لیکنه ـ ریاض مقامزی 

په لومړيو کې چې اسلامي نړۍ د مسلمانو له خپلمنځي جګړو، فساد او بې اتفاقۍ پاکه وه، مسلمانان په علمي برخه کې د نړۍ سرلاري وو. آن د اکثرو علومو بنسټ مسلمانانو کېښود او همدارنګه د وخت موجوده علومو ته یې بېساری پرمختک ورکړ.

یو له همدې علمي اشخاصو څخه چې په اکاډميکه برخه کې ټولې نړۍ ته یو مثال دی او نږدې ټول مسلمانان پرې ویاړي، "ابوریحان البیروني" دی. تاسو به په دې لیکنه کې ددې عظیم شخصیت په اړه ځینې اجمالي معلومات ترلاسه کړئ.

پېژندنه

د اسلامي نړۍ ددې ستر لیکوال او پوه بشپړ نوم "ابوریحان محمد بن‌ احمد بیروني خوارزمي" دی. خو تر ډېره د "ابوریحان البیروني" په نوم پېژندل کېږي. همدارنګه لویديځ تاریخپوهان یې د "البیروني" په نوم پېژني. 

نوموړی په "۹۷۳" زیږديز کال کې زېږېدلی دی. د خپل ارزښتمن ژوند په اوږدو کې یې د ستور پېژندنې، ریاضیاتو، نجوم، دوا پېژندنې، جغرافیه او هند پېژندنې په برخو کې خورا معتبر آثار ولیکل، آن تر نننه ترې د موثقو ماخذونو په توګه ګټه اخیستل کېږي.

البیروني د خپل عصر نږدې ټول علوم لوستي و. له جملې یې د  فقې، کلام، صرف و نحو، جغرافیې، ریاضیاتو، ستورپېژندنې او طب نومونه یادولای شو.

کله چې په غزني کې د سلطان محمود غزنوي واکمني وه؛ نو غزنی د نړۍ له پرمختللو ښارونو څخه و او د علومو پر یو لوی مرکز بدل شوی و. په دې وخت کې "البیروني" هم غزني کې ژوند غوره کړ. د سلطان په دربار کې د ځانګړي احترام څښتن و. هغه آن هند ته په جنګي سفرونو کې هم ګډون کاوه؛ په دې توګه د هند له خلکو او کلتور سره ډېر آشنا شو، چې بیا یې د "ماللهند" په نوم یو مهم کتاب هم تالیف کړ.

هغه د ذکاوت یو بېساری استازی و. په اوولس کلنۍ کې یې د یوې مدرجې حلقې په مرسته یې د لمر د نصف النهار لوړوالی اندازه کړ. همدارنګه یې د "ستور پېژندنې" په برخه کې ـ چې یو له مغلقو علومو څخه ده ـ ګڼ شمېر معتبر آثار کښلي دي. 

د کورنیو جګړو له امله یې ځان پټ کړ، یو څه وخت یې د "ري" ښار په کاث کلي کې ژوند وکړ. هلته یې په ډېر فقر کې ژوند کاوه.

هغه به د نړۍ ګڼو ښارونو او سیمو ته سفر کاوه؛ د مختلفو ځايونو طول او عرض یې اندازه کاوه او بیا به یې د کرې پر مخ ورته ځای مشخصوه. په دې توګه یې د "کارتوګرافۍ" بنسټ کېښود.

دا چې البیروني له یو څو سلطنتي کسانو سره شخصي اړیکې درلودې؛ نو دی چې کله په خوارزم کې اوسېده د "خوارزم شاه" له خوا یې ملاتړ کېده، له هغې څخه وروسته یې د شمس المعالي قابوس خدمت کاوه، چې د هغه حمایت او مرسته هم ورسره وه. همدارنګه بخارا ته له ورتګ وروسته یې د خپل استعداد پر مټ د "منصور ساماني" دربار ته هم لاره ومونده. 

 په "۴۲۰ق" کې د نجومو او هندسې په هکله د "التفهیم" کتاب ولیکه. چې دا کتاب تراوسه په یادو برخو کې یې معتر عملي ماخذ دی. که څه هم د البیروني مورنۍ ژبه "خوارزمي" وه؛ خو د وخت اړتيا ته په کتو یې آثار په عربي ژبه تالیفول او په فارسۍ یې هم کامل تسلط درلود. د ځينو مهمو آثارو نومونه یې عبارت دي له: "التسطیح و تبطیح الکور، الاستخراج الاوتار فې الدائره، التفهیم لاوائل صناعة التنجیم، مقالید علم الهیئة، الاستعیاب فې صنة الاسطرلاب او..." 

د "البیروني" ژوندلیک په یوه لیکنه کې څه چې په یوه کتاب کې هم نه شي خلاصه کېدای. خو ویلای شو، چې نوموړی د اسلامي نړۍ یو نابغه تېرشوی او د نړۍ مسلمانان یې نورو ته د یو مثال په توګه وړاندې کوي.

دې عظیم شخصت  "۱۰۴۸" زیږدیز کال کې د افغانستان په غزني ولایت کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. روح یې ښاد!