دا کړنې مو د خپلې لور سره بریالۍ اړیکې ته هڅوي

i
imranghani
Author
Dec 08, 2021
4 years ago
2,124 views
دا کړنې مو د خپلې لور سره بریالۍ اړیکې ته هڅوي

لیکنه: شکېبا نادري، دا کړنې مو له خپلو لوڼو سره بریالۍ اړیکې ته هڅوي 

 

اولاد که هغه لور وي او یا زوی د بنده ګانو لپاره د خدایﷻ هغه ډالۍ ده چې هېڅکله یې شکر نه شي پر ځای کولای. دا ښکاره خبره ده چې پر مور او پلار خپل ټول اولادونه یعنې هم لوڼې او هم زامن ګران وي، خو دا هم باید په یاد ولرو چې په ډېری میندو تر لوڼو زامن ډېر ګران وي او برعکس په پلرونو بیا خپلې لوڼې ډېرې ګرانې وي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو، چې څنګه پلرونه له خپلو لوڼو سره نږدې اړیکه ولري، څنګه یې په ستونزو پوه شي او ستونزو ته یې په ګډه حللارې پیدا کړي، که تاسو هم غواړئ له خپلو لوڼو سره نږدې اړیکه ولرئ نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. خبرې یې واورئ!

د ښځو یوه ځانګړنه دا ده چې غواړي، مخاطب یې په غور سره خبرې واوري د هرې خبرې په اورېدو ورته یو عکس العمل ښکاره کړي. دا کړنه د دې لامل کېږي چې ستاسو لوڼې تاسو ته خپله هره خبره وکړي، ځکه دهغوی په دې پوهېږي، چې تاسو د هغوی هره خبره اورئ، نو هغوی هم هڅه کوي چې خپله هره خبره او ستونزو له تاسو سره شریکه کړي. 

  

۲. اړیکې ته مو د ملګرو په څېر دوام ورکړئ!

که تاسو مو له خپلو لوڼو سره د یوه جدي او غوسه ناک کس په څېر رویه وکړئ، هغوی به هېڅکله د دې جرات ونه کړي چې له تاسو سره خپلې ستونزې شریکې کړي، ځکه یو جدي او غوسه ناک کس سره خبرې کول جرات او لوی زړه غواړي چې ځینې نجونې یې نه لري.

 

۳. که لومړی اولاد مو زوی وي، نو رویې ته یې پام کوئ!

د ټولو نارینه وو خوښېږي، چې په کورنۍ کې ټول ورته درناوی وکړي، په ځانګړې توګه نوي ځوانان، نو که تاسو هم له خپلې لور څخه لوی زوی لرئ، رویې ته یې پام کوئ، چې له خپلو خویندو سره ناسمه رویه ونه کړي، ځکه د هلکانو داسې رویه پر نجونو ډېره بده اغېزه کوي.

 

۴. د بهر څخه له راتلو وروسته خپلې لوڼې ښکل کړئ!

ستاسو داسې ستړي مشي، د دې لامل کېږي چې ستاسو او د لوڼو تر منځ مو مینه دوه برابره شي.

 

۵. تشویق یې کړئ

که غواړئ چې د لوڼو زړه مو لاس ته راوړئ، د هغه کړنو لپاره یې تشویق کړئ، چې ورسره مینه لري، لکه که لور مو غواړي چې ډاکټره شي، نو تاسو باید ور سره مرسته وکړئ او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره یې تشویق کړئ.

 

۶. د لور پر وړاندې مو هېڅکله له مېرمنې سره ناسم چلند مه کوئ!

د ښځو یوه ښکاره ځانګړنه د دوی عاطفي والی دی، نو کله چې تاسو د دوی پر وړاندې له خپلو مېرمنو سره ناسم چلند وکړئ، دا کړنه مو ستاسو او لوڼو تر منځ د واټن او کرکې لامل کېږي، نو ښه ده، چې خپل چلند ته مو پام وکړئ.

که غواړئ چې لوڼې مو خوشحاله کړئ او دوی درسره نږدې اړیکې ولري، نو داسې چلند ورسره وکړئ، چې دوی درسره د راحتۍ احساس وکړي او خپلې ټولې خبرې درته وکولای شي.

Related Articles

Dec 24, 2020
9,079 views

د پيسو د ښه مدیریت لارې چارې

لیکنه: ریاض مقامزی که موږ ژور فکر وکړو نو ژوند مو له پیسو پرته ډېر سخت او آن ناممکن دی. ځکه چې موږ اړ يو د خوړو لپاره پیسې مصرف کړو او پرته له خوړو انسان ډېر ژوندی نه شي پاتې کېدای. دا سمه ده، چې د رزق وعده الله "ج" کړې ده، مګر دا په دې معنی نه ده،...

Mar 08, 2021
3,130 views

د هند مشهور دیني عالم او سکالر مولانا وحیدالدین خان

د هندوستان دغه دیني عالم او سکالر په خټه پښتون دی. نوموړی د۱۹۲۵ زیږدیز کال دجنوري میاشتې په لومړۍ نیټه دهندوستان داتهرپردیش ایا لت ( صوبې ) په اعظم ګړه کې زیږیدلی دی .ده خپلې زده کړې داعظم ګړ په مدرسة الا صلاح کې سرته رسولي دي او بیا دهند پلازمیینې ډ...

Mar 19, 2023
994 views

اوسپنیزکانکریټي کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست.

د اوسپنیزکانکریټي (RCC)  کار د کیفیت د کنترول لپاره چک لست .Checklist for Quality Control of  RCC Workکله چې د اوسپنیزکانکریټو کارونو د کیفیت کنترول  له کانکریټ اچولو وړاندې چک کوو ،غوره داده چې دچک کولو لپاره یو لست له ځانه سره ولرو کوم چې باید چک ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,757 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,144 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,043 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...