To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,854
هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي

هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي

لیکنه: شکېبا نادري

هغه تېروتنې چې ستاسو د موبایل د خرابېدلو لامل کېږي

 

موبایل د نړېوالو د پرمختګ تر ټولو اسانه لار ده، اوس مهال د نړۍ په هره برخه کې خلک له بېلابېلو ځیرک موبایلونو څخه د خپلو ورځنیو او کاري ستونزو د حل لپاره ګټه اخلي، خو ځینې کسان ډېری وخت داسې کړنې ترسره کوي چې د دوی د موبایل د خرابېدو لامل کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د هغو تېروتنو په اړه معلومات درکوو چې په ترسره کولو یې ستاسو موبایل خرابېږي.

که تاسو هم غواړئ د دغو تېروتنو په اړه پوه شئ او له تر سره کولو یې ډډه وکړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

 

۱. هېڅکله د چارجر د ځای د پاکولو لپاره له ستنې څخه ګټه مه اخلئ!

ډېری کسان د دې لپاره چې د چارجر ځای له دوړو څخه پاک کړي، د اوسپنې له وسایلو لکه، ستن، سنجاق چاړې او داسې نورو وسایلو څخه ګټه اخلي. سربېره پر دې ځینې کسان د خپل موبایل د چارجر ځای پوف کوي، چې دا کار هم ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېدلای شي، نو ښه ده چې د دغو کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ.

 

۲. هېڅکله مو موبایل لمر ته مه ږدئ!

هېڅکله مو موبایل لمر ته مه ږدئ، ځکه چې د لمر وړانګې د دې لامل کېږي چې ستاسو د موبایل ښیښه ژر خرابه شي او هغه موبایلونه چې لمر ته پاتې شوي وي د عادي موبایلونو په پرتله پر سختۍ او ځند چارج اخلي، نو هېڅکله خپل موبایل لمر ته مه پرېږدئ.

 

۳. مه پرېږدئ چې د موبایل چارج مو صفر شي!

د موبایل د بټرۍ د چارجېدلو لپاره غوره حالت له شلو سلنو څخه تر اتیا سلنو پورې دی، نو هېڅکله مه پرېږدئ چې د موبایل چارج مو صفر شي، ځکه دغه حالت مو موبایل خرابولای شي.

 

۴. د ناسمو اپلېکشنونو له ډانلوډ څخه ډډه وکړئ!

ډېری اپلېکشنونه شته چې  ویروسونه لري او ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي، نو ښه ده چې لومړی د اپلېکشن له ښه والي څخه ځان ډاډه کړئ او وروسته یې ډانلوډ کړئ.

 

۵. هېڅکله مو موبایل تشناب ته له ځان سره مه وړئ!

د الکټرونکي وسایلو په ځانګړي توګه د موبایل وړل تشناب ته ډېر خطرناک دي، که تاسو په تشناب کې خپل موبایل چارج ته کېږدئ د ډېرې کوچنۍ تېروتنې په ترسره کولو سره برښنا شارتي کولای شي، ځکه تشناب او شاوخوا ټول ځایونه لانده وي، نو د برښنا د نیولو خطر او وېره هم شته.

 

۶. هېڅکله د موبایل د پاکولو لپاره د کور د پاکولو له وسایلو څخه ګټه مه اخلئ!

ډېری کسان د خپل موبایل د ښیښې د پاکولو لپاره د هغې مایع څخه ګټه اخلي، چې د خپل کور ښیښې پرې پاکوي او یا د خپل موبایل د شاوخوا  د پاکولو لپاره د لوښو مینځلو له مایع څخه ګټه اخلي چې دا کړنه بېخي غلطه ده او ستاسو د موبایل د خرابېدو لامل کېږي.

نو که غواړی چې موبایل مو ژر خراب نه شي، نو د یادو کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ، ډېری موبایلونه یو یا دوه کاله د ضمانت لپاره وخت لري، خو که موږ د یادو کړنو له تر سره کولو څخه ډډه وکړو کولای شو چې له دغې دوه کلن ضمانتي موبایل څخه اته کاله ګټه واخلو، نو ښه ده چې له یادو کړنو څخه ځانونه لرې وساتو تر څو له یو ښه موبایل څخه د ډېر وخت لپاره ګټه واخلو.

Related Articles

د وینې فشار

د وينې په واسطه پر رګونو (شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه يادېږي.  يا: دا هغه فشار دی چې د وينې په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې واردېږي. د وینې فشار په دوه ډوله دی: لوړ فشار (systolic blood pressure) سيستوليک د وينې فشار: هغه فشار دی چې د هغه په واسطه وينه رګونو ته شړي، يعنې کله چې زړه رګونو ته وينه پمپ کوي په دې وخت کې...

د ابوریحان البیروني لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په لومړيو کې چې اسلامي نړۍ د مسلمانو له خپلمنځي جګړو، فساد او بې اتفاقۍ پاکه وه، مسلمانان په علمي برخه کې د نړۍ سرلاري وو. آن د اکثرو علومو بنسټ مسلمانانو کېښود او همدارنګه د وخت موجوده علومو ته یې بېساری پرمختک ورکړ. یو له همدې علمي اشخاصو څخه چې په اکاډميکه برخه کې ټولې نړۍ ته یو مثال دی او نږدې ټول مسلمانان پرې ویاړي، "ابو...

مک بوک کمپیوټرونه Mac Book

د MacBooks لپټاپونه: د ټکنالوژۍ شاهکار چې افغانستان کې یې نوی شهرت ترلاسه کړئ: * د ډیر دوستانو په غوښتنه مو د Apple د مشهور تولید MacBook په اړه معلومات راټول کړل، له نورو سره یې شریک کړئ ترڅو ټولو ته ورسېږي! د MacBooks لپټاپونع د اپل کمپنۍ مشهور لیپټاپونه دي چې په نړۍ کې د ټکنالوژۍ یو له پرمختللو وسایلو څخه شمېرل کیږي. د لوړ کیفیت ډیزاین، چټک پر...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...