ژباړه ـ ریاض مقامزی
د ځينو مهمو جنګي جرمونو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، نړېوالې ادارې دخالت کوي. یو له دې ادارو چې په لویه سطحه جنګي جرایم او مسایل څېړي د "هاګ" نړېواله محکمه ده. تاسو به ددې لیکنې تر پایه د یادې محکمې په اړه لا ډېر پوه شئ.
د هاګ محکمه
ددې محکمې رسمي نوم "International Criminal Court" چې په پښتو کې یې د "جرمونو نړېواله محکمه" بللای شو. دا محکمه د "ICC" په مخفف سره هم پېژندل کېږي، چې په "۲۰۰۲م" کال کې یې رسما خپلې چارې پیل کړې. موقعیت یې په نیدرلینډ هېواد کې دی.
ددې ادارې اساسي موخه دا ده، چې د نړۍ په هره برخه (په غړو هېوادونو) ترسره کېدونکي کېدونکي جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه، نسل وژنې او نور ورته قضيې وڅېړي.
د افغانستان په شمول "۱۲۳" هېوادونه د هاګ نړېوالې محکمې غړیتوب لري. د نړۍ پر سیاسي او اقتصادي حالت له کنټرول لرونکو مهمو هېوادونو څخه چين، روسيې او امريکا چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي هم دي، په داسې حال کې چې په "۱۹۹۸م" کال کې د دغې محکمې اساسنامه لاسليک کړې؛ خو لا يې هم د دغې محکمې غړيتوب نه دی اخېستی. ددې ترڅنګ هند هم ددې محکمې د جوړېدو خلاف دی.
د محکمې اړوند نور مهم ټکي
- ددې محکمې اوسنی مشر "Silvia Fernández de Gurmendi" نومېږي.
- ددې محکمې کاري ژبې دوه (انګلېسي او فرانسوي) دي، چې دوی پرې خپلې چارې پر مخ وړي.
- خو رسمي ژبې پکې شپږو ته رسېږي (انګلېسي، هسپانوي، عربي، فرانسوي، چینايي، روسي.)
- دې محکمې تراوسه لس څېړنې ترسره کړي دي. همدارنګه پر نهو نورو یې کار کوي او "۳۹" تنه یې پر جنګي جرمونو تورن کړي. په دې ډله کې د سوډان ولسمشر عمر البشیر، د ایوریې ولسمشر لارنټ ګوباګو، د لیبیا معمر القذافي او د کینیا ولسمشر اوهرو کینیاټا هم شامل دي.