمه او بل ماښام د ډوډۍ سره وخوړل شي زیاته ګټه کوي. 

⑵ که یو دانه مڼه د پوستکي سره د ورځې وخوړل شي زیاته ګټه کوي. 

⑶ که یوه کاشوغه ملخوزې او یوه کاشوغه شاتو سره ښه ګډ شي او وخوړل شي زیاته ګټه کوي. 

⑷ ادرک په اوبو کې وایشوئ په خوږولي یې خواږه کړئ د خوب څخه مخکې یې وڅښئ. 

⑸ یو ګیلاس شیدې په شاتو خوږې کړئ د خوب څخه مخکې یې وچیښي.

 

په لږ او ډېر ايډيټ سره له ټولنیزو پاڼو

Related Articles

Jan 21, 2022
5,477 views

باچا خان څوک و؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري باچا خان څوک و؟   باچا خان هغه شخصيت و چې تل یې د ټولنې د پرمختګ او ښه والي په اړه فکر کاوه او د ټولنې د وګړو او په ځانګړې توګه د نجونو پر مخ یې د پوهې دروازې پرانیستلې او د نجونو د پوهنې له مخې یې خنډونه لرې کړل. ن...

Jul 06, 2020
3,365 views

په سرمایه ګزاري کې ولې تاوان کوو؟

هر سرمایه ګزار غواړي چې د خپلې سرمایې له لګولو زیاته ګټه وکړي. د سرمایه ګزاري یو تر ټولو مهم هدف همدا دی چې ګټه وکړي خو له ګټې مخکې باید په دې فکر وکړي چې سرمایه څه ډول او په کوم ځای کې په مصرف ورسوي چې ګټه تر لاسه کړي.په د لیکنه کې یوازې په د رڼا اچ...

May 12, 2023
1,503 views

ساختماني پروژو کې د خطر مديريت

په ساختماني پروژو کې د خطر مديريتRisk Management in Construction Projectsعبادالرحمن مهربان؛د لغمان پوهنتون انجنيرۍ پوهنځي استاد د ساختماني پروژو پلي کول له خطره ډک یو کاروبار دی. څرنګه چې هره ساختماني پروژه په خپل جوړښت کې یواځینۍ وي او همدارنګه هره...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,797 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,155 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,076 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...