To start downloading books

Please sign in or create an account.

که له وینې څخه وېرېږئ، دا رواني ناروغي لرئ!

که له وینې څخه وېرېږئ، دا رواني ناروغي لرئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو به په کورنۍ او ټولنه کې حتماً داسې اشخاص لیدلي وي، چې د وینې له لېدلو وېرېږي. دا ډول خلک د وینې د لیدلو پر مهال د ضعفتیا، کمزورۍ او یا هم نورو غیر عادي حالاتو احساس کوي. ممکن خلک یې ډارن، بې زړه او کمزوری وپېژني؛ خو په حقیقت کې دا کومه کمزوري نه ده، بلکې یوه رواني ناروغي ده، چې ددې لیکنې تر پایه یې په اړه لا ډېر معلومات لولئ.

 

هیموفوبیا (Hemophobia) څه ډول ناروغي ده؟ 

انسانان د خپلو ذهني ځانګړنو له امله بېلابېلې وېرې تجربه کوي، چې یو هم همدا د وینې له لیدلو ويره ده. که کوم کس نه شي کولای وینې ووینې او یا د وینې د لیدلو پر وخت د ضعفتیا، سر ګرځېدو، زړه بدوالي او د ژور غم احساس کوي دا په دې معنا ده، چې نوموړی د هیموفوبیا له رواني اختلال څخه کړېږي. يا په لنډ ډول ویلای شو، چې د وینې له لیدلو څخه وېرې ته "هیموفبیا" وايي.

 

علایم

د فوبیا ناروغۍ ټول ډولونه د یو ډول جسمي علایم او احساس درلودونکې وي. په دې معنا، چې د "فوبیا" په ټولو ټايپونو (Types) کې انسان د وېرې احساس لري او هڅه کوي، چې له علت (خبرو، تیاره، رڼا او ...) څخه وتښتي.

د هیموفوبیا په برخه کې د یادولو وړ ده، چې ممکن ځينې ناروغان آن په غیر حقیقي بڼه (ټلویزیون) د وینې له لیدلو هم ووېرېږي او غیر عادي حالات تجربه کړي. په هر حال؛ روغتیاپالان د هیموفوبیا (له وینې څخه وېره) لاندې علایم بیانوي.

  • په تنفس کې ستونزه
  • د زړه د ضربان تېزوالی 
  • د سینې په قفس کې د درد احساس
  • د لاسونو او یا وجود لړزه
  • د زړه بدوالی
  • ضعفتیا
  • خولې کېدل او ...

 

احساست

  • د وحشت او وېرې احساس
  • د وینې له ځای څخه د تېښتې شدید احساس
  • ګنګسیت
  • داسې احساس، چي فکر کوي پخپل ځان کنټرول نه لري
  • د ضعف کېدو احساس
  • اظطراب درلودل

 

څه وکړو؟

که تاسو یا کوم بل ملګری مو پورته ذکر شوي علایم لرئ؛ نو تر هر څه لومړی باید روغتياپال ته مراجعه وکړئ، ترڅو ستونزه مو تشخیص کړي. البته هېڅکله مه وېرېږئ او مه هم خفه کېږئ. ځکه چې دا ناروغي د درملنې وړ ده. روغتیاپالان د ناروغۍ له تشخیص وروسته ځينې ځانګړي لارښوونې درته لري او کېدای شي ځینې درمل هم درکړي. د همدې نسخې په تطبیق سره کولای شئ عادي حالت ته وګرځئ.

 

مه هېروئ!

 که ستونزه مو ډېره جدي نه وي او ستاسو ورځنۍ چارې نه ټکنۍ کوي؛ نو ډاکټر ته د ورتګ ډېر حاجت به نه وي. دا ځکه چې کېدای شي د وخت په تېرېدو پخپله هم له یادې ناروغۍ روغ شئ او له وینې څخه د وېرې احساس مو له منځه لاړ شي.

Related Articles

څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟

 ليکنه: شکېبا نادري، څنګه د خولې بد بوی له منځه یوسو؟ انسان یو ټولنیز موجود دی او نه شي کولای د ټولنې له وګړو او ټولنیزو اړيکو څخه پرته ژوند وکړي، دوی اړ دي چې له یو بل سره خبرې او تګ راتګ وکړي، دودونو وپالي، د یو بل په غم او ښادۍ کې شریک شي، له همدې امله دوی د یو بل مرستې ته اړتیا لري، ځکه ټول انسانان د یو بل له مرستې پرته ژوند نه شي کولای، خو ځی...

عرفې مبارکه ورځ

د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجي شي!۱- کوښښ وکړی روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي.۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې!د تکبير الفاظ دادي: الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَل...

د تخمدان سرطان وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   سرطان یوه وژونکې ناروغي ده، چې هر کال په ټوله نړۍ کې زرګونه انسانان وژني. ددې ناروغۍ ډېری پېښې د علاج وړ نه وي. نو ځکه خو د مرګ کچه یې لوړه ده. سرطان پخپله بېلابېل ډولونه لري، چې په دې لیکنه کې یوازې پر یو ډول (د تخمدان) سرطان خبرې شوي دي.  د تخمدان سرطان دا د سرطان هغه ډول دی، چې په ښځينه وو کې د هغوی له تخمدان څخه پیلېږي...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...