لیکنه ـ ریاض مقامزی  

که څه د انټرنیټ او نورو ټکنالوژيکو پرمختیاوو له امله راډيو خپل پخوانی ارزښت او اورېدونکي له لاسه ورکړي؛ خو لا هم په لرې پرتو سیمو او آن ځينو ښارونو کې ګڼ شمېر خلک یې په مینه اوري.

په هر حال؛ نن د فرورۍ ديارلسمه ده، چې د راډیو د نړېوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. په همدې موخه مو دا اړینه وګڼله ترڅو لوستونکي په دې اړه هم کافي معلومات ترلاسه کړي. تاسو به پدې لیکنه کې د راډيو په اړه لا ډېر پوه شئ.  

راډيو څنګه کار کوي؟

دا اله (راډيو) د مختلفو سامان الاتو او امکاناتو په مرسته د سټوډيو له دننه غږونه او خپرونې د هوا د څپو له لارې د خلکو تر کورونو رسوی. راډيو د بېلابېلو خپرونو پر مټ هڅه کوي خپل اورېدونکي او ارزښت وساتي؛ له همدې امله د هر ډول ذوق لرونکي خلک  پکې خپل ذوق خړوبولای شي. په راډیو کې خبرونه، تفريحي خپرونې، سیاست، ديني خپرونې، ادبي بحثونه او ورته نورو سوژو خپرونې چمتو کېږي ترڅو خپل هر ډول اورېدونکي خوښ او بوخت وساتي.  

راډيو کله اختراع شوه؟

د راډيو اختراع کوونکی "ګلولي المو مارکوني" نومېږي؛ نوموړی په "۱۸۴۷ز" کال کې د ايټاليا په بولوني ښار کې زېږېدلی و. دا چې په طبقاتي لحاظ کورنۍ یې شتمنه وه؛ نو د شخصي ښوونکو لخوا په ښه ډول وروزل شو. د وخت په تېرېدو یې د "هنريش هرتز" هغه نظریې سمې او دقیقې ولوستې چې د الکترومقناطیسي څپو په اړه یې ورکړې وې. هغه ویلي وو، چې الکترومقناطیسي څپې د "نور" د څپو د سرعت په اندازه چټک خپرېدای شي؛ همدې خبرې د مارکوني په ذهن کې یوه نظریه پیدا کړه او فکر یې کاوه چې کولای شي له سیم پرته غږونه له یوه ځایه بل ځای ته په چټکۍ ورسوي. بالاخره همدا نظریه په یوه واقعیت بدلېږي او راډيو اختراع کوي. د راډيو د اختراع کال "۱۸۸۵ز" کال ښودلای شو.  

د راډيو په اړه د ملایانو فتواوې!

کله چې راډيو جوړ شو؛ ملایانو حرام باله. دا ځکه چې دوي له عصري علومو ډېر لرې وو او یوازې یې دیني کتابونه لوستي وو. دوی فکر کاوه، چې د غربیانو لخوا هر اختراع شوی څيز به د اسلام ضد وي؛ نو د یوې عُقدې او باور له کبله یې ډېری شيان چې نن حلال بلل کېږي، په لومړيو کې حرام ګڼل شوي وو. مثلا د حوالې له لارې د پیسو انتقال، په بانک کې د پیسو ايښودل، لاوډسپيکر، راډیو اورېدل او نور ډېر ګټور مسایل ناروا بلل شوي وو. آن تر دې د دیوبند لوی عالم مولانا ګنګوهي د راډيو له لارې د قرآنکريم تلاوت اورېدل هم حرام بللي وو. دا موږ ته راښيي چې اکثریتو علماوو د خپل نظر څرګندولو په وخت کې دقت ندی کړی. ددې پر ځای چې د دین اصلي معنا درک کړي؛ د دین یو ډېر ناسم تعبیر چې دوی پخپل ذهن کې درلود خپراوه/خپروي؛ نو باید هڅه وشي هر انسان دین يوازې د ملا له خولې وا نه وري؛ بلکې خپله هم ډېره دیني مطالعه وکړي ترڅو د اسلام مبارک دین هغه اصلي تعبیر ترلاسه کړي.