مطالعه څنګه پیل کړو؟

د تکنالوژي دور، ټولنیزو رسنیو، انلاین لوبو او د ساتېري مختلفو منابعو ته لاسرسی او په هغه کې ډېره بوختیا د دې سبب شوې چې ځوانان دې د مطالعې علاقه له لاسه ورکړي او دا دود دې په ټولنه کې په تدریجي ډول له منځه ولاړ شي، پداسې حال کې چې مطالعه هغه څه دي چې د یوې ټولنې د زېربنايي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو آساس تشکیلوي او ټولې نېکمرغۍ له همدغه ځایه سرچینه اخلي؛ ځکه نو پدې مقاله کې هڅه شوې چې د مطالعې لپاره د ځان هڅولو تخنیکونه در سره شریک کړو. اما وړاندې لدې چې د مطالعې په تخنیکونو باندې بحث وکړو، لازمه ده اول له ځان څخه وپوښتو چې مونږ ولې مطالعه نه کوو؛ وروسته له پوښتنې، د مطالعې نه کولو لپاره شاید د وخت د کموالي په شمول مختلف دلایل ولرو، اما تر ټولو عمده دلیل یې دا ده چې مطالعه ستړې کوونکې ده، ځکه نو مونږ د مطالعې پر ځای د ساتېري وسیلې غوره کوو.

دوهمه پوښتنه مو باید د ا واوسي، چې مونږ ولې مطالعه وکړو، د دې لپاره هم شاید ګڼ شمېر ځوابونه ولرو، اما له هغوی څخه یې عمده دا دي چې په مطالعې سره له یو ناقص انسان څځه په کامل انسان بدلېږو، او په څومره پیمانه چې د مطالعې کچه لوړوو، په هماعه اندازه د تکامل پر لور ګامونه اخلو. 

د مطالعې د اهمیت پر تړاو که کتابونه ولیکو، شاید ټولې ګټې یې بیان نشي، ځکه نو نېغ په نېغه د هغو تخنیکونو په بیانولو باندې بحث کوو، چې تاسو مطالعې ته هڅوي او مرسته در سره کوي چې مطالعې د ساتېري د یوې وسیلې په توګه پیل، هغه د عادت په توګه د روزمره ژوند په تر ټولو مهم کار بدله او له یادې لارې، خپلو اوږدمهاله موخو ته ورسېږو؛ 

1.       هغه څه ولولئ چې تاسو ورسره مینه لرئ:

ستاسو په زړه پورې کتاب، مقالې، مجلې، او مطلبونو لوستل ستاسو سره کومک کوي تر ځو مو مطالعه په زړه پورې کار بدله شي، او د ستړیا هغه منفي برداشت چې د مطالعې څخه یې لرئ، په مثبت او زړه پورې کار بدل شي؛

2.       مطالعه د ځان لپاره په زړه پورې کړئ:

د په زړه پورې کتاب له انتخاب څخه وروسته هڅه وکړئ په مختلفو طریقو او مختلفو وختونو کې مطالعه تر سره کړئ، او بیا د هغوی له جملې څخه، د هغوی بهترین ډول انتخاب کړئ؛ د بېلګې په توګه، یو شخص ممکن په تړلي محیط کې چې کمې روښنايي ولري، په پټه خوله له مطالعې څخه خوند واخلي، اما بل په آزاده فضا کې چې شین چمن او یا هم شنه فصلونه موجود وي، په لوړ آواز لوستلو څخه خوند واخلي، ځکه نو سپارښتنه کېږي چې تاسو یې هغه ډول انتخاب کړئ چې تاسو د هغه په لړ کې د زړه تنګون احساس نه کوئ. 

3.       په مطالعه کې د تکنالوژي څخه ګټه اخیستل:

د تکنالوژي کارول که له یو پلوه د مطالعې څخه د  لرې والي سبب کېږي، ولې له بل پلوه، کله چې مطالعه په شوق بدله شي، په هغه کې د کومک کوونکې وسیلې په توګه کار کوي، پداسې ډول چې که چېرته تاسو کتاب یا مقاله لولئ او په هغه کې له کوم داسې مطلب سره مخ کېږئ چې په اړه یې معلومات نه لرئ، نو عاجل په انټرنټ کې پلټونکو انجنونو (ګوګل، یوټیوب او داسې نورو) ته مراجعه کوئ او د یادې موضوع په تړاو خورا آسانه تشریح شوي معلومات، تصویرونه او ویډیوګانې تر لاسه کوئ.

4.       د مطالعې په جریان کې وقفه اخیستل:

پدې خاطر چې له مطالعې څخه اعظمي ګټه تر لاسه او هغه مو روغتیا ته هم زیان و نه رسوي، اړتیا ده چې د هر مطلب د مطالعه کولو پر مهال کوچنۍ وقفې، د هر مطلب، کتاب یا مجلې له لوستلو څخه وروسته متوسطې وقفې او د اونۍ په جریان کې لویې وقفې تر سره کړي، پدې معنا چې له هرو (۳۰) دقیقو مطالعې څخه وروسته (۱۵) دقیقې وقفه وکړئ، همداراز د اونۍ په جریان کې کم تر کمه یوه ورځ د تفریح، چکر، استراحت او یا هم طبیعت څخه د خوند اخیستلو په موخه ځانګړې کړئ.

5.        موخې وټاکئ:

پدې خاطر چې تاسو د مطالعه کولو لپاره خپل ځانونه وهڅوئ، اړتیا ده چې د ځان لپاره ځانګړې موخې وټاکئ، د بېلګې په توګه، د مطالعې موخه کېدلای شي په ښوونځي کې ستاسو اولنمره کېدل، پخپل مسلک کې رسېدل، له ځان څخه لیکوال جوړول، غوره ډاکټر کېدل، غوره انجنیر کېدل، په یوه مشخص سازمان کې دنده تر لاسه کول، او داسې نور وي؛ ځکه نو په هره اندازه چې ستاسو موخه واضح او مهمه وي، په هماغه اندازه ستاسو لېوالتیا د مطالعې سره لوړېږي او په هماغه اندازه به ستاسو مطالعه آغېزناکه وي.

6.       مهالوېش ترتیب کړئ:

دا چې موخې معمولاً لویې او یو لوی مفهوم په بر کې نیسي، نو په همدې اساس انسان باید پدې باور ولري چې ټول موضوعات په یوه وخت کې نشي زده کولای، ځکه نو اړتیا ده چې موخه په لومړي قدم کې تقسیم، د هغوی د تر لاسه کولو لپاره د مطالعې ځانګړي موضوعات او منابع په نښه او د هرې منبع د لوستلو لپاره مناسب وخت پداسې ډول ځانګړی شي چې د ډوډۍ خوړلو، خوب او عبادت کولو تر څنګ نور ټول رسمي او غیر رسمي مصروفیتونو ته وخت پکې ځانګړی شوی وي.

7.       هڅه وکړئ چې ډېر وخت مو د چکر پر ځای مطالعې ته ځانګړی کړئ:

خپل ورځنی ژوند پداسې ډول تنظیم کړئ چې تاسو باید د مطالعې تر څنګ ملګرو، چکر، او د ټولنیزو رسنیو کارولو ته وخت ورکړئ، نه دا چې تاسو ټول وخت په یادو کړنو کې تېر کړئ او بیا د مطالعې نه کولو بهانه هم دا ونیسئ چې د مطالعې لپاره وخت نلرم؛ ولې د ورځني ژوند اصلي کار مو باید مطالعه و اوسئ، او مطالعه هغو موخو ته د رسېدلو په پار تر سره کړئ چې تاسو پخپل ژوند کې د لاسته راوړنې په توګه ټاکلې دي.

8.       الکترونیکي توکې له خپل ځان څخه لرې کړئ:

هوشمند مبایل چې په هغه کې ټولنیزې رسنۍ فعالې او له انټرنټ سره وصل وي، په هیڅ صورت سره تاسو ته اجازه نه درکوي چې د کم تر کمه (۳۰) دقیقو لپاره دې مطالعه وکړئ، ځکه چې له یو پلوه په هره دقیقه کې د پیغام، یاداشت، زنګ او داسې نورو د راتګ احمال وجود لري، تر څنګ یې د هغوی کارول زمونږ او ستاسو په عادت بدل شوي دي، که هیڅ پیغام او زنګ هم رانشي، عادت شوي یو چې په هرو لسو دقیقو کې یې له جېب څخه را وباسو، وې ګورو او که له کومې جالبې موضوع څخه مخ کېږو، په هغه کې مصروف او مطالعه را څخه پاتې شي، ځکه نو د مطالعې په ځای کې د مبايل درلودل په جدي توګه منع کړئ، او تر څنګ یې هڅه وکړئ چې تلوېزیون او هغه ته ورته نور توکي هم د مطالعې په ځای کې ونلرئ.

9.       په ورځني ژوند کې ورزش ته برخه ورکړئ:

ورزش یو له هغو تخنیکونو څخه دی چې نه یواځې ستاسو وجود د ناروغیو په مقابل کې سالم ساتي، بلکې تاسو هڅوي چې له تنبلۍ څخه بېرون یو فعاله ژوند ته داخل شئ، ورزش تاسو ته د دې توان درکوي چې په ځان باور مو لوړ او هره موخې ته د رسېدلو هوډ مو قوي شي، او ورزش تاسو هڅوي چې ورځینۍ مهالوېش مو منظم او د هغه په اډانه کې منظمه او دوامداره مطالعه وکړئ.

10.    کم، اما کامل خواړه وخورئ:

ستاسو خواړه باید داسې و اوسي، چې د کمیت له لحاظه کم، اما د کیفیت له لحاظه ستاسو د وجود ټولې اړتیاوې پوره کړي؛ له بل پلوه، خواړه داسې واوسي چې هغه روغتیايي زیانونه ونلري؛ پدې معنا چې که تاسو له کوره بېرون چټک تیارېدونکي خواړه، لکه برګر، چپس او داسې نور وخورئ، له یو پلوه مو نه یواځې فزیکي روغتیا ته زیان اړوي، بلکې زهن مو هم خرابوي او له بل پلوه د دې سبب ګرځي چې ستاسو د وینې د غوړوالي مېزان لوړ، د ډېر خوب او تنبلي سبب شي، ځکه نو اړتیا ده چې طبیعي، د مهالوېش مطابق، صحي خواړه انتخاب او په منظم ډول د خپل ورځني اقتصادي، ورزشي او مطالعاتي بعدونو په نظر کې نیولو سره تر لاسه کړو.

ارواپوهان وايي چې د (۴۱) ورځو په موده کې هره کړنه په عادت بدلېږي، ځکه نو سپارښتنه کېږي چې تر یادې مودې پورې د خپلې خوښې موضوعات د پورته اصولو او تخنیکونو په نظر کې نیولو سره مطالعه، له هغه وروسته به مطالعه ستاسو په ورځني عادت بدله شوې وي، او هر هغه مضمون او مطلب چې ستاسو لپاره دلچسپه هم و نه اوسي، په آسانۍ لوستلای، تحلیل او درک کولای شئ.