د انګلېسي ژبې لومړنی نوبل جایزه ګټونکی ليکوال وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 26, 2021
4 years ago
2,299 views
د انګلېسي ژبې لومړنی نوبل جایزه ګټونکی ليکوال وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی


کله چې د انګلېسي اددبیاتو بحث کېږي؛ نو د لومړني انګرېز نوبل ګټونکی لیکوال (کيپلینګ) نوم حتما په کې یادېږي. تر "۱۹۹۳ز" کال پورې د ادبیاتو په برخه کې کم عمره نوبل جایزه ګټونکی لیکوال و. تاسو په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه لا ډېر پوهېدای شئ. 

 

کيپلینګ څوک و؟

د انګلېسي ژبې ددې ستر لیکوال کورنۍ اصلا د انګستان وه؛ خو دا هغه وخت و، چې هند د بریتانیا تر مستعمرې لاندې و. نو ځکه خو "کيپلینګ" هم په "۱۸۶۵ز" کال کې د هند په بمبئي کې وزېږېد. د نوموړي بشپړ نوم "رادیارد کيپلینګ "Rudyar Kipling" دی. 

نوموړی په یوه هنرپاله کورنۍ را لوی شو. مور یې د نوموتي انځورګر "ادوارډ جانس" لور وه، چې کیسې یې هم لیکلې. پلار یې هم د معمارۍ ترڅنګ د هنرونو په ښوونځي کې د مدیریت دنده ترسره کوله.

کلیپينګ تر شپږ کلنۍ په هند کې اوسېده او له هغه وروسته انګلستان ته د زده کړو لپاره ولېږل شو. هلته یې د لیلیې له کارکوونکو بدې خاطرې لرلې. له ښوونځي وروسته له دود سره سم پوځي زده کړې پیل کړې؛ خو هلته یې د سترګو ناروغي پیدا کړه او "۱۷" کلن و، چې بېرته هند ته ستون شو. 

په هند کې یې د خبریال په توګه دنده پیل کړه او ادبي لیکنې یې هم کولې. دلته له "اووه" کالو ژوند وروسته بېرته انګلستان ته لاړ؛ خو په دې کلونو کې یې دومره څه پنځولي وو، چې نوموړی یې په انګلستان کې د یوه ځوان لیکوال په توګه معرفي کړ. وروسته له خپلې مېرمنې سره یو ځای امریکا ته ولاړ او هلته له خپلې خسرګنۍ سره مېشت شو. له څه مودې وروسته هغه ځای پرېږدي او بېرته انګلستان ته راځي. له دې ځایه جنوبي افریقا ته ځي او هلته بیا هم له لیکلو سره کار لري ورځپاڼې چاپوي او جګړې راپورونه ورکوي.

له دې وروسته په "۱۹۰۲ز" کې بېرته انګلستان ته راغی او خپل وخت یې ادبي هڅو ته بېل کړ. د خپل ژوند په اوږدو کې له ګڼو پنځونو وروسته په "۱۹۳۶ز" کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

هېره دې نه وي، چې نوموړي په "۱۹۰۷ز" کال کې چې کله دی "۴۳" کلن و د نوبل جایزه وګټله. 

 

 

د شعر یوه بېلګه

د نوموړي د شعرونو له جملې د "ای مورې!" تر عنوان لاندې یو په زړه پورې شعر لولئ. 

 

که ما چېرته د یوې لوړې غونډۍ پر سر په دار وځړوي

ای مورې! پوهېږم چې

د چا مینه به تر هغه لوړ ځايه له ما سره ملګرې وي

که زه چېرته د کوم ژور سمندر تر څپو لاندې شم 

ای مورې! پوهېږم چې

د چا اوښکي به تر هغه ژورو پورې ماته را رسېږي

که زما زړه او ځان چېرته

په غمونو او رنځونو کې راونښلي

ای مورې! پوهېږم چې 

د چا دعاوې به ما ژغوري.

Related Articles

May 12, 2023
1,494 views

ساختماني پروژو کې د خطر مديريت

په ساختماني پروژو کې د خطر مديريتRisk Management in Construction Projectsعبادالرحمن مهربان؛د لغمان پوهنتون انجنيرۍ پوهنځي استاد د ساختماني پروژو پلي کول له خطره ډک یو کاروبار دی. څرنګه چې هره ساختماني پروژه په خپل جوړښت کې یواځینۍ وي او همدارنګه هره...

Oct 10, 2021
2,306 views

نبوي مسجد

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، مسجد نبوي   د ټولو مسلمانو لومړی ښوونځی جومات او لومړی ښوونکی ملا دی.  ټول مسلمانان خپل اولادونه له څلور یا پینځه کلنۍ وروسته د قرانکریم او نورو دیني زدکړو لپاره جوماتونو ته لېږي. زموږ لپاره له همغې ماشومتوب څخه جوم...

Sep 03, 2021
4,186 views

له واده روسته څنګه خوشحاله ژوند وکړو؟

لېکنه: شکېبا نادري کله چې یو هلک او نجلۍ واده کوي په لومړیو وختونو کې له یو بل سره ډېر جنگونه کوي، خپه کېږي، یو بل نه درک کوي، دا طبیعي خبره ده، ځکه دوه جلا فکرونو سره یوځای کېږي. وخت، درک او پېژندگلوۍ ته اړتیا لري، ترڅو د یو بل په خبره او فکر پوه ش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,505 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,094 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,875 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...