لومړنی افغان ستورمزلی "عبدالاحد مومند" وپېژنئ

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 31, 2021
4 years ago
3,800 views
لومړنی افغان ستورمزلی "عبدالاحد مومند" وپېژنئ

پرون مې په یوه کتاب کې د عبد الاحد مومند د فضایي سفر یونلیک د (نه روز درکیهان) په نوم ولوست، خوشحاله شوم چې مومند صاحب خپله فضایي سفرنامه هم لیکلې ده. ٣٣ کاله دمخه فضا ته د لومړني افغان سفر د افغانستان لپاره ستر ویاړ دی چې له بده مرغه د جګړې په لوګیو دا ویاړ هم را څخه هیر غوندي شوی دی. لاندې د لومړني افغان ستورمزلي پیژندنه او د فضایي سفر په اړه لیکنه ده چې څو کاله دمخه مې لیکلې وه:
 لومړنی افغان کیهانورد وپیژنئ
 لومړنی افغان کیهانورد یا ستور مزلی  ښاغلی عبدالاحد مومند و، چې په ۱۹۸۸ میلادي کال کې یې د وخت د شوروي اتحاد په تخنیکي مرسته فضا ته پرواز وکړ.
 عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹میلادي کال دنومبر دمياشتي په لمړۍ نیټه د غزني ولايت د اندړو ولسوالي د سردې د کلي  د محمد سرور په متدينه کورنۍ کې دنياته سترگي غړولې دي .ابتدايه زده کړې يې د سردې کلي په ابتدائيه ښوونځي او وروسته د غزني  دسلطان شهاب الدين ليسه کي شامل سوی اوبيا یې د کابل په حبيبه  ليسه کې زده کړوته دوام ورکړ چي په ((۱۹۷۶))کال دحبيبې دليسې نه فارغ اودکانکورتر آزموينې  وروسته د کابل د پولي تخنيک انستيتوت  کې  دجيولوجي په انستيتيوت کي عالي تحصيلاتوته دوام ورکړ .
 ښاغلی مومند په ۱۹۷۸ کال د پيلوټۍ په برخه کې دزده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل شو، چي په ۱۹۸۱ کال  یې  دکراسنودار اوکيف  په  پوځی هوايي مسلکي مکتب کې  د پيلوټۍ په برخه کې مسلکي زده کړي  په برياليتوب سره پاي ته ورسولې او وطن ته راستون شو .
 ښاغلى عبدالاحد مومند هيواد ته له راستنيدو وروسته او له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۴ کال پوري  د بگرام په هوايي ډگر کې د هوايي قواوو د پيلوټ په توگه دنده سرته رسوله . د ۱۹۸۴ کال نه  تر ۱۹۸۷ کال  پورې د لوړو اومسلکی زده کړو لپاره دوهم ځل د اوکراين هيواد د کيف په ښارکي د يوري گاگارين په نوم پوځی هوايي اکاډمي  کې عالي اومسلکي تحصيلات وکړل  .
 په ۱۹۸۷ کال دنومبر په مياشت کښي ښاغلي  عبدالاحد مومندله نوروپيلوټانو سره لکه محمد دوران ، محمد جهيد، اقا جان، سراج الدين، امير خان، خيال محمد، شير زمين سره يو ځاى د کيهاني پرواز لپاره په روغتيايي معايناتو کې برخه واخيسته.
 د۱۹۸۷  کال د دسمبر په ۱۲ عبدالاحد مومند د اتوکانديدانوله جملې نه يوله هغوکسانوڅخه وټاکل شو چي د پرواز لپاره چمتو شي .
 له روغتيايي معايناتو اوځانگړې  زده کړي وروسته ښاغلى عبدالاحد مومند د ۱۹۸۸ کال د اگست د مياشتې په ۲۹ مه د شوروي اتحاد (( د اینترکسموس))  د پروګرام پر بنسټ خپل کيهاني تحقيقاتي پرواز د سويوز ام شپږ فضايي بيړۍ په مټ پيل کړ .  د سهار پر څلوربجو او۲۳  دقيقو د کيهاني بېړيو دپرواز له ډگر بايکانورنه  د((مير ستيشن )) په لور چي په فضاکې موجودوو ددوي بېړۍ  وتوغول  شوه ، دا بيړۍ په برياليتوب سره د مير له فضايي تمځای سره يوځای شوه اوهلته یې له دوو نورو ستورمزلوسره چي له پخوانه د مير په نړیوال کيهاني تم ځای کې وو  خپله پوهنيزه او څيړنيزه پروژه پېل کړه.
 ښاغلی مومند په یوه مرکه کې ویلي (( چي ماشوم وم د الوتکي اوپيلوټۍ په هکله مي فکر هم نسو کولاي ،خوکله کله چي به زموږ د کلي پر سر الوتکه تېرېدله  ما فکر کاوه چي الوتکه هم د بسونواولارۍ موټر غوندي کلېنر لري ، نودا به مې په فکر کې راگرځېدله ،کاشکي ددې الوتکې کلېنروای ، څومره به ښه وای، دا خومې هيڅکله تصورنسو کولای چي زه به پيلوټ اوفضا ته کيهاني سفر وکړم ))
 د يادولو وړ ده کله چي يوري ګاګارين د لومړنی انسان په توګه #فضا ته ولاړ ، هغه وخت عبدالاحد مومند دری کلن و ، يوري ګاګارين فضا ته له تللويوکال وروسته په يو تاريخي سفر افغانستان ته راغی، هغه وخت ښاغلی مومند څلورکلن وړوکی ماشوم و او د غزني په سردي کلي کې یې له نورو ماشومانو سره په خاورو کې لوبې کولې، ځکه به یي هيڅکله فکر نه کاوه چې لومړنۍ افغان کيهانورد به شي. 
 عبدالاحد مومند  له دغه بریالي پرواز او تحقیقاتو وروسته په افغانستان  کې د علومو اکاډيمۍ  په تشکيل کې د فضايي تحقيقاتو انستيتيوت  جوړ او هلته یې په تحقيقاتي کار پيل وکړ . په دې انستيتيوت کښي تر څه مودې کارکولو  وروسته د هوانوردى او توريزم د وزرات د تخنيکي معين په توگه په دنده وگومارل شو ،پردې دنده یې د شپږومياشتو لپاره کارته دوام ورکړ.
 ښاغلى مومند د ۱۹۹۲ کال د اپريل په مياشت کې په کابل کې د تنظیمي جګړو له امله  لکه نور روشنفکران اووطنپال افغانان د هيواد پرېښودو ته مجبورشو، د آلمان فدرالي جمهوريت ته ولاړ اودهمدې هيواد شتوتگارت  په ښارکي کې له خپلې کورنۍ سره میشت شو . ښاغلى عبدالاحد مومند په آلمان کې څه موده د شتوتگارت پوهنتون د کيهاني تحقيقاتو په انستيتوت کې کار کړى.
 عبدالاحد مومند د څلورو مسلمانو ستورمزلو په جمله کې لومړنی مسلمان #ستورمزلی یا فضانورد دی چې قرانکریم یې فضا ته وړی او هلته یې تلاوت کړی دی. عبدالاحد مومند له فضا څخه له خپلې مور، د وخت له جمهور ریس ډاکټر نجیب الله او د هغه وخت د مخابراتو له وزیر محمد اسلم وطنجار سره په پښتو ژبه خبرې وکړې.
 د نورو سترو ویاړونو او علمي تحقیقاتو تر څنګ لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند دغه دوه ویاړونه هم لري. موږ ته په کار ده د خپل هیواد دا ویاړونه هیڅکله هیر نه کړو او تل یې ونمانځو.


 علم ګل سحر

 ــــــــــ...
 نوټ ـ په انځور کې منځنی کس "عبدالاحد مومند" دی.

Related Articles

Jan 16, 2021
1,660 views

حماسه ی سومین پیروزی

حماسه ی سومین پیروزی مصطفی عمرزی افغانستان در قرن نوزده، آماج تجاوز امپراتوری استعماری انگلیس نیز قرار گرفت؛ هرچند محاسبه ی استعمارگران، اشتباه از آب درآمد که فکر می کردند به امتداد اشغال سراسر هند، می توانند جغرافیایی را درنوردند که از قبل در زمین...

Jun 02, 2023
1,798 views

امام بخاري رحمه الله

امام بخاري رحمه اللههغه شخصیت چې د قرآن عظیم الشان څخه وروسته  د احادیثو تر ټول صحیح او دقیق کتاب صحیح البخاري یې لیکلی.  هغه څوک چې کله یې له کتاب څخه څوک کوم حدیث بیان کړي نو کره والي او ثبوت ته یې نوره اړتیا نه وي. هغه شخصیت چې داسې احادیث یې راج...

Feb 23, 2021
2,396 views

هيپاتیا؛ ریاضي پوهه او فیلسوفه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ د علمي يون په فلسفي او ریاضيکي برخه کې د سرلارو له جملې د "هيپاتيا" نوم هم د یادلو وړ دی. نوموړې د نړۍ یوه نوموتې مخترعه، ریاضي پوهه او فیلسوفه وه. په دې لیکنه کې به یې په اړه کافي معلومات ومومئ. هيپاتيا که څه هم ددې ستر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,500 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,094 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,872 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...