د عدالت نړېواله محکمه

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 04, 2021
4 years ago
1,973 views
د عدالت نړېواله محکمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د ځينو مهمو مسایلو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، یا دا چې هره خوا به خپله بریا غواړي، نو نړېوالې ادارې دخالت کوي. یو له دې ادارو چې په لویه سطحه حقوقي او نور بین المللي قضایه مسایل څېړي د "عدالت" نړېواله محکمه ده. تاسو به ددې لیکنې تر پایه د یادې محکمې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

د عدالت نړېواله محکمه

ددې محکمې رسمي نوم "International Court of justice" دی، چې په پښتو کې یې (د عدالت نړېواله محکمه) بللای شو. دا محکمه د نیدرلینډ هېواد په "لاهه" ښار کې موقعیت لري، چې په "۱۹۴۵ز" کال کې تأسیس شوې ده.

اساسي موخه یې همدا ده، چې په نړېواله کچه حقوقي او قضایه مسایل وڅېړي. په ځانګړې توګه د هېوادونو ترمنځ موجود قانوني اختلافات او کړکېچونه همدې محکمې ته سپارل کېږي، چې دوی له هر اړخیزې څېړنې وروسته پرېکړه کوي.

همدارنګه دا محکمه د نړېوالو ادارو (مؤسسو)، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او د ملګرو ملتونو عمومي جرګې (اسیمبلۍ) حقوقي پوښتونو ته د ځواب ورکوونکې مرجع په توګه پېژندل کېږي. 

 

ددې محکمې اړوند نور مهم ټکي

  • دا محکمه ۱۵ غړي لري، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او امنیت شورا له خوا ټاکل کېږي.
  • اوسنی مشر یې عبدالقوي یوسف نومېږي.
  • ددې دیوان رسمي ژبې انګلېسي او فرانسوي دي.
  • ددې محکمې لومړنۍ ناسته له دویمې نړېوالې جګړې وروسته د "۱۹۴۶ز" کال په اپرېل میاشت کې ترسره شوه.
  • هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړيتوب لري کولای شي خپل مسایل یادې محکمې ته راجع کړي؛ خو که کوم هېواد یې غړیتوب و نه لري، کولای شي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په همغږۍ خپل حقوقي مسایل دې محکمې ته وړاندې کړي.
  • ددې محکمې ټول غړي د حقوقي او قضایوي مسایلو پوهان وي، چې په هممهاله توګه له یوه هېواد څخه دوه تنه نه شي ټاکل کېدای.
  • روسیه، فرانسه، امریکا او بریتانیا هغه هېوادونه دي، چې ددې محکمې له تأسیس څخه تر اوسه پورې همېشه یې یو غړی پکې وي. 
  • د غړي د لرې کولو صلاحیت د محکمې نور غړي لري، چې د رایه اچونې له لارې پرېکړه کېږي.
  • که څه هم د یادې محکمې بودیجه د ملګرو ملتونو له لورې ورکول کېږي. خو د دعوې په صورت کې اکثراً دخیل هېوادونه اړ وي، چې د خپلې قضیې د څېړلو مصارف ورکړي.

Related Articles

May 07, 2021
1,584 views

اتمانخېل او د مېلمه ننګ .

تېمور شاه چې د احمد شاه بابا ځوئي وو پينځه ځل ئې د هند په لور په کال 1774. 79.80.85. 88 کښې ئې لښکرې لېږلې وې خو ځنې خوېونه او کمزورې داسې وې چې د احمد شاه ښوځښت پشا تلل هم دده د وخت نه پېل شو او په آخر کښې دده ځوئي شاه شجاع د سيهکانو او پيرنګيانو سر...

Jun 02, 2023
1,078 views

قسطنطنیه تاریخ 

#قسطنطنیه_تاریخ  د بازنطینې سلطنت په تاریخ کی د روم دارالخلافه قسطنطنیه اوسنی استامبول (ترکیه) 24 ځلې محاصره شوی ده، په 1204 میلادي کال باندي د څلورم صلیبي جنګ په جریان کې لومړی ځل پدغه ښار باندي د یورپ عیسایان قابض شول، په اسلامي تاریخ کې لومړی ځل...

Nov 11, 2020
4,156 views

له موبايل څخه د ګټې اخيستنې ځينې آداب

ګرځنده موبایلونه زموږ د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې. موږ له کوره نیولې بیا تر بازار، کار ځای، موټر او نورو ځایونو کې اړ کېږو، چې خپل موبایل و کاروو. خو دا باید هېره نه کړو، چې ځينو ټکو ته مو باید پام وي. د موبایل کارول په مختلفو ځایونو کې خپل آداب لر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,744 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,143 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,031 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...