To start downloading books

Please sign in or create an account.

ګلوکوما څه ډول ناروغي ده؟

ګلوکوما څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ وړانګه اکبر

ګلوکوما "Glaucoma" د سترګې د هغه ناروغیو له ډلې څخه ده، چې د سترګې د فشار د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي. په پایله کې د لیدلو د عصب "optic" د زیانمنېدو او ړوندوالي سبب ګرځي؛ یعنې په سترګه کې د فشار لوړوالی په بصري عصب زور راولي او نوموړی عصب زیانمنوي. په ګلوکوما کې "aqueous humor" چې په اصل کې د *trabeculae ـ *په سترګه کې یو ډول نسجي جوړښت دی، چې د قرنیې د بېخ شاوخوا د ciliary body سره نږدې ځای لريـ په واسطه تخلیه کېږي. دا تخلیه بندېږي او د سترګې په داخل کې فشار لوړېږي. کله چې د سترګې دنننی فشار تر "60mm-hg" پورې لوړ شي؛ نو په "optic disk" کې به د "optic" عصب متراکم شي، یا په بله اصطلاح زور به ورباندې راشي. په اصل کې دا کار ددې لامل ګرځي چې په لیدلو کې پاتې والی رامنځته شي. پایله یې په بشپړ ډول ړوندوالي ته تګ دی.
 په هر حال؛ په لومړیو وختونو کې که چېرې درملنې ته مخه شي، شونې ده چې د جدي لید بایللو او یا د بیا ځلي د ګلوکوما د منځته راتګ څخه مخنیوی وشي؛ خو که ګلوکوما مخکې لاړه شي، درملنه یې ونه شي او "optic" عصب په دوام لرونکي ډول د خطر سره مخ شي نو ړوندوالی رامنځته کېږي. په زاړه عمر کې د "fibrous structures" په واسطه د "trabeculae" د بندوالي څخه ګلوکوما رامنځته کېږي.

 د ګلوګوما ډولونه
 کېدای شي چې ګلوکوما د عمر په هر پړاو کې رامنځته شي. ارثي ګلوکوما په هغه ماشومانو کې لیدل کېږي چې د سترګې د فشار د زیاتوالي سره یو ځای زېږېدلي وي. په شیدو خوړنکو کوچنیانو کې چې کومه ګلوکوما رامنځته کېږي د  infantile glaucoma په نوم یادېږي. که چېرې ګلوکوما د دوه کلنۍ څخه تر دولس کلنۍ یا بلوغت پورې عمر کې رامنځته شي د juvenile glaucoma په نوم یادېږي.
 په ټوله کې ګلوکوما په دوه ډوله ده: primary open-angle glaucoma او primary angle-closure glaucoma .
 primary open-angle glaucoma: لنډیز یېPOAG دی چې د ګلوکوما تر ټولو معمول ډول دی او د ګلوکوما د ټولو پېښو ۸۰ سلنه په بر کې نیسي.د open-angle اصطلاح د تخلیې سیسټم ته اشاره کوي کوم چې د aqueous humor تخلیه په غاړه لري. په حقیقت کې په POAG کې د تخلیې په سیسټم کې کوم چې د AH مایع تخلیه کوي کوم ښکاره او د لیدلو وړ بندوالی نه لیدل کېږي خو د سترګو فشار زیاتېږی او په بصري عصب فشار راځي. ددې ډول ګلوکوما ښکاره لامل معلوم نه دی خو داسې ویل شوي دي چې مایکروسکوپیک بندوالی داسې چې د Limbus څخه لږ لرې بندوالی دی د AH د تخلیې مخه نیسي چې داپه خپل وار سره د سترګې د دننني فشار د زیاتوالي سبب ګرځي.
 primary angle-closure glaucoma: لنډيز یې PACG دی. په دې ډول ګلوکوما کې د AH د تخلیې لپاره په drainage system یا د تخلیې سیسټم کې دلیدلو وړ بندوالی رامنځته شوی وي. په PACG کې Iris د cornea په وړاندې ټېله شوی وي او دah د تخلیې څخه مخنیوی کېږي په پایله کې د څو ساعتونو په اوږدو کې د سترګې فشار لوړېږي.
 د ګلوکوما لاملونه: تر ټولو لوی لامل یې په trabeculae کې د ah د تخلیې خرابوالی دی چې نتیجه یې د سترګې دنننی فشار لوړېدل دي. دویمۍ ګلوکوما د نورو بې نظمیو له امله پراختیا مومي کومې چې په سترګو اغېزې کوي.د دویمۍ ګلوکوما تر ټولو معمول سبب شکره یا diabetes دی. التهاب یا کومه ضربه چې سترګې ته رسېدلي وي هم د دویمۍ ګلوکوما په تر ټولو معمولو لاملونو کې شمېرل کېږي. که چېرې په سترګه کې ځینې درمل زیات شي لکه د corticosteroid زیاتېدل هم د دویمۍ ګلوکوما سبب کې راځي.

 د ګلوکوما نښې
 ـ "POAG" یوه خاموشه ځنډنۍ ناروغي ده یعنې ښکاره نښې له ځانه سره نه لري. هغه نښې چې په دې ډول ګلوکوما کې لیدل کېږي د ناروغۍ په وروستۍ مرحله کې ښکاره کېږي او هغه نښې عبارت دي له:د سترګې د دېوال شاوخوا ته د دروندوالي احساس،سردردي او د لید په دقت او د لیدو په Field کې کموالی رامنځته کېدل دي.
 د PACG لومړنۍ نښې په سترګو او وریځو کې د شدید درد څخه عبارت دی. سردردي، زړه بدوالی، دهر څه خړ لیدل او د څراغ د رڼا چاپېره د رنګه حلقو لیدل هم نورې نښې دي. که چېرې د پورتنیو نښو څخه دوه یې هم ښکاره شي باید ژر تر ژره پاملرنه ورته وشي.
 د ګلوکوما درملنه: درملنه نوموړې ناروغي له منځه نه شي وړلای خو د Optic عصب د زیات زیانمنېدو مخه نیولای شي. درملنه ددې سبب ګرځي چې د سترګې فشار راښکته شي. درملنه یې د سترګو دڅاڅکو یا نوردوایي درملو په ډول جوړ شوي دي چې یا په ترکیبي ډول یا په یوازې ډول ورکول کېږي. که چېرې د سترګې فشار د درملو سره مثبت ځواب ور نه کړ نو جراحي عملیې ته اړتیا پېښېږي.

Related Articles

د کور عایق کول House insulation

د کور عایق کول      House insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په کارولو سره انرژي تولید ته اړتیا کمیږي چې له امله نه یواځي مالي سپما کیږي بلکې ددې سربیره چاپیریال ته د مضره ګازونو...

شېر خان څوک و؟

شیر محمد  خان  نا شر په اصل کې د خروټو د قام مشهور مشر تیر شوی دی، چې نوموړی په شیر خان سره شهرت درلود. کله چې نادرخان د سقاو د زوی پر خلاف جنګیده نو د شیر خان ولسي لښکرو هم د هیواد په شمال کې د سقاو په راپرزولو او د نادرخان په ملا تړ سقاوي لښکرې وځپلې او د تاجکستان هیواد تر پولو پورې یې ځایونه په خپله ولکه کې راوستل.  هماغه و چې نادرخان دیوه فرما...

افسانچه ( ناشکري)

مولوي صيب ته چې د مدرسې په نوم چنده ميلاؤ شوه نو يوه حصه ئې مدرسې له ورکړه چې د خلقو د خولے نه اوځي او په باقې درے حصو باندي ئې ځان له نوے ټوډي موټر واخستو- زما يو ملګرے چې ورله مبارکۍ له لاړے نو مولوي صيب ورته لګيا شو .چي مونږ هسي د اللّٰه شکر نه ادا کوؤ . ګنې زه چرته او دا موټر چرته  ليک. محمد الياس

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...