ګلابو - درېیمه برخه

N
Niamatullah Rahimi
Author
Oct 17, 2021
4 years ago
2,327 views
ګلابو - درېیمه برخه

ګلابو (ناول) - #درېیمه_برخه
لیکوال: نعمت الله رحیمي

غالب کتابچه ترې واخیسته خپل پر ځای کښیناست او شوکت یې پهٔ څټ ووهلو ویې ویل:
- ستا د لاسه یې دومره لیکچر راکړ

پوهنتون رخصت شو غالب کورته راغی…

کورته ورسید بې سلامه دننه شو مور یې وویل:
- عجیبه وخت شو، خلک سبق وايي عقل یې ډېر شي ستا خو ورځ پهٔ ورځ کمیږي
- ولې څهٔ مې کړي؟
- دې بوډۍ مور ته یو سلام نه اچوې
- ښه سلام! بس سيي شو؟

پهٔ غوصه خپلې خونې ته دننه شو، څو شیبې همداسې ناسته ؤ، کتابچه یې را واخیسته او لهٔ غوصې یې کتابچه څیرې کړله او پهٔ همدې غوصه کې خوب غلبه پرې وکړه ویده شو…

ګړۍ وروسته یې سترګې پرانیستې څو شیبې غلی ناست ؤ، یودم یې لهٔ ځانه سره وویل:
- آه دا ما څهٔ وکړل د بیچاره انجلۍ ټول نوټونه مې ورته برباد کړل

پهٔ همدې افسوس کې شپهٔ سبا شوه، پوهنتون ته روان شو وختي ورسیدو د پوهنتون پهٔ بڼ کې تر یوې ونې لاندې ناست ؤ شیبه وروسته هوسۍ پهٔ راغله د پوهنځي تعمیر ته دننه کیده چې غالب ور غږ کړ:
- وبښه! څو شیبې وخت راکولای شې
- څه! څه شوي؟
- یو وار راشه دلته کینه

هوسۍ ور روانه شوه، همداسې ولاړه وه غالب وویل:
- کینه
- نه کښیناستو ته وخت نهٔ لرم ژر ووایه هرڅه چې وایې

غالب پورته ور وکتل، هوسۍ باڼه لهٔ یو بل سره ور وستل غالب وویل:
- ستا د نوټونو کتابچه رانه ورکه شوې

هوسۍ څهٔ ونه ویل او همداسې روانه شوه، شیبه وروسته غالب هم ټولګي ته ورغی، ټولګي ته دننه شو…

پر خپل ځای ناست ؤ لا ټولګی تش ؤ ځینې محصلین نهٔ وو راغلي یوه انجلۍ دننه شوه او د غالب څنګ ته پر څوکۍ کښیناسته ویې ویل:
- زما نوم وړانګه دی، هغه اول قطار کې کینم
- ښه 
- امم! ما ویل چې ته خو پهٔ دې شیانو پوهیږې زما موبایل کې یوه ستونزه ده راته جوړ بهٔ یې نهٔ کړې

غالب د هوسۍ خواته ور وکتل ویې ویل:
- نه زهٔ نهٔ پرې پوهیږم

وړانګه لا ناسته چې شوکت راغی غالب وړانګې ته وویل:
- کهٔ زحمت نهٔ کیږي پر خپل ځای کینه دا زما د ملګري ځای دی

وړانګه خپل ځای ته ولاړه، شوکت کښیناست ویې ویل:
- اوه! یاره ستا مینوال خو ډېر زیات شوي
- غلی شه یاره
- ښهٔ خو څه یې ویل؟
- خودا موبایل کې یې څه ستونزه وه
- ښه خو څنګه شوه د کتابچې مشوره څهٔ ګټه یې وکړه

غالب پهٔ شوکت ور پورته شو ویې ویل:
- خاورې مشوره! زه به له تاسره ګورم

شوکت منډې کړل او غالب ورپسې ؤ، د پوهنتون بڼ کې دواړه ودریدل ستړي شول شوکت وویل:
- خیر خو ګوره یوه بله مشوره درکوم
- نهٔ یې غواړم ستا دا بیکاره مشورې
- ته خو غوږ شه باور وکړه دا بهٔ ګټه وکړي

غالب او شوکت دواړه کښیناستل شوکت وویل:
- داسې بهٔ وکړې چې هغې انجلۍ سره بهٔ اړیکې وساتې ارواه پوهنه وايي چې کومه انجلۍ درسره مینه لري او له بلې انجلۍ سره د وګوري نو اور پرې بلیږي کیدای شي داسې څهٔ نا څهٔ خو وشي، نور د خپل زړه…

لنډه شیبه وروسته غالب وویل:
- یعنې اوس ورشم موبایل یې جوړ کړم ورته او د ځان پهٔ خاطر د هغې زړه هم مات کړم؟
- نه زهٔ خو نهٔ وایم چې یاري ورسره وکړه، ملګرتیا ملګرتیا…

غالب پهٔ سوچ کې ډوب شو شیبه وروسته یې وویل:

- ریښتیا! فلمونو کې مې هم همداسې لیدلي
- نو زهٔ خو تاته خوشي مشوره نهٔ درکوم

غالب او شوکت د ټولګي په لور روان شول، غالب یې پر ځای کښیناست شوکت راغی ویې ویل:
- پاڅیږه! دلته څه کوې؟
- څه بهٔ کوم؟ ولې
- تراوسه مې څهٔ ویل درته ورشه ثواب وګټه
- ثواب؟
- هو! د انجلۍ موبایل ورته جوړ کړه

شوکت ټینګار وکړ غالب یې پهٔ زوره له خپل ځای پاڅولو د انجلۍ خواته ور روان شو ویې ویل:
- وبښه اغلې!

انجلۍ مخ ور واړؤ ویې ویل:
- مهرباني وکړه؟
- مخکې د ویل چې موبایل کې د څهٔ ستونزه ده مرسته وکړم؟

انجلۍ پهٔ غوصه وویل:
- د موبایل ستونزه بهٔ حل شي خو ستا نه، غرور دې کم کړه زما موبایل بهٔ جوړ شي

د درېیمې برخې پای!

Related Articles

Aug 10, 2020
4,673 views

د هیواد په پرمختګ کی د ټکنالوژی اغیزه

انسانان د تاریخ په اوږدو کی کمال ته د رسیدو لپاره د علم په لټون کی دی. په علمی او څیړنیزه برخه کی معلوماتی ټکنالوژي خورا زیاتی آسانتیاوی او سهولتونه رامنځ ته کړی چی انسانانو سره یی د علمی ځواک په ګړندی کولو برخه کی ډیره مرسته کړی. د شلمی پیړی له نیم...

Jul 03, 2021
5,934 views

اصهاب کهف څوک وو؟

د اصحاب کهف (د سمڅې یا غار)  د یارانو په اړوند به مو ډیر څه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یوه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي . همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي. په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه ش...

Jan 26, 2022
2,145 views

د اوکراین او روس شخړه

دا ډیر وخت اوکراین د خبرونو سرټکی ګرځيدلی دی خو تاسې ته ممکن لا هم معلومات نه وي چې د روس او اوکراین شخړه په څه ده؟  په دې لیکنه کې مو ځواب موندلی شی. روس د اسیا د لویې وچې شمالي هیواد دی، یوه برخه یې اروپا ته غځيدلې ده. اوکراین اروپا کې د روس سویل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...