To start downloading books

Please sign in or create an account.

د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)

د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

تاسو به هم خبر شوي یئ، چې د ګران وطن د نجونو روباټيک ټيم د نړۍ په کچه د "۸۸" هېوادونو ترمنځ په سیالۍ کې دویم مقام خپل کړی. په حقیقت کې دا زموږ هېواد او هر هېوادوال لپاره د ویاړ او خوښۍ خبره ده. خو دا نجوني څوک دي؟ کومې لاسته راوړنې لري؟ او ورته نورې پوښتنې مو پدې لیکنه کې ځوابېږي.  

د افغان نجونو تازه ویاړ

د پیاوړو نجونو هغه ډلګۍ چې تل یې د خپل وطن نوم لوړ ساتلی او خپلو هېوادوالو ته یې وياړونه ور په برخه کړي، یو ځل بیا د علم په ډګر کې ځلېدلې ده. دوی د روباټ جوړونې په یوه سیالۍ کې دویم مقام ترلاسه کړی چې د "۸۸" هېوادونو ټیمونو پکې ګډون درلود. دوی داسې ځيرک روباټ جوړ کړی، چې د ټرافیکو مدیریت ترسره کړي. دا اله ددې وړتیا هم لري چې د وسایطو تګ راتګ محاسبه کړي. باید ووایو، چې دا مسابقه په انلاين بڼه د اروپايي، اسیايي او امریکايي روباټ جوړونکو ترمنځ پیل شوې وه، چې له نېکه مرغه د افغانو نجونو وړتیا دوی وځلولې.  

د افغان نجونو روباټيک ټيم

دا ډلګۍ اوسمهال شاوخوا شل تنه غړي لري، چې پر هېواد د ت.البانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل وطن پرېښی او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې استوګنه غوره کړې. د روباټ جوړونکو دا ډله په "۲۰۱۷ز" کال کې د "ډیجیټل سیټیزن فنډ بسنټ" لخوا په هرات ولایت کې جوړه شوه او ډېر ژر یې نړېوال شهرت ترلاسه کړ.  

په هېواد کې د کرونا څپې د پراخیتا پر مهال یې د مصنوعي تنفس الې هم جوړې کړې وې. ددې ټيم له جوړېدو تر اوسه دوی شاوخوا دولس روباټونه طرحه کړي. روباټ داسې ماشيني الې وي، چې د مصنوعي ذکاوت په مرسته هغه کارونه کولای شي، کوم چې انسانانو پورې ځانګړې وي.

ددې ډلې په اړه بله په زړه پورې خبره دا ده، چې ددوی اکثریت غړي له شلو کالو کم عمر لري. دا پدې معنا ده، چې افغانې نجونې خورا پياوړې او ځیرکې دي.

دا پداسې حال کې ده، چې د په هېواد دننه د ګڼو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي؛ خو ت.البانو ژمنه کړې چې د نوي کال په پیل سره به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانستل شي. په همدې هيله!

Related Articles

امتحان شهروندی هالند Inburgeringsexamen

معلومات کامل در خصوص امتحان شهروندی هالند ( Inburgeringsexamen ) آزمون شهروندی برای همه اجباری نیست و فقط اگر بخواهید اقامت دائم و یا پاسپورت هالند را بگیرید باید این آزمون را پاس کنید.مهم ترین مورد این هست که سطح آزمون inburgering برای اغلب افراد که تاریخ ورودشان قبل از جنوری ۲۰۲۲ بوده، سطح A2 هست. اما غالب ورودی های بعد از سال ۲۰۲۲ باید سطح زبان...

د سټاين بیک لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د امریکا د هغو لیکوالو له ډلې چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده، یو هم "سټاين بیک" دی. که څه هم امریکايي کره کتونکي خورا سخت پرنسپونه او اصول لري؛ خو نوموړی ددوی د سختو پرنسپونو له دایرې  وتلی دی او د امریکايي لیکوالو د پنځو لویو ستورو په منځ کې یې ځای خپل کړی دی. موږ په دې لیکنه کې د نوموړي پر ژوند او فن لنډې خبرې لرو. سټاين بیک څ...

جنګي جرمونه کوم دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په کوم هېواد کې چې جنګ وي، هلته خلک حتما د جنګ له بېلابېلو اصطلاحاتو سره مخ کېږي. په هېواد کې د جګړې له شدت سره نړېوالې ټولنې د جنګي جرمونو د ترسره کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې دوی به د جګړې د خواوو له لورې د ترسره شوو اعمالو څېړنه کوي. اوس پوښتنه دا ده، چې جنګي جرمونه څه ته ویل کېږي؟ په دې لیکنه کې به مو همدا پوښتنه ځواب شي. ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...