عبدالرزاق قورنه څوک دی؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 08, 2021
4 years ago
2,143 views
عبدالرزاق قورنه څوک دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

نوبل د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه ده، چې له "۱۹۰۱م" کال را په دې خوا هر کال د سويډن هېواد له خوا پياوړيو او نوښتګرو علمي، ادبي او سياسي څېرو ته د دغه هېواد د پاچا په لاس ورکول کېږي. سږ کال ددې جایزې د ادبیاتو برخه ښاغلي "عبدالرزاق قورنه" ته ځانګړې شوه. راځئ، چې دا ستر لیکوال وپېژنو.

 

پېژندنه

د "۲۰۲۱ز" کال د نوبل جایزې ګټونکی "عبدالرزاق قورنه" تانزانیايی دی. نوموړی د "۱۹۴۸ز" کال د ډيسمبر په شلمه نېټه په زنجبار جزیره کې زېږېدلی؛ خو په "۱۹۶۰ز" کال کې له خپلې سیمې انګلستان ته کډوال شو او تر اوسه هملته ژوند کوي. قورنه چې اوسمهال نږدې "۷۳" کاله عمر لري، یو له پیاوړو لیکوالو څخه دی. د زده کړو په برخه کې معلومات دا دي، چې په "Canterbury Christ Church University" کې د لیسانس او په "University of Kent" کې یې د ماسترۍ او دوکتورا دورې بشپړې کړي دي.

د داستاني ادب ددې پیاوړي لیکوال ځينې نور مهم آثار عبارت دي له: جنت، د حاجیانو (زیارت کوونکو) لاره، Dottie، د سیند غاړه، وروستۍ ډالۍ او ...

نوموړی هڅه کړې پخپلو اثارو کې د افریقا رښتينی او متفاوت انځور وښيي. ددې ترڅنګ د استعمار ضد آثارو پنځول هم ددې سبب شو، چې دا جایزه وګټي. خو له دې سترې لاسته راوړنې سره ـ سره منتقدین نوموړی د ټيټې کچې لیکوال بولي او وايي دا اصلا له افریقا سره د غربي نړۍ د نوو اړیکو پایله ده. 

په دې جایزې سره به قورنه له یو میلیون ډالرو ډېرې نغدې پیسې ترلاسه کوي؛ خو لیکوالو ته تر دې ډېره مهمه ددې جایزې معنوي ارزښت او مقام وي. راځئ، چې ددې جایزې په اړه هم لږ و ډېر پوه شو.

نوبل

د دې جايزې بنسټ سويډني نامتو کيمياپوه آلفرډ نوبل ايښی دی. د هغه د وصيت سره سم دغه جايزه هر کال هغو کسانو ته چې خلکو ته يې ډېر خدمت کړی وي، ورکول کېږي. نوموړي وصيت په دې ډول کړی و:

( (زما ټوله شتمني دې د کلنۍ جايزې په توګه هغه چاته ورکړل شي، چې انساني ټولنې ته يې ستر خدمت کړی وي. دغه جايزه دې په پنځو برخو ووېشل شي؛ يوه برخه دې هغه چاته ورکړل شي، چې د فزيک په برخه کې يې مهم کشف يا علمي څرګندونه کړې وي، بله دې هغه چاته ورکړل شي، چې د کېميا په برخه کې يې اوچت خدمت کړی وي، بله دې هغو ته ورکړل شي، چې په ادبياتو کې يې غوره اثر پنځولی وي، همدارنګه هغه چاته ورکړل شي، چې د طب په ډګر کې يې مهمه هڅه کړې وي او وروستۍ برخه دې هغو ته ډالۍ شي، چې د سولې او بشري تفاهم لپاره يې هلې ځلې کړي وي.))

هېرده دې نه وي، چې په (۱۹۶۹ م) کال کې د سويډن هېواد له خوا د اقتصاد برخه هم ور زياته شوه.

 که څه هم د ښاغلي نوبل وصيت د دې جايزې بنسټ دی، خو دا چې طرحه يې بشپړه نه وه، نو دغه کار پنځه  کاله وځنډېد، چې بالاخره په (۱۹۰۱ م) کال کې لومړۍ جايزه ورکړل شوه.

په دغه جايزه کې، يو د سرو زرو افتخاري مډال، شخصي ديپلوم او نغدې پيسې شاملې دي. د سرو زرو مډال يې تقريباً نيم پاونډ وزن لري او دوه نيم انچه اوږدوالی او پلنوالی لري. له (۲۰۰۰ م) کال را په دې خوا په هره برخه کې ګټونکي ته لس ميليونه کرونه ورکول کېږي. البته يادې پيسې د وخت له شرايطو سره سمې ټاکل کېږي.

 

د ګټونکو د ټاکلو پړاو

په لومړي سر کې، هغه کسان چې د نوماندانو ورپېژندنې واک لري، د نوماندانو نوملړ د هماغه کال فبرورۍ تر لومړۍ نېټې بشپړوي او سپاري يې. البته د نوبل کميټې غړي د نوماندانو د ور پېژندنې لپاره ډېر وخت لري. بيا د کمېټې غړي له څېړنو وروسته يو لنډ نوملړ برابروي، چې تقريباً ۲۰ يا ۳۰ تنه په کې وي. ورپسې د نوماندانو په اړه څېړنې کوي او د همدې څېړنو پر مټ د نوماندانو شمېر نور هم کموي. وروستۍ پرېکړه په يوه ګډه غونډه کې چې معمولاً د سيپټمبر په اخره او يا هم د اکتوبر په لومړيو کې ترسره کېږي، کوي.

Related Articles

Jun 10, 2023
1,683 views

ټوټل سټیشن پواسطه دمساخت پیدا کول

د ټوټل سټیشن پواسطه د مساخت پیدا کول.!! د ټوټل سټیشن پواسطه باندی موږ کولای شو دوه ډوله مساحتونه پیدا کړو .۱. د منظم هندسي شکلونو د مساحتونو پیدا کول۲.د غیری منظم هندسي شکلونو د مساحتونو پیدا کولپه یاد مو وي چې دواړه عمليه د BM موجودیت ته اړتیا نه لر...

Jul 06, 2020
5,681 views

د بودجې د غوره مدیریت تګلاره

ډېری خلک اوس پر دې باور دي چې سپما خپله د ډېر مصرف لپاره لار هواروي، نه د پیسو ګټلو لپاره. غواړم ووایم، د دې لپاره چې پیسې پس انداز کړی، ښه ده چې کارو بار پرې وکړئ، څو ډېرې پیسې وګټی. بل دا چې د پیسو ګردش د خلکو د په کار کېدو لامل کېږي. ولې د رابرټ...

Sep 22, 2021
3,581 views

د منټو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی ځينې لیکوال د یو ځانګړي سبک، خاصیت او تګلارې پر مټ ډېر ستر نوم او شهرت پیدا کوي. د منټو د قلم تېره او بېباکه څوکه ددې سبب شوه، چې نوموړی ډېر خلک وپېژني. هغه تل حقایق ویل. که څه هم ځينې وخت دا مسئله ورته جنجالي کېده؛ خو د هغه همدا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...