To start downloading books

Please sign in or create an account.

قمارباز لیکوال؛ داستایوفسکي

قمارباز لیکوال؛ داستایوفسکي

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د نړېوالو ادبي څېرو په نوملړ کې "داستایوفسکي" د لوړ مقام خاوند دی. دی لومړنی لیکوال دی، چې په لنډو کيسو کې یې ارواپوهنې ته ځای ورکړ. هغه پر دې باور و، چې د انسان په وجود کې دننه د ښو او بدو انګېزو او محرکوونکو عواملو ترمنځ همېشه یو جنجال موجود وي. نوموړی د ژوند ډېرې نورې عجیبې کیسې هم لري، چې د لیکنې تر پایه به یې په اړه پوه شئ.

 

لنډ ژوند لیک

د روسي ژبې ددې ستر لیکوال بشپړ نوم فیودور میخایلوويچ دستایوفسکي دی، چې په انګلېسي کې یې په دې بڼه "Fyodor Mikhailovich Dostoevsky" لیکلای شو. نوموړی په "۱۸۲۱" زېږديز کال کې زېږېدلی دی. پلار یې روغتیاپال (ډاکټر) و. کله چې داستایوفسکي د ښوونځي دورې زدکړې بشپړې کړې، د "سن پټرزبورګ" انجینرۍ پوهنتون کې یې زدکړې وکړې او وروسته یې د روسيې په پوځ کې د انجینرۍ دنده پر مخ وړله. په لومړيو کې د پوهنتون سخت قواعد ددې سبب شوی و، چې نوموړی د خپلې خوښې کتابونه مطالعه نه شي کړای؛ خو وروسته یې دا چاره هم ترسره کړه او د خپلې خوښې آثار یې مطالعه کول. د لیکوالۍ پیل یې هم راسا له لیکلو څخه نه و؛ بلکې لومړی یې د ځينو نامتو لیکوالو آثار روسي ژبې ته وژباړل او په همدې توګه یې وروسته لیکوالي هم پیل کړه.

د ژوند عجیب اړخ یې دا دی، چې نوموړی یو قمارباز و او د میرګي ناروغي یې هم لرله. ښاغلی مصطفی صفا یې په اړه وايي، چې له ماشومتوبه یې د میرګیانو ناروغي لرله. همدارنګه په قمار وهلو سخت روږدی و. "تر دې چې د قمارباز په نوم یو عالي رومان یې هم پنځولی. له نېکه مرغه دا کتاب له روسي ژبې څخه پښتو ته راژباړل شوی دی."

د میرګي ناروغۍ په اړه یې هم ځانګړی تصور درلود. ده به د میرګیانو ناروغي هېڅ شرم نه ګڼله او پرې ویاړ یې کاوه. هغه په دې آند و، چې د میرګیانو ناروغي یو خدایي امتیاز او سپيڅلی حالت دی. که څه هم نوموړي د لیکوالۍ له برکته خورا ډېرې پیسې ګټلې؛ خو تل به یې قمار واهه او جېب به یې خالي و.

د ژوند یو بل عجیب داستان یې داسې دی، چې يو ځل پولیسو د نظام ضد فعالیتونو په تور ونیوه او د مرګ سزا واورول شوه. داستایوفسکي په دویم قطار کې د خپل مرګ په انتظار و. کله چې د لومړي قطار ټول محکومين په مرمیو وويشتل شول او ددوی د قطار نوبت راورسېد، خبر راړونکي سپین بیرغ وخوځاوه او د اعدام (وژل کېدلو) د سزا پلي کېدل یې منع اعلان کړ. په دې توګه له مرګ څخه وژغورل شو.

د لیکوالۍ په برخه کې یې لومړنۍ لنډه کیسه خورا وستایل شوه؛ خو وروسته یې خاص استقبال و نه شو. له همدې امله یې د سیاسي ګوند غړیتوب واخیست او سیاسي فعالیتونه به یې کول. مګر کله چې له مرګ څخه وژغورل شو او سزا یې په څلور کاله بند بدله شوه نوموړي د بند په جریان کې سخته فزیکي او ذهني شکنجه ولیدله.  کله چې له بنده خلاص شو او محکمې څلور کاله عسکرۍ ته مجبور کړ؛ نو بیا ځلې یي قلم را واخیست او خپل شهکار آثار یې ولیکل.

داستایوفسکي له پام وړ ادبي لاسته راوړنو وروسته په "۱۸۸۱ز" کال کې د شپېتو کالو په عمر ومړ. 

 

آثار

داستایوفسکي پخپل ادبي ژوند کې خورا عالي پنځونې وکړې، چې تر ټولو مشهور یې عبارت دي له: بېوزله خلک، قمارباز، رڼې شپې، د کارامازوف وروڼه، پیریان وهلي، احمق او ځينې نور. 

 

ویناوې

  • انسان هغه موجود دی، چې له هر څه سره روږدی کېږي او زه فکر کوم دا یې تر ټولو غوره ځانګړنه ده.
  • موږ ته باید د ژوند له مفهوم څخه ژوند ډېر ګران وي.
  • خواشینی یم، چې د خوښۍ هېڅ درته ویلی نه شم، ځکه چې عملي مینه له خیالي مینې سره د پرتلې په صورت کې خورا عذابوونکې او وحشتناکه ده.
  • چا چې د ژوند لاره پیدا نه کړه، هېڅ یې نه دي موندلي.
  • جهنم څه شی دی؟ زما په آند له انسانانو، نړۍ او ژوند سره د مینې او لېوالتیا د نه شتون له ناروغۍ څخه جوړېږي.
Related Articles

هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي

  لیکنه: شکېبا نادري هغه دروغ چې مور او پلار یې باید خپل اولاد ته ونه وایي   هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې سالمه روزنه ورکړي، د مشرانو پر وړاندې درناوي ور زده کړي، له دروغ ویلو یې منع کړي، د تعلیم لپاره یې تشویق کړي، خو ځینې وخت مور او پلار د دې لپاره چې اولادونه یې کومه غلطه کړنه ترسره نه کړي، دوی ورته دروغ وایي، دا ښکاره خبره ده چې...

shrinkflation

Shrinkflation آیا زمونږ په هېواد کې هم دغه ډول انفلاسیون شتون لري؟ د لوی اقتصاد په برخه کې Shrinkflation اصطلاح یوه جالبه اصطلاح ده، د اقتصاد پوهانو په نظر باندې دا هغه پروسه ده چې په کې د یو جنس په سایز(اندازه) او وزن کې کموالی د تولیدونکو لخوا رامنځته کیږي. په داسې حال کې چې قیمتونه په خپل حال پاتې وي او یا هم په کې په کمه اندازه زیاتوالی رامنځ...

څنګه د ناهیلې کېدو مخنیوی وکړو؟

څنګه د ناهیلې کېدو مخنیوی وکړو؟     اللهﷻ انسانان د یوې ټاکلې موخې لپاره خلق کړي دي. دا موخه د الله ﷻ عبادت او اطاعت دی. ټول انسانان ژوند کوي او په ژوند کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، د دې ستونزو سره مبارزه دومره اسانه هم نه ده، ځینې انسانان خو د ستونزو پر وړاندې دومره کمزوری شي چې له هر څه یې زړه تور او ناهیلي شي.  ناهیلي داسې یو احساس دی...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...