هغه ناروغۍ چې علایم یې په سترګو کې پیدا کېږي

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 17, 2022
4 years ago
2,801 views
هغه ناروغۍ چې علایم یې په سترګو کې پیدا کېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د ناروغیو په تشخیص کې د ناروغ پر بدن څرګندې شوي نښې نښانې خورا مهم نقش لوبوي. روغتیاپالان اکثراً د همدې علايمو پر مټ ناروغي تشخیصوي او د درملنې چارې پیلوي. دا علايم د بدن په بېلابېلو برخو کې تر سترګو کېږي. په لاسونو، پښو، سترګو، سر او يا د بدن په بل هر ځای کې اختلالات د ځينو ناروغيو ښودنه کوي. په دې ليکنه کې موږ يوازې هغه ناروغۍ درپېژنو چې د سترګو په مرسته تشخیص کېدای شي.  

د سترګو علایم

سترګه د بدن حساسه برخه ده. کله چې انسان پر ناروغيو اخته کېږي، د بدن په دې برخه کې بېلابېل علایم تر سترګو کېږی. دا نښې نښانې عادي ندي؛ بلکې د یوې ناروغۍ خبر راکوي. ځینې مهم یې پدې ډول دي:  

لومړی| د سترګو سوروالی

که ستاسو د سترګو سپين همېشه سور ښکاري، دا پدې معنا ده، چې تاسو الرژي لرئ. دا په حقیقت کې د الرژۍ له لومړنيو علايمو څخه ګڼل کېږي. کېدای شي تاسو له کومو خوړو او یا هم نورو څیزونو سره حساسیت ولرئ او له همدې امله به له دې ستونزې سره مخ یئ. په دې برخه کې توصيه دا ده، چې وړاندې له جدي کېدو یې درملنه وکړئ. تر څو له سختې ځورېدنې خلاص شئ.  

دویم| د وروځو رژېدنه

کله چې د کوم کس د ورځو ويښتان رژېږي، عادي یې مه ګڼئ. دا ستونزه تر ډېره په هغو ناروغانو کې لیدل کېږي، چې په تېروئید غده کې یې ستونزه وي. د داسې خلکو لپاره زموږ توصيه دا ده، چې باید ژر تر ژره دې ددې برخې له متخصص سره وويني.  

درېیم| د سترګو رنګ بدلېدل

په ځينو ناروغانو کې د سترګو رنګ تت کېږي او یا هم بدلېږي. ددې معنا دا ده، چې د سترګو داخلي سلولونه د شړېدو په حال کې دي. که ژر تر ژره یې درملنه و نه کړئ، شاید خطرناکې پایلې ولري او ډېر مو وځوروي.  

څلورم| ناڅاپي ړندېدنه

که ناڅاپه مو سترګو کار پرېښی وي، کېدای شي له مغزي سکتې سره مخ شوي یئ. دا حالت هغه وخت رامنځته کېږي، چې د انسان مغزو ته وینه پوره و نه رسېږي او یا له بندښت سره مخ شي. دا سکته کولای شي د سترګو د کمزورۍ، ړندېدو او له منځه تللو سبب هم شي.  

پنځم| دانه

د سترګو په لاندينۍ برخه کې دانه ختل هم له خطره خالي نه ده. دا دانه چې په عامه اصطلاح یې "غولنه" بولي اکثرا عادي وي؛ خو کله ناکله په حقیقت کې سرطان وي او د سترګو د له منځته تللو سبب کېدای شي.  

شپږم| د سترګو ژېړوالی

که ستاسو د سترګو ژېړوالی ورځ تر بلې ډېرېږي؛ باید ژر تر ژره له روغتياپال سره ووينئ، تر څو د زېړي ناروغۍ معايناتو مو ترسره کړي. د سترګو ژېړوالی عادي مه ګڼئ. باید له ډاکټر سره ووينئ. له دې ټولو سره ـ سره ددې خطرناکو ناروغيو علایم هم په سترګو کې څرګندېدای شي.

  • شکر
  • ايډز
  • سرطان

Related Articles

Apr 18, 2022
1,731 views

هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه

هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانهنشئ!د نورو ژوند بايد‌خراب نه کړو.ځوان له خپل ملګري وپوښتل چېرته کار کوې؟- په پلاني ځای کې...- څومره معاش درکوي؟- ۷۰۰۰ افغانۍ شاوخواايله ۷۰۰۰؟!  په خدای که خو دا د ما د‌نسوارو م کېږي، لېونی يې په ۷۰۰۰ ؋ کار کوې څ...

Apr 11, 2022
3,130 views

آیا زړه ماتېدل رښتیا دي؟

آیا زړه ماتېدنه رښتیا ده؟ له پخوا راهیسې کله چې څوک له کومې پېښې غمګینه او خفه کېدِه وېل کېدل به زړه یې مات شوی ده. پخوا کېدای شي داسې ګمان مو کاوه چې زړه ماتېدل یوازې هسې یوه خبره ده. خو په حېرانتېا سره زړه ماتېدل (زړه ماتېدنه) رښتیا دي.    د مات...

May 30, 2023
1,315 views

د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي

د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي ډېر کسان د ځان د مدیریت او ودې لپاره د خپل فکر ټېکنالوژي کاروي. ستاسې پۀ ذهن کې ډېر څۀ موجود وي، خو پر هغې کار نۀ وي شوی او دا د فکر څرنګتیا ده، چې ستاسې لاشعور را ویښوي او د پنځؤنې لامل کېږي.هغه کسان چې د خپل فکر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,447 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,835 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...