نړيوال سياسي اسناد ( اخلاقي او نزاکتي موافقتنامې ) Gentlemen’s Agreements
سياسي اسناد د حقوقي اسنادو برعکس ذيدخله لوريو ته حقوق او وجايب نه راجع کوي او اړونده لوري يې په تطبيق مکلف نه ګڼل کېږي بلکې دغه اسناد يوازې اخلاقي او نزاکتي جنبه لري يعنې د اخلاقي او نزاکتي حيثه اړونده لورې دغو موافقتنامو ته احترام کوي.
د نړيوالو سياسي اسنادو له طريقه دولتونه او نړيوال سازمانونه يوازې خپل سياسي خط مشې، دريځ او نظر څرګندوي. مثلاً په ۱۹۴۱ م کال کې د اګست په څلوارلسمه نېټه د انګلستان د صدراعظم چرچيل او د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر روزويلټ له خوا د اتلانتيک منشور د دواړو دولتونو د ملي سياستونو په برخه کې د مشترکو اصولو د رامنځ ته کيدو په منظور لاسليک شو.
د اخلاقي او نزاکتي موافقتنامو په اجراء کې د ذيدخله اړخونه حسن نيت يو اساسي اصل ګڼل کېږي يعنې که چېرته د دغو موافقتنامو څخه يو اړخ سرغړونه وکړي او د دې سرغړونې په نتيجه کې نورو لوريو ته زيان يا صدمه ورسېږي، نو زيانمن شوي لوري کولای شي د عمل باالمثل يا غچ اخيستنې له طريقه سياسي غبرګون ښکاره کړي.
د سياسي اسنادو لپاره معمولاً لاندې عناوين کارول کېږي.
۱. اعلاميه Declaration
هغه سند دی چې يو يا څو دولتونه يې د يوې ځانګړې موضوع په هکله د خپل سياست د څرګندولو او يا د يو خاص حالت د توضيح کولو او يا د مخالفينو د څرګندونو د حنثی کولو لپاره صادروي، يو اړخېزه اعلاميه د يو دولت او څو اړخيزه ( مشترکه) يا ګډه بيانه د څو دولتونو له خوا صادريږي.
ابلاغيې، اطلاعيې او بيانيې هم د اعلاميو په څېر حيثيت او اعتبار لري.
۲. د مذاکراتو لنډيز Minutes (Process verbal) :
هغه سياسي سند دی چې د مذاکراتو د تنظيم او ترتيب لپاره صادريږي. چې معمولاً د مذاکراتو اړتيا او دلايل، د مذاکراتو موضوع، ځای، وخت او د مذاکره کوونکو نومونه په بر کې نيسي.
د مذاکراتو لنډيز دوه شکلونه لري: صورتجلسه او صورتمجلس.
صورتجلسه د مذاکراتو د پيل وړاندې تنظيمېږي او کوم مسايل چې د مذاکراتو لپاره لازم او مهم دي پکې ليکل کېږي او مسول شخص يې هم په ګوته کېږي، ولې صورتمجلس د مذاکراتو په پاې کې تنظيمېږي ( په صورتمجلس کې د مذاکراتو پايله او تر سره شوې چارې ليکل کېږي ).
صورتجلسه او صورتمجلس د 5W-H د فرمول له مخې ترتيبېږي، يعنې په دغه دوه سندونو کې لاندې پنځه پوښتنې بايد ځواب او توضيح شوې وي:
د مذاکراتو موضوع What؛
د مذاکراتو اړتيا او دلايل Why؛
د مذاکراتو ځای Where؛
د مذاکراتو وخت When؛
د مذاکره کوونکو نومونه Who.
۳. د تفاهم يادښت يا اجرائيوي موافقې) ( Memorandum of Understanding
هغه سياسي سند دی چې د دوو يا څو هيوادونو اجرائيوي مقامات يې په اقتصادي، تجارتي، کلتوري، فني او داسې نورو برخو کې د همکاريو د پراختيا په منظور ورڅخه ګټه اخلي، د تفاهم يادښت د راتلوونکو مذاکراتو او حقوقي تعهداتو لپاره يوازې زمينه سازي کوي، او کومه حقوقي او الزامي جنبه نه لري.
د تفاهم د يادښت پورتنی شکل غېر رسمي جنبه لري ځکه مهر او لاسليک کېږي نه، او د دې سند له طريقه يوازې د يوې ځانګړې سياسي موضوع څخه مقابل لورې ته خبر ورکول کېږي چې د متذکره موضوع په تړاو د استوونکي دولت دريځ پکې توضيح شوی وي؛ همدارنګه يو دولت کولای شي د معلوماتو او اطلاعاتو د تر لاسه کولو لپاره هم له دې سند څخه استفاده وکړي امکان لري د تفاهم يادښت په مذاکراتي جلسو کې مقابل لوري ته وسپارل شي.
۴. رسمي يادښت ( Note Official )
هغه سياسي سند دی چې د هغې له طريقه يو دولت د بل دولت د يوې ځانګړې موضوع په تړاو د خپل رسمي دريځ د څرګندولو لپاره ورڅخه استفاده کوي او مهر او لاس ليک شوی وي نو ځکه د رسمي سند حيثيت لري.
۵. قطعنامه ( Resolution )
هغه متن ته ويل کېږي چې د ملاقاتونو، بحثونو، غونډو،کنفراسونو او کنګرو وروسته صادرېږي په دې ډول چې د اجراء کوونکو ارکانو لپاره يوه مشخصه خط مشې ټاکي او يا دا چې د ذکر شوو مجمعو اصولي موقعيت د مورد بحث موضوع په تړاو تعينوي، يا په بل عبارت قطعنامه هغه نتيجه ده چې د مشورتي غونډې او جلسې په پاې کې توليد او په ليکلي ډول صادر شي، په نړيوالو حقوقو کې قطعنامې معمولاً د ملګرو ملتونو له خوا صادرېږي چې بالعموم اخلاقي او نزاکتي جنبه لري.
۶. توصيه نامه Recommendation))
په فرانسوي ژبه کې هغه تصميم ته ويل کېږي چې الزامي قدرت ونه لري او د يو اړخېزې ارادې ښکارندوي کوي او په انګليسي ژبه کې د قبول په منظور دعوت او امر کولو ته ويل کېږي. توصيه نامې د واحد حقوقي ارزښت څخه برخمنې نه دي مثلاً د عمومي اسمبلې توصيه نامې الزامي جنبه نه لري خو د امنيت شوری توصيه نامې بيا الزامي جنبه لري.