د آیفون دیارلس ځانګړنې

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 16, 2021
4 years ago
3,523 views
د آیفون دیارلس ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

آیفون هغه موبایلونو دي چې د اپل شرکت یې تولیدوي. د ښې کیمرې، قوي امنیتي سیسټم او نورو ځانګړنو له کبله یې نرخونه (قیمتونه) د نورو کمپنيو د موبایلونو په پرتله لوړ وي. مګر نړۍ ده، د هر څيز خپل مینه وال وي. هغوی چې له موبایلونو سره ځانګړې علاقه لري، تل دې ته منتظر وي، چې نوی ماډل موبایل بازار ته وړاندې او دوی یې ترلاسه کړي.

د اپل کمپنۍ هم خپل نوی ماډل موبایل معرفي کړ او د خپلو پېرېدونکو انتظار یې تېره سه شنبه (د سپټمبر په ۱۴مه) پای ته ورساوه. تاسو به په دې لیکنه کې ددې موبایل پر ځينو مهمو ځانګړنو پوه شئ. 

 

له پخوانیو ماډلونو سره څه توپیر لري؟

هر کله چې کومه کمپنۍ خپل نوی ماډل موبایل بازار ته وړاندې کوي، نو مینوال یې تر هر څه ډېر پر دې غور کوي، چې له پخواني ماډل څخه به یې توپیر څه وي او کومې نوې ځانګړنې ولري. که تاسو هم د آیفون مینه وال یئ، ممکن خوښ نه شئ. ځکه چې دا نوی ماډل آیفون له مخکینيو څخه ډېر لږ توپیرونه لري.

یو ستر توپیر یې د موبایل په چارج ساتلو کې دی. اټکل کېږي، چې دا نوی ماډل ايفون به د تېرو په پرتله دوه نیم ساعته ډېر چارج وکړي. هغوی چې تل په موبایل کې بوخت وي؛ حتما به یې دا ځانګړنه خوښه شوې وي. 

همدارنګه اپل کمپنۍ د کیمرې په برخه کې هم یو شمېر ځانګړتياوې اضافه کړي دي. دا چاره به هغو خلکو ته چې له کیمرې سره علاقه لري یو ښه خبر وي. یوه ځانګړنه دا ده، چې د ویډيو ثبتولو پر مهال که په کیمره کې کوم نوی کس را څرګندېږي نو په خپلواکه توګه د کیمرې تمرکز (فوکز) هماغه کس ته اوړي. ممکن تاسو ته به پوښتنه پیدا شوې وي، که فیلم اخیستونکی داسې نه غواړې بیا به څه کېږي؟

د اندېښنې وړ خبره نه ده. فیلم اخیستونکی کولای شي، وروسته د ایډيټ له لارې فوکز پر هماغه کس وکړي چې دی یې غواړي.

د آیفون دیارلس بل توپیر دا دی، چې د پخوانيو ماډلونو په پرته به یې ښيښه (سکرین) څو چنده شفاف او صاف وي. اټکل دا دی، چې په دې سره به اپل کمپنۍ وکولای شي خپل پېرېدونکي راضي وساتي.

بل عمده توپیر یې په میموري (حافظه) کې تر سترګو کېږي. ددې کمپنۍ پخوانيو ماډلونو به ۶۴، ۱۲۸ او ... حافظه درلوده؛ خو په نوي ماډل کې به تر ۵۰۰ جي.بي حافظه موجوده وي.

ویلای شو، چې له مخکينيو ماډلونو څخه د نوي ماډل آیفون عمده توپیرونه همدا دي. خو ددې موبایل د لا ښې پېژندنې لپاره ښه ده، چې ځينې نورې ځانګړنې یې هم ولولو. 

 

عمده ځانګړنې

وزن یو پاو (۲۴۰ ګرامه)
سیسټم IOS ـ ۱۵
ریم ۸ ګيګا بایټ (جي.بي)
کیمره درې شاتنۍ کيمرې لري، چې هره یوه یې ۱۲ میګاپیکسله ده
مخکینۍ (سیلفي) کیمره ۱۲ میګاپیکسله
د ګوشکۍ ځای نشته
راډيو  نشته 
د سیمکارټ او انټرنيټ ټیکنالوژي  GSM / CDMA / HSPA / EVDO / LTE / 5G
رنگونه خړ، طلايي، نقره يي او آبي (نیلي)
بیې آیفون دیارلس له ۶۹۹ تر ۷۹۹ ډالرو پورې. آیفون دیارلس پرو د پیل نرخ یې ۹۹۹$ ټاکل شوی. همدارنګه د آیفون دیارلس پرو ماکس د پیل نرخ بیا ۱۰۹۹ ډالره دی.
بازار ته د وړاندې کولو نېټه ۲۴ سيپټمبر/ ۲۰۲۱ ز کال

 

Related Articles

Apr 27, 2021
1,741 views

اشک و لبخند

اشک و لبخند مصطفی عمرزی برگ های بسیاری از سیاهروزی ها و بی خانمانی های ما، محتوای کتابی ست که از سی سال بدین سو بر حجم آن افزوده می شود و پایانی ندارد. آن برگ ها افزون بر نکته ها و نماهایی هستند که با این بهانه نیز گوشه هایی از آن ها را به تصویر می...

Jun 18, 2025
1,247 views

د ایران او اسرائیل جګړه؛ رضا پهلوي او د نړیوالو اړیکو نوې معادله

عمران اختر د ایران پخواني ولیعهد رضا پهلوي له بي بي سي سره په وروستۍ مرکه کې د اسلامي جمهوریت د کمزورتیا، د "سیاسي انډول د بدلون" او "د رژیم د پای ته رسېدو فرصت" ته اشاره وکړه، چې دا څرګندونې نه یوازې د ایران د اوسني بحران یوه سیاسي نښه ده، بلکې د...

Feb 12, 2022
1,738 views

د بېرتولت لنډ ژوندلیک

ليکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ او په ځانګړې توګه د الماني ادبیاتو په مشهورو څېرو کې د بېرتولت ځای خورا څرګند او روښانه دی. تاسو به پدې لیکنه کې د نوموړي په اړه لا ډېر پوه شئ. ژوندلیک بشپړ نوم یې بېرتولت برشت "Bertolt Brecht" دی. د نړېوالو ادبیاتو او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,398 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,063 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,801 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...