د وږو لس روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 07, 2021
4 years ago
3,694 views
د وږو لس روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د اوړي په را رسېدو سره د وږو بازار هم ګرم وي؛ وږي د ښه خوند له کبله ګڼ شمېر خوښوونکي لري. په کلیوالو سیمو کې ځوانان سره ټولېږي او په ګډه د وږو پخولو مېله کوي. دې چارې ته "ډاډه" ویل کېږي. خو اوس پوښتنه دا ده، چې وږي کومې روغتيايي ګټې لري؟ ددې لیکنې تر پایه به مو دا پوښتنه په بشپړه توګه ځواب شي. 

 

د وږو حيرانوونکي روغتیایي ګټې

ټول خواړه د خوند او مړښت ترڅنګ د انسان بدن ته ځينې روغتيايي ګټې هم لري. وږي د ګټورو معدني موادو په درلودلو سره زموږ بدن ته انرژي او پیاوړتيا وربخښي. ځینې عمده روغتيايي ګټې یې په دې ډول دي.

 

 د پوستکي تازه ساتل

په جوارو (وږو) کې په پرېمانه کچه انتي اکسیدانونه او ويټامین سي موجود دي. دا دواړه مادې کولای شي زموږ د بدن او مخ پوستکی تازه/ځوان وساتي. نو که د خپلې ښکلا په اړه جدي یئ، د اوړي په موسم کې حتما وږي وخورئ. 

 

د ويښتانو پیاوړتيا

په وږو کې د نورو موادو ترڅنګ یوه اندازه "اوسپنه او فولاد" هم موجود دي. دا مواد د وینې جریان پیاوړی کوي او د فولیکو په پیاوړتيا سره د ويښتانو ودې ته چټکتيا ورکوي. په دې توګه ستاسو ويښتان ګڼ او پیاوړي کېږي.

 

د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي 

پر ناروغيو د انسان اخته کېدل د یاد کس د بدن د دفاعي سیسټم له پیاوړتيا سره مستقیمه اړیکه لري. که د انسان دفاعي ځواک څومره پیاوړی وي، پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ یې هومره کم وي. وږي د ويټامين سي او انتي اکسیدانونو په درلودو سره د ایمني (دفاعي) سیسټم د پیاوړتيا سبب کېږي.

 

د سترګو روغتيا 

په وږو کې د لوتئين او زاکسانتین په نوم کارتنوئيدي انتي اکسیدانونه موجود دي. کوم چې د انسان د سترګو روغتيا لپاره خورا مهم او ګټور دي.

 

د معدې روغتيا

د معدې د سلامتيا لپاره "فایبر" خورا ګټور مواد دي، کوم چې په وږو کې هم موجود دي. "فایبر" کولای شي د هضم چاره ښه کړي او د معدې د پاکوالي سبب هم کېږي. 

 

قبضیت له منځه وړي 

"فایبر" له نورو ګټو سره ـ سره د قبضیت په لمنځه وړلو کې هم ګټور ثابتېږي. همدارنګه د یوې وقایې په توګه هم ترې ګټه اخیستل کېدای شي. په دې معنا چې وږي کولای شي د قبضیت مخنيوی هم وکړي. 

 

د وزن کمښت

دا چې وږي مړښت راولي او برعکس کمه کالوري انرژي لري نو تاسو له ډېر خوراک څخه ژغوري. له همدې کبله ستاسو د وزن د ډېرښت مخنيوی کوي. که غواړئ وزن مو ډېر نه شي نو هڅه وکړئ، وږو ته پخپل غذایي رژيم کې ځای ورکړئ. 

 

د وینې کمښت ستونزه حلوي

په وږو کې یوه اندازه اوسپنه او فولاد هم موجود دي. دا دواړه مادې د وینو د سرو کروياتو د ډېرښت سبب کېږي. په دې توګه د انسان د وینې کمښت ختمېږي او ستونزه یې حل کېدای شي.

 

د سرطان مخینوی کوي

آزاد راډیکالونه د انسان په بدن کې د سرطان د پیدا کېدو سبب کېږي؛ مګر په وږو کې په پراخه کچه انتی اکسیدانونه موجود دي، کوم چې د آزادو راډیکالونو مخه نیسي او د سرطان د خطر مخنیو کوي. ږ

 

د وینې فشار تنظیموي

په وږو کې موجود فنولي ترکیبات کولای شي د وینې لوړ فشار راټيټ کړي. همدارنګه ويټامين بي یې مرسته کوي، چې انسان د وینې د فشار پر ناروغۍ اخته نه شي.

 

مه هېروې!

له دې ټولو ګټو سره ـ سره که وږي له اندازې ډېر وخوړل شي کولای شي د بدن په زیان تمام شي. نو هڅه وکړئ، په مناسبه اندازه یې وخورئ. همدارنګه ډېر کلک وږي خوړل هم ستاسو بدن ته زیان رسوي.

Related Articles

Mar 10, 2024
1,225 views

زنا حد ثبوت

لیکنه:  مطیع الله دانش!عنوان: د زناحد د ثبوت وسایل.۱: شاهدان.دشاهدانو شرایط، او د شاهدانو تزکیه.۲: اقرار.۳: د حمل څرګندیدل.تزکیه دولونه ۱: ښکاره تزکیه: چې دا معمولآقاضي یی د شاهدانو د عدل لپاره په فعلی ډول په محکمه کي مخامخ د شاهدانو او له چا څخه چی...

Aug 03, 2021
2,673 views

چيک جمهوريت وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ د ښکلو او لرغونو هېوادونو په لړ کې د چیک (چک) هېواد نوم هم د پام وړ دی. تاریخي کلاګانې، د ژوند مناسب شرایط، طبیعي ښکلاوې او ورته مسایل هغه څه دي، چې ددې هېواد برم یې ساتلی دی. تاسو به په دې لیکنه کې د چیک جمهوریت په اړه هر...

Jul 28, 2021
4,962 views

جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology

جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology آنتن پریکونکی یا جمر له یو ډول فریکانس تولیدونکی آلی څخه ده چی د بیلابیلو هدفونو لپاره کارول کیږی، دا سیستم د مقابل لوری سیستم په یوډول ګډوډونکي فرکانس خپرولو سره په سګنال کی د ګډوډی رامنځته کولو سبب ګرځی....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,453 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,084 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,840 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...