ليکنه: ریاض مقامزی
د ادبیاتو په نړۍ کې ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې په نړېواله کچه وپېژندل شي. دا ځکه چې د ادب لمن خورا پراخه ده او ګڼ شمېر خلک پکې د خپل قلم زور ازمايي. مګر نړۍ یوازې هغه کسان پېژني چې فکر یې پر یو قوم او محدودې جغرافیې پورې نه وي تړل شوی.
کله چې د یو لیکوال فکر د ټولې نړۍ د خیر ښيګڼې او پرمختګ لپاره نظریې ورکوي، په نړېواله سطحه مطرح کېږي. له دې ډلې یو هم تولستوی دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ.
پېژندنه
د روسيې ددې ستر مفکر او رومان لیکونکي بشپړ نوم لیف نیکولایویچ تولستوی "Lev Nikolaevich Tolstoy" دی. هغه د "۱۸۲۸" زیږديز کال د سپټمبر په نهمه د مسکو په "تولا" ښارګوټي کې وزېږېد. دی د خپلې کورنۍ څلورم اولاد و. د کورنۍ په اړه یې د یادونې وړ ده، چې د روسیې له نوموتو او بډايو کورنيو څخه وه.
خو د تولستوی تقدیر له هغه څخه والدین ډېر ژر واخیستل. دی لا دوه کلن و، چې مور یې مړه شوه. همدارنګه په نهه کلنۍ کې د خپل پلار له سیوري محروم شو. د کورنۍ له شرایطو سره سم یې له بهرنيو ښوونکو ته زده کړې وکړې. د هغه وخت بډايه کورنيو خپل ماشومان پر بهرنیو روزل. دا ښوونکي به اکثراً فرانسویان وو.
تولستوی لوړې زده کړې د کازان پوهنتون د ختيځو ادبیاتو په څانګه کې شروع کړې وې. خو و نه توانېد د تاریخ په مضمون کې د کامیابۍ نمرې ترلاسه کړي. هغه ته د مضمون بیا لوستلو سپارښتنه وشوه؛ مګر تولستوی بېخي خپل مسلک بدل کړ او حقوق یې پیل کړ. خو هلته هم په "تاریخ" کې کامیاب نه شو. هماغه و، چې بوهنتون یې پرېښود.
له دې پېښې وروسته تولستوی خپلې پلارنۍ ټاټوبي ته مخه کړه او هملته دېره شو. هلته د "ژان ژاک روسو" ګڼ آثار په پوره دقت ولوستل. هماغه و، چې د یو قوي لیکوال په توګه څرګند شو. تر ټولو مشهور آثار یې "سوله او جګړه" او "اناکارنینا" نومېږي. د خوښې ځای دی، چې دا دواړه آثار یې پښتو ژبې ته هم ژباړل شوي دي.
تولستوی د ژوند په وروستیو کې له شتمنۍ، کور او کلي سره اړیکې پرې کړې. په همدې توګه یوه ورځ بالکل ورک شو. له څه مودې ترې تم کېدو وروسته د "۱۹۱۰ز" کال د نومبر میاشتې پر نهمه نېټه جسد وموندل شو. په دې توګه د یو ستر لیکوال د قلم توري د تل لپاره خاموش شول.
د تولستوی ویناوې
- تر ټولو بد او خطرناک الفاظ دا دي، چې وايو/فکر کوو "ټول همداسې دي..."
- که ټولې جګړې د عقیدې لپاره وای، اصلا به جنګ نه کېدای.
- وختونه تېرېږي؛ خو ویل شوې خبرې پاتې کېږي.
- دا ادعا پوچ او ناسم خیال دی، چې حکومت د خلکو استازیتوب کوي.
- د هېچا زړه مه خفه کوه، ځکه ته هم زړه لرې.
- خدایه! ما د ډبرې په څېره ویړه کړه او د غنم په څېر مې پاڅوه.
- که غواړې پر نړۍ حاکم شې، نو عقل دې پر ځان حاکم کړه.
- ښايست مینه نه زېږوي بلکې مينه ښايست زېږوي.
- نېکي ټول شیان په ګونډو کوي، خو پخپله ماته نه خوري.