To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 2 years ago 1,058
غټ سترګې نجلۍ

غټ سترګې نجلۍ

غټ  سترګې نجلۍ

لنډه کیسه

لیکواله: شکېبا نادري

 

هره خوا خوښۍ خورې وې، نجلۍ هم له دې چې د ورېندارې له پېغورونو خلاصه شوه، د نوي ژوند لپاره یې په زړه کې نویو هیلو غوټې وهلې. هلک چې د نجلۍ غټو او د غشو په څېر بڼو ته وکتل، له ځان سره یې غلي وویل: "شکر خدایه چې زما دعا دې قبوله کړه او زما غټ‌سترګې دې زما کړه!" 
د نجلۍ په واده میاشت نه وه اوښتې چې خاوند یې په ترافیکي پېښه کې مړ شو. په نجلۍ یو ځل بیا دا نړۍ اور شوه، د هلک د مور پیغورونه له ورېندارې هم ډېر شول، هره شېبه به یې ورته ویل: 
"ته بد قدمه چې راغلې موږ د تباه کړو، زموږ ارامي دې له منځه یوړه، زما زوی ستا بدبختې له لاسه مړ شو."
د نجلۍ ژوند د دوزخ غوندې شو، شپه او ورځ به یې د خواښې او خسر لپاره د مزدورې په څېر لګیا وه، خو په پای کې به یې خواښې ورته ویل چې څه دې کړي ټوله ورځ ناسته وې. 
شپې او ورځې تېرېدې نجلۍ د ناهیلۍ او درد ډک ژوند ته ادامه ورکوله هرڅه یې په پټه خوله زغمل، ځکه د تللو لپاره یې هېڅ ځای نه درلود. 
یوه ورځ یې خواښې ورته ویل چې ډوډۍ راوړه، وږې یم. نجلۍ ډوډۍ تیاره کړه، زړې ښځې غږ پرې وکړ:
ــ بدبختې!
ډوډۍ لږ وروسته راوړه اوس کار لرم.
ــ سمه ده مورې.
 خسر یې راغی، هرې خوا ته یې وکتل شونډې یې وخوځېدې، ډوډۍ ولې نه ده تیاره؟
ښځې د ټیکري پیڅکه سترګو ته ونیوه: 
ــ څه به ووایم شل ځله مې غږ وکړ چې ډوډۍ راوړه، خو څوک مې کله خبره اوري. 
سړی سم له واره له کوټې ووت، نجلۍ دېته په تمه وه چې څه وخت خواښې ورته امر کوي چې ډوډۍ ور وړي، مخ یې راوړوه، مړاوې سترګې یې د خسر د برګو سترګو سره وجنګېدې، خوله یې پوښتنې ته جوړه کړه، خو ناڅاپه کړس شو، نجلۍ لاس خپل مخ ته ونیو، سړي شاترشا په نجلۍ ګوزارونه کول، خو بې زړه نجلۍ د دې ناروا پوښتنه هم نه‌شوای کولی. 
سړي له وهلو وروسته نجلۍ له کور وایستله او ورته وویل: 
ــ نور دې دلته ونه وینم! 
نجلۍ د سړي پښو ته ښکته شوه، زارۍ یې شروع کړې:  
ـــ خیر دی پلارجانه، ما مه شړه زه به چېرته لاړه شم؟
سړي نجلۍ ټیله کړه او دروازه یې ورپسې بنده کړه. 
نجلۍ د دروازې شاته حیرانه ناسته وه، له ځان سره یې ډېر سوچونه وکړل، خو د ورور له کور نه پرته یې بل هېڅ ځای نه و، د ورور د کور په لور یې حرکت وکړ، هلته له رسېدو سره سم یې ورېنداره زمزمې پیل کړې: 
ـــ دا بدبخته بیا راغله، موږ له دې نه خلاصېږو. 
نجلۍ د ناهیلۍ ډکې سترګې ورور ته رډې نیولې وې، خو ورور یې د خور خوا ته هېڅ نه کتل. ورېندارې پرې غږ وکړ: 
ـــ ورور ته دې مړه مړه مه ګوره، دا زما کور دی او دلته به یوازې زما امر چلېږي.

Related Articles

تالنده او برېښنا چيشي ده؟

د تالندې (تندر) او برېښنا په هكله چې د انسانانو د پوهې تاريخ راوڅېړو، د بېلابېلو په زړه پورو افسانو او خرافاتي باورونو سره مخامخ كيږو. لرغوني يونانيانو باور درلود چې برېښنا د دوى د خدايانو د خداى ”زيوس” اسلحه ده او تالنده يې د قهر ناره ده. نو هر ځاى چې به برېښنا لگېدل، هغه ځاى به يې مقدس باله او معبد به يې پر جوړاوه. لرغونې روميانو هم يونانيانو ته...

پوستکی یا جلد ساتنه

پوستکی(جلد) #ورځنۍ_ساتنهپوستکی د بدن تر ټولو ستر غړی دی (2feet  مربع) او 3,6-4kg  وزن لري او پوستکی نه يواځې دا چې بدن پوښوي او د بهرنيو مايکروبونو فزېکي عواملو او التراويلت وړانګو پر وړاندې د بدن ساتنه کوي بلکه يو شمير نورې اړينې دندې هم لري #لکهد بدن د مايعاتو د ضياع مخنيوی حسيت د غړو د حرکاتو آسانول افرازې دنده معافيتي دنده اندوکرايني دنده(ويټام...

د دندې پيدا کولو هنر

  عمومأ کله چې په افغانستان کې کوم ځوان/ پېغله له پوهنتونه فارغ شي، توقعات یې ډېر لوړ وي؛ باید لوړ وي ځکه لیسانس کومه وړه خبره نه ده.   خو مشکل چېرې دی؟ موږ او تاسو په یوه داسې هېواد کې ژوند کوو چې له کلونو راهیسې د بدمرغې جګړې سیوری پرې پروت دی، نو ښه خبره دا ده کوم امکانات چې په نورو هېوادونو کې د ځوانانو لپاره مساعد دي، هغه باید په افغانستان...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...