د اولاد تربیه او کورنی چاپېریال

K
Ketabton
Author
Aug 12, 2020
5 years ago
3,258 views
د اولاد تربیه او کورنی چاپېریال

زمونږ په ټولنه کې زیات مور و پلار په لوی لاس خپل اولاد د بې لارېتوب لوري ته کشوي، هغوی خپل اولاد ته خبرې د پېغور په ډول کوي. د مثال په ډول که کوم بچی یې له کوم تکړه ډاکتر څخه متاثره شوی وي او د پلار یا مور پر وړاندې ووایي چې که لوی شم زه به هم ډاکتر یا انجینر جوړېږم؛ نو پلار یې په طنزيه او قهرېدلې ژبه ورته وايي، ((مردار خوره، ته دې شکل وګوره، ستا شکل د ډاکتر یا د انجينر دی؟ ته به له پکوړو خرڅولو پرته بل کار نه کوې.... ))


یا کله چې ماشوم ته په کورنۍ کې وویل شول چې (مه کوه، مه غږېږه، کم عقله، لوده، ته نه پوهېږې، په دې خبرو، کارونو کې ستا څه کار؟ او....) بس وګڼی چې له همدې ځایه مو هغوی ووژل، او هغوی به په ټول راتلونکي ژوند کې سرلوړی ژوند ونه کړي.


همدا زموږ د ژوندانه بدبختي ده. 


زموږ ډیری ځوانانو په ماشومتوب په کورنۍ کې مینه نده لیدلې، بدې خبرې ورته شوې، ځورول شوې، نظر او خبرو ته یې اهمیت ندی ورکړل شوی، همدا لامل دی چې په ځوانۍ کې د ډېرو ستونزو او مشکېلاتو سره مخامخ شي، د خپل راتلونکي لپاره فکر نه شي کولای، اروایي ستونزې ورته پیدا شي.....


تاسو لږ فکر وکړئ که چېرې موږ درې ماشومان سالم وروزل، درې کورونه مو ودان کړل. اما برعکس که چېرې مو درې ماشومان سالم ونه روزل نو درې کورونه خو لاڅه کوې چې ټوله ټولنه مو بدبخته کړه.
یو شاعر په دې اړه څومره ښه وایي.


 ماشومان که د مشرق که د مغرب دي
د خــندا او د ژړا انـــداز یـــې یــو دی


ددې پرځای چې باید خپلو بچیانو ته ووایو، چې: ((ګوره بچیه ! مخ دې مینځه ، لمونځ او اودس کوه، کالي دې پاک اغونده او په هر ځای کې خلکو ته سلام اچوه...))


کله چې له ښوونځي یا له بېرون څخه کور ته راستون شو، سلام ونکړو ، ورته ووایاست، چې ګوره بچیه د تا نه بیا سلام هېر شو؟ ګوره.بچیه که ته لمونځ نه کوې، خیرن ګرځې، خلک به وایي چې دا د پلاني زوی دی، څومره بې ادبه او مردار خور دی.


نه دا چې ورته ووایو ((د مردار خور زویه یا خنزیره دا مردار مخ دې ومینځه ستا له لاسه زمونږ پزې پرې شوې))


په داسې حالاتو کې ماشومان په لا شعوري ډول د پلار او مور د کړنو خلاف کار ترسره کوي. داسې ماشومانو ته یو څه کورنی چاپېریال خراب شي، يو څه يې ټولنیز چاپېریال کې اخلاقي فسادونه وي، نو په دې اساس ماشومان بېچاره ګان د خپل روښانه راتلونکي لپاره هیڅ فکر نه شي کولی.


هر ماشوم پخپل ځان کې د زده کړو، د کار کولو او د څه جوړېدنې يو عظیم جوهر او ځواک لري؛ خو که دا ځواک او استعداد يې څوک په کار واچوي، د ماشوم ذهن د ښو او بدو کړنو لپاره اماده وي، دوی له هرې ښې او بدې پېښې ډېر ژر اغېزمن کېږي؛ نو راځئ چې خپلو ماشومانو ته د دوی غوښتنې ورپه ځای کړو، حقونه یې ورکړو، د دوی استعدادونه او ذهني ځواک په کار واچوو ، مثبت او سالم روزونکی فکر وکړو، ترڅو مو هم  په راتلونکي کې اولاد سالم روزل شوی وي، او هم یې ټولنې او هېواد ته ګټه رسېدلې وي.
کله چې ټولنه د اصلاح طرف ته مایله شي نو بیا هر څوک په ارامه فضاء د ژوند کولو څخه برخوداره شي.


کلکم مسؤل راع وکلکم عن راعیته……الحدیث
هغه چې وایي د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده. یعنې کله مو چې ځان او کورنۍ اصلاح کړل نو ټولنه مو اصلاح کړې. او برعکس.


ماخذونه : د ځوان او خوښ اوسېدو هنر، ښځه د ژوند په ډګر کې

Related Articles

Dec 11, 2024
1,051 views

د نوي کال ناکامې ژمنې

ایا نوي کالونه د بدلون ځانګړي جادو لري؟ ستاسې ځواب هو او نه دواړه کیدی شي. نوی کال هغه وخت دی چې خلک د خپل ژوند په اړه فکر کوي، ځان سره حسابونه کوي، او نوي پلانونه جوړوي. خلکو کې د بدلون جذبه ډیره لوړه وي، عبادت ځایونه، کتاب پلونځي، د زده کړو مرکزون...

Aug 13, 2021
2,796 views

د بابړې پېښه (د پښتنو قتل عام)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د تاریخ په اوږدو کې پښتانه په بېلابېلو پلمو او نومونو رټل شوي، وژل شوي او له صحنې لرې ساتل شوي دي. له مقدوني سکندر، چنګېز خان او بابر نه نيولې تر پاکستاني پوځ پورې ټولو خپله برخه ظلم او تېری کړی دی. یو له دغو لویو غميزو "د بابړې...

Feb 09, 2023
1,392 views

د مینې میاشت

د مینې میاشت عمران اختر البته، د هرې بلې موضوع په پرتله د مینې په اړه ډیر څه لیکل شوي، د مینې په اړه د شعرونو نه ختمیدونکي بهیر، ډرامې او فلمونه او کتابونه شتون لري چې په هره برخه کې د مینې جلا جلا مفاهیم روښانه شوی دي. په اصل کې مینه صبر ده، مینه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,485 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,860 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...