لس کاله که شل کاله!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 08, 2022
4 years ago
1,861 views
لس کاله که شل کاله!؟

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

یو حکايت دی، چې شاګرد خپل استاذ ته وویل: په څومره وخت کې به دا کسب په بشپړ ډول زده کړم؟ ځواب یې ورکړ: لس کاله.  شاګرد بیا وپوښتل: که زه شپه او ورځ په ځان یوه کړم؛ ډېر زحمت وباسم. سهار ملا آذان کار شروع کړم او ماسختن ناوخته یې بس کړم؛ بیا به یې په څومره وخت کې زده کړای شم!؟  استاذ یې وویل: په شلو کلونو کې!  

د حکایت درسونه

که دقیق ځير شو، دا حکایت موږ او تاسو ته خورا په زړه پورې درسونه راکوي. معمولا په سرعت سره خپلې ټاکلې موخې ته ژر رسېږو؛ خو په حکایت کې ویل شوي، چې سرعت هدف ته ستاسو رسېدل ځنډوي/اوږدوي. په هر حال؛ له دې داستان څخه دا درسونه اخيستلای شو.

• سرعت یا ډېر کار کول مو هدف ته په رسېدو کې ټکنی کوي. که څوک شپه و ورځ کار وکړي؛ نو حتما به صحي ستونزې پیدا کوي او ډېر امکان شته، چې د اوږدې مودې لپاره کار و نه کړای شي او پدې توګه به هدف ته رسېدل ورته سخت شي.

• بېړه کول ستاسو فکري تمرکز خرابوي او په هر کار کې چې فکري تمرکز نه وي موجود په اسانۍ نه زده کېږي.

• بېړه کول ستاسو د دقت وړتیا له منځه وړي او پدې توګه به پخپل کار کې ډېرې غلطۍ کوئ.  

• که تاسو غواړئ ژر یو کار زده کړئ ډېر کار مکوئ؛ بلکې سم کار کوئ. موخه دا چې تل د کمیت پر ځای کیفیت ته لومړیتوب ورکړئ.  

• د کسب، علم او یا بل هر کار په زده کړه چې وارخطايي مکوئ. د هر کار د زده کړې لپاره آرام ذهن، دقت، کیفیت او مینه مهمه ده؛ نو همدا ځانګړنې خپلې کړئ. 

Related Articles

Sep 19, 2021
2,217 views

د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونه

د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونه: د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ (موسسې) د نړۍ تر ټولو سوکاله (آرامه) هیوادونه څرګند کړي دي. په وروستیو ۱۵ کلونو کې نړیواله آرامتیا ۲٪ سلنه کمه شوې ده او مهاجرت ( له خپل هیواد څخه وتل د ښه ‌ژوند لپاره) په بې سارې توګه زیاتوا...

Jan 12, 2021
4,122 views

په ولاړه د اوبو څښلو زيانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی خواړه او اوبه هغه څه دي، چې د نه شتون په صورت کې یې انسان تر ډېره ژوندی نه شي پاتې کېدای. موږ د خپلې روغتيا او ژوندي پاتې کېدو لپاره اړ یو چې اوبه وڅښو. اوبه څښل ګڼې روغتيايي ګټې لري، خو په نامناسبه اندازه او ډول اوبه څښل ستاسو پ...

Jun 18, 2025
1,264 views

د ایران او اسرائیل جګړه؛ رضا پهلوي او د نړیوالو اړیکو نوې معادله

عمران اختر د ایران پخواني ولیعهد رضا پهلوي له بي بي سي سره په وروستۍ مرکه کې د اسلامي جمهوریت د کمزورتیا، د "سیاسي انډول د بدلون" او "د رژیم د پای ته رسېدو فرصت" ته اشاره وکړه، چې دا څرګندونې نه یوازې د ایران د اوسني بحران یوه سیاسي نښه ده، بلکې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,743 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,142 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,030 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...