To start downloading books

Please sign in or create an account.

په نړۍ کې د روغبړ جالب رواجونه

په نړۍ کې د روغبړ جالب رواجونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ جغرافیوي، سمتي، مذهبي او توکمیز وېش ددې سبب شوی، چې په محتلفو سیمو کې د روغبړ (ستړي مشي) مختلې بڼې رامنځته شي. ځینې یې ممکن عادي وي؛ مګر ځينې نور بیا زموږ له کتلور څخه په ډېر لوی توپیر کې قرار لري. آن کولای شي موږ حیران کړي. په دې لیکنه کې د روغبړ پر بېلابېلو بڼو خبرې شوي دي.

 

ستړي مشي

روغبړ کول په اکثرو هېوادونو کې مختلف آداب لري. په فرانسه کې د مخ ښکلول عادي ده؛ مګر په افغانستان کې اکثره نارینه د ستړي مشي پر مهال د مخ ښکلول غیر مناسب بولي. د روغبړ ډول که هر رقم وي؛ خو د مقابل لوري احترام يه ټولو کې شریک وي. په نړۍ کې د روغبړ ځينې  ډولونه عبارت دي له: 

 

تبت

ددې سیمې وګړي (تبتیان) د ستړي مشي پر مهال خپله ژبه راوباسي. دوی دا چاره د احترام په معنا بولي. البته ددې کړنې علت د خپل پاچا د یاد تازه کول ښيي. دې پاچا په نهمه پېړۍ کې واکمني کړې ده، چې ویل کېږي توره ژبه یې لرله.

 

فلیپین

ددې هېواد وګړي د خپلو مشرانو لاسونه ټينګ نیسي او بیا یې ورو ـ ورو پخپلې سینې پورې زور کوي. دوی د احترام دې ستړي مشي ته د "مانو" نوم اخلي.

 

جاپان

جاپانیان د ستړي مشي پر مهال یو بل ته تعظیم کوي. په دې معنا چې لاس پر سینه ږدي او سرټيټوي. د سرټيټولو اندازه او موده، ځای او د درنښت اندازې ته په کتو لږ او ډېر سره توپیر کوي.

 

کینیا 

په دې هېواد کې د "ماسای" قبیلې خلک، نويو ورغلو کسانو ته د ښه راغلاست لپاره د نڅا ځانګړي مراسم جوړوي. هېره دې نه وي، چې په دې برنامه کې د نڅا ترڅنګ د خېز وهلو لوبه هم ترسره کېږي.

 

هندوستان

د هند وګړي د سلام ورکولو پر مهال د "ناماسته" الفاظ کاروي.  د دواړه لاسونو ورغوي سره یو کوي او بیا خپلې سینې سره نیسي. هېره دې نه وي، چې د سلام الفاظو سره ـ سره خپل سر هم یوه اندازه ښکته نیسي.

 

تایلینډ

په دې هېواد کې روغبړ ته د "وای" نوم اخلي. دوی هم د هندیانو په څېر دعا کوي او یوه اندازه تعظیم هم ترسره کوي. 

 

فرانسه

په دې هېواد کې معمولا کله چې دوه وګړي سره ویني نو د یو بل مخ ښکلوي. دوی وايي دا چاره د لا ډېرې مینې سبب کېږي. 

 

نیوزیلینډ

په دې هېواد کې د مائوري خلک د "هونګي" په نوم روغبړ لري. د روغبړ په دې ډول کې دواړه خواوې سینه په سینه او پزه په پزه جنګوي.

 

یونان

په دې هېواد کې د روغبړ عام ډول دا دی، چې خلک یې د ستړي مشي پر مهال یو بل پر ملا ډبوي. 

 

هېره دې نه وي، چې په نړۍ کې د ستړي مشي بېخي ډېرې بېلګې موندل کېدای شي. آن په یوه هېواد کې هم د مختلفو سیمو مختلف کلتورونه وي. په افغانستان کې د نورستان خلک پر مخ ښکلول عادي ګڼي او تر ډېره د ستړي مشي پر مهال د یو بل مخ ښکلوي؛ مګر په نورو سیمو کې دا چاره عامه نه ده.

Related Articles

افغانستان کی ChatGPT

پخوا به هغه کسانو چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي وه د نور خلکو د انګلیسي لیکنو له اصلاح ډېرې پیسې ترلاسه کولې. ما خپله د تېزیس په اصلاح چې کره هم نه وه پیسې ورکړې دي. ChatGPT تر ټولو لومړی د همدغو کسانو کاروبار ختم کړ. ځکه تر هغو ښه او په مسلکي ډول متن اصلاح او کیفیت یې لوړوي. تازه د Elsevier ژورنالو او کمبریج پوهنتون منلې چې څېړونکې د مقالو متنونه په AI...

Seikh Zair Muhammad Utmankhel

نيکه شيخ ظیر محمد. هغه د جندول د عمرا خان نږدې ملګری و (د برتانوي هند په شمال - لویدیځ سرحد کې پښتون مشر ، چې د شيخ زیر محمد سره د 1895 کال د چترال د عملیاتو مشري په غاړه درلوده). شیخ ظیر محمد د عمراخان نږدې ملګری و او د قلعه د تحصیلدار په توګه وټاکل شو. هغه په ​​1895 کې د شریف خان نواب 150 بریدګرو ته ماتې ورکړه کله چې هغه د خپلې کابینې او عسکرو لخ...

د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ

د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ  ژباړه فضل رباني قاضي زی ښځه نه پوهېده چې څه وکړي ... د خاوند خوی یې په بل مخ اوښتی و له دې وړاندې به یې خبر اترې کړې خندل به یې، د کور د ننه به له ماشومانو سره لوبې او مستۍ کړې ولې داسې څه پېښه شوې چې د څو میاشتو رایسې په وړه مسله خوابدی دی او په نورو غوسه کیږي؟  هغه زړه سواندی او خوږ ژبی سړی اوس په یو ویرونکي او عص...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...