ليکواله: شکېبا نادري
لنډه کيسه: د برخليک لوبه
سترګې یې پرانستې د تل په څېر د کړکۍ په لور روانه شوه له کړکۍ څخه یې د بڼ په شنو ونو سترګې ولګېدلې د ونو په خاښونو کې ډول ډول الوتونکي ناست و او په خپلو نرمو او ښایسته اوازونو یې خوږې سندرې ویلې، دې هم ورته په ډېر غور غوږ نیولی و، ناڅاپه یو ډز شو، الوتونکي له خاښونو څخه یو او بل لور ته وتښتېدل پر دې هم لاره ورکه شوه، له کړکۍ څخه یې ځان د کوټې یوه کنج ته کړ، خو غږونه شېبه په شېبه را نږدې کېدل، له کوټې څخه د راوتلو جرأت یې نه شو کولای، یو نوی غږ یې غوږ ته راغی، چې ویل یې دوی رښتیا ویل فکر نه کوم بل څوک دې دلته شته وي راځئ چې لاړ شو، شېبه غلې وه، د بوټونو غږونه د لرې کېدو په حال کې و، دې هم د کټ له خوا نه سر راپورته کړ، خو هېڅوک یې ونه لیدل ټول غږونه ورو ورو ورک شول، له کوټې څخه را بهر شوه، ګړندي ګامونه یې واخیستل او لاندیني پوړ ته راښکته شوه، پښې یې د صالون په ځمکه سرېښې شوې، د کور ټول دېوالونه پر وینو سره و، د پخلنځي په لور یې وکتل هلته یې یو کوچنی د لوبو موټر ولید چې یوه ماشوم په لاس کې نیولای و، ورمنډې یې کړې، احمد یې راپورته کړ، احمد غټې، تورې سترګې د سپوږمۍ سترګو ته ونیولې او ورته ویې ویل خورې موږ وبښه له تا مو ساتنه ونه شوای کړای، سر یې د خور پر ټټر کېښود او درې ژورې ساګانې یې واخیستلې، دې یې هم پر سترګو لاس را تېر کړ او پرې پټې یې کړې، د مخامخ کوټې پر لور یې حرکت وکړ، نور یې د حرکت توان نه درلود کېناستله، په کېناستلو یې ځان تر مخامخ کوټې کش کړ، هلته یې مور او پلار په داسې حالت کې ولیدل چې په وینو رنګ و، د مور په لور یې ورمنډې کړې، وویل مورې دا څه وشو، پلار یې له لاسه ونیوله او ورته یې وویل لورې ما ته د دې لپاره نه یې لویه کړې چې خلک دې په پیسو رانه واخلي ما ته د ښه ژوند، د ټولنې د خدمت او د ټولنې د وګړو سره د مرستې لپاره لویه کړې یې ته له دې ځایه لرې لاړه شه او خپل تعلیم ته دې دوام ورکړه، ما د کلي خان ته ویلي دي چې زما لور دلته نشته ما هغه له دې ځایه یوه لرې ځای ته لېږلې ده، ته دې اوس لومړی د ترور کره لاړه شه بیا به د هغوی یو امن ځای ته ورسوي، سپوږمۍ په ماټ زړه، له اوښکو ډکو سترګو او له ژړا نه ډک اواز ورته وویل زه نه ځم تاسو به څنګه کوم؟
پلار یې په غوسه شو او ورته ویې ویل: زه درباندې امر کوم چې له دې ځایه لاړه شه ته دې د پلار امر نه منې؟
ــ منم یې پلاره، خو تاسو...؟
ــ وایم لاړه شه!
سپوږمۍ خپله لوپټه راکش کړه له کور نه په داسې چیغو ووتله چې ان هغه د هوا مرغانو چې هره ورځ به یې ورته د خوښۍ سندرې ویلې هم ور سره ژړل، د لوپټې څوکې یې پر ځمکه نرۍ لارې جوړې کړې، پر وینو ککړو پښو باندې یې د خاورو څلی جوړ شول، د بر کلي په لور روانه شوه، د ترور د کور دروازه یې وټکوله، ترور یې غږ کړ، څوک یې؟
سپوږمۍ وویل: زه یم ترورې
ــ ترور یې سم د لاسه ورته وویل ولې دلته راغلې، که د خان زوی دلته راشي موږ له تانه ساتنه نه شو کولای، خپله کورنۍ خو د په ستونزو کې ده موږ ته ستونزې مه جوړوه له دې ځای نه لاړه شه!
ــ نجلۍ یې د ترور سترګو ته حیران حیران کتل، چې د ترور زوی یې راغی، د سپوږمۍ د حالت په لیدو یې ډېر زړه وسوځېد او ورته وویل راځه دننه ولې بهر ولاړه یې؟
ترور یې خپل زوی ته وویل: زویه ځانته ستونزې مه جوړوه.
اتل وویل نه مورې دا زموږ مسوولیت دی ماما مې د سپوږمۍ د ساتنې مسوولیت ماته راکړی نو زه یې څنګه داسې یوازې پرېښودلای شم؟
له سپوږمۍ څخه هر څه خوراک څښاک هېر و، له سترګو څخه یې د اوښکو بارانونه بهېدل، شپه شوه سپوږمۍ د کوټې په کنج کې ناسته وه سر یې په زنګنونو اېښی و او د خپل پلار، مور او ورور په اړه یې فکر کاوه، ناڅاپه غږ وشو.
سپوږمۍ!
سپوږمۍ سر را پورته کړ او له اوښکو په ډکو سترګو یې د کوټې هر لوري ته وکتل، خو څوک یې ونه لیدل، بیا یې خپل سر پر زنګنو کېښود چې بیا غږ وشو.
سپوږمۍ!
نجلۍ بیا سر راپور کړ، ګوري چې اتل د کړکۍ شاته ولاړ دی، اشاره یې ورته وکړه چې له کوټې څخه بهر را ووځه، سپوږمۍ هم ورته په اشاره وویل: چې ترور مې ده، هلک ورته وویل: خیر وي دې، ته یو ځل راووځه.
سپوږمۍ هم له خپل ځای نه جېګه شوه او د کوټې ور یې ورو خلاص کړ اتل ورته وویل: راځه چې ځو!
سپوږمۍ وویل: چېرته؟
ــ زه هم نه پوهېږم خو باید له دې ځای نه لاړ شو، ځکه د خان زوی په ټولو ځایونو کې تا لټوي.
سمه ده، خو صبر چې ترور ته مې ووایم چې موږ ځو.
نه، که مور مې پوه شوه چې د خان زوی تا لټوي بیا به ماته اجازه رانه کړي چې له تا سره لاړ شم.
اتل خپل لاس سپوږمۍ ته ونیوه چې لاس دې راکړه چې ځو.
خو سپوږمۍ د لاس ورکولو جرأت ونه کړ، سترګې یې ښکته کړې او غلې ودرېده.
اتل وویل: راځه نو!
نیمه شپه وه له کور څخه ووتل، د ستورو به رڼا کې یې یو بې برخلیکه مزل پیل کړ، له کلي د وتلو په حال کې و چې اتل مخ راواړوه او ویې ویل: خدای خبر چې بیا به زه دې کلي ته راشم او کنه؟
د اتل دا خبره د سپوږمۍ په زړه لکه د غشي ګذار غوندې شوه، ورته یې وویل: اتله! ته مجبور نه یې ژوند دې زما لپاره قرباني کړې زه به یوه چاره پیدا کړم ته راسره مه ځه.
اتل سترګې برګې کړې او ورته یې وویل: د سړي یوه خبره وي ما مې له ماما سره ژمنه کړې چې تا به یوازې نه پرېږدم او ستا د ساتنې مسوولیت مې په غاړه اخیستی دی، نو دا به ستا وروستی ځل وي چې داسې خبره کوې.
له کلي ووتل د سړک سر ته ورسېدل شېبه وروسته ډېر لرې یوه رڼا ښکاره شوه، اتل سپوږمۍ ته وویل: دې خواته راځه د سړک لاندې خواته ودرېدل رڼا شېبه په شېبه ورته نږدې کېدله، سپوږمۍ د سړک په خوا کې غلې ولاړه وه اتل د موټر مخې ته ورغی په موټر کې یو چاغ او له عمر پوخ سړی ناست و اتل ورته وویل: کاکا چېرته ځې؟
سړي وویل: ته چېرته ځې؟
اتل د سړي خبره ورغبرګه کړه زه کابل ته ځم.
راځه ځوانه!
اتل وویل: زما سره بل کس هم شته.
سړي وویل: راځئ دواړه.
سپوږمۍ او اتل موټر ته جېګ شول موټروان د اتل خواته وکتل او ورته یې وویل: هلکه!
نه یې درکوله که ستا کورنۍ نه درته کوله؟
اتل وویل: څه، پوه نه شوم؟
ــ ولې دې ورسره واده ونه کړ چې ورسره تښتې؟
اتل سوړ اسوېلی واېست او وویل: بس کورنۍ ستونزې وې نه شوه.
سړی هم غلی شو.
شېبه ټول غلي وو.
پرته د موټر له اواز نه د بل هېڅ شي اواز نه و، توره شپه وه د سپوږمۍ یې د خپلې کورنۍ د هر غړي هغه وروستۍ ساګانې هېڅ نه هېرېدلې ژړا واک ور نه کړ، خو خپل مخ یې پټ کړی و او په پټه یې ژړل، شپه په تېرېدو وه د سهار وړانګې په غرونو خپرې شوې چې دوی کابل ته ورسېدل، له موټر نه ښکته شول اتل سپوږمۍ ته وویل: څه شی خورې؟
سپوږمۍ وویل هېڅ نه خورم زه وږې نه یم.
اتل یې په سترګو کې سترګې خښې کړې او ورته ویې ویل ستا دا د ماشومتوب عادت اوس هم شته چې هر څه درته ووایم باید زما د خبرې ضد خبره راته وکړې؟
سپوږمۍ غږ ونه کړ.
اتل ورته وویل راځه دې مخامخ هوټل ته ورشو، خو سپوږمۍ له تلو نه انکار وکړ، خو اتل یې خبره ونه ومنله او له مخامخ هوټل نه یې دوې برګرې را واخیستلې.
یوه یې خپله واخیستله او بله یې سپوږمۍ ته ورکړ، سپوږمۍ وویل: اوس به چېرته ځو؟
ــ ته اندېښنه مه کوه زما ملګري دلته شته د هغوی کره به لاړ شو.
برګرونه یې وخوړل د اتل موبایل وشرنګېد.
اتل په ستړي او بې خوبه غږ وویل: هلو موږ کابل ته راورسېدلو چېرته درشو؟
مقابل لوري د خپل کور پته ورکړه، روان شول سپوږمۍ لږ او ډېر تعلیم کړی و، خو په ښار کې یې لوحو د خلکو او موټرونو ګڼې ګوڼې ته حیران حیران کتل اتل ورته وویل ستا په یاد دي چې په ماشومتوب کې به مې درته ویل چې بیا د ښار ته بیایم او درته د سینګار شیان اخلم اوس یې وخت راغلی هر څه دې چې خوښ وي اخیستلی یې شې، سپوږمۍ پوهېدله چې اتل یې د پام بدلولو هڅه کوي، هېڅ یې ونه ویل روانه شوه، سپوږمۍ د ښار اوږدو سپین رنګو موټرونو ته هکه پکه وه، اتل موټر ته دې جیګدلو په پاره سپوږمۍ ته اشاره وکړه موټر ته جېګه شوه خو سپوږمۍ د اتل نه پرته د هر هلک په څېره کې د خان د زوی څېره لیدله، له موټر نه ښکته شول، اتل مخکې او سپوږمۍ ورپسې روانه وه، یو ناڅاپه غږ وشو اتله!
اتل مخ را واړوه سپوږمۍ پرې غږ وکړ اتله وتښته، خو اتل د سپوږمۍ خبره ونه منله د خان د زوی مخې ته ودرېد د خان زوی د ځناور په څېر په اتل حمله وکړه اتل هم ورسره لاس او ګرېوان شو، سپوږمۍ د مرستې لپاره ډېرې چیغې وکړې خو چا یې غږ وانورېد.
اتل ورته همدا یوه خبره کوله چې له دې ځایه لاړه شه، خو سپوږمۍ په دې ښار کې له اتل پرته بل هېڅوک نه پېژندل نو چېرته به تللې وه، ناڅاپه ډز شو سپوږمۍ د اتل په لور ورمنډې کړې، اتل یې د زړه پر سر ویشتلی و سپوږمۍ یې په زخم لاس ونیوه او چیغې یې وهلې خیر دی مرسته وکړئ.....
خو هېچا یې غږ نه اورېده د خان زوی نجلۍ له لاسه ونیوله او له اتل څخه یې لرې کش کړه، د اتل سترګې پټې پټې کېدلې خو د سپوږمۍ لاس یې ټینګ نیولای و، ورته یې وویل زه بښنه غواړم له تا نه مې ساتنه ونه شوه کړای حق دې راته وبښه نجلۍ ورته وویل چې ما بښلی یې ما هم وبښه په همدې حالت کې سپوږمۍ په زور سره د خان زوی موټر ته جېګه کړه.
سپوږمۍ ډېرې چیغې وکړې چې ما پرېږده...
تورو ښیښو واله موټر د یوه لوړ کور مخې ته ودرېد سپوږمۍ یې له موټر نه راښکته کړه، د لوړ کور شاوخوا ډېر کسان ولاړ و هر څه چمتو و، سپوږمۍ یې یوې کوټې ته راوستله په کوټې کې یوه نرۍ او سپینه نجلۍ ولاړه وه، سپوږمۍ نجلۍته وکتل چې دا نو څوک ده؟
نجلۍ پوښتنه وکړه این عروس خانم است؟
سپوږمۍ یې په خبره هم پوه نه شوه، دوی لاړل او سپوږمۍ یې له نجلۍ سره یوازې پرېښودله نجلۍ سپوږمۍ ته ډېرې خبرې وکړې، خو سپوږمۍ نه پرې پوهېدله، دومره پوه شوه چې دا نجلۍ یې د سینګار لپاره راوستلې ده، سپوږمۍ ژړل او له ځان سره یې له دې ستونزې څخه د خلاصون لار لټوله، نجلۍ ورته د سینګار وویل: خو سپوږمۍ ورته وویل چې له مانه لرې اوسه غواړم مړه شم خو له دې هلک سره واده نه کوم.
نجلۍ له کوټې څخه ووتله، د سپوږمۍ ټول پام د اتل خواته و. سوچونه یې کول چې اتل به څنګه شوی وي، د کوټې ور خلاص شو د خان زوی راغی او سپوږمۍ ته یې وویل ستا هغه اتل چې تا پرې دومره باور درلود مردار شو اوس نو ته باید زما مېرمن شې بله هېڅ لاره نه لرې، بېرته له کوټې ووت د سپوږمۍ زړه دومره ډک و، د اتل، مور، پلار او ورور مرګونه یې د زغملو نه و چې څومره یې کولای شو چیغې یې وکړې، سینګار واله بیا راغله او سپوږمۍ ته یې د سینګار کولو وویل، سپوږمۍ هېڅ غږ نه کاوه په همدې شېبه کې کوټې ته یوه بله نجلۍ راغله نجلۍ سپوږمۍ ته وویل که مو کوم څه ته اړتیا وه ماته غږ وکړه، سپوږمۍ شېبه غلې وه.
بیا یې وویل زما یو څه پکار دي نجلۍ ورته راغله څه؟
ــ لږ مېوه زه ډېره وږې یم.
ــ نجلۍ وویل ډوډۍ به راوړم.
ــ سپوږمۍ وویل نه مېوه غواړم.
نجلۍ لاړه مېوه یې راوړه سپوږمۍ دوې سترګې د مېوې قاب ته نیولې وې چې چاړه لري او کنه.
چاړه ورسره وه سپوږمۍ له قاب څخه لږ مېوه وخوړله او ویې ویل چې دا نوره هم وروسته خورم.
سینګار خلاص شو، سپوږمۍ ته یې نوې، سپینې، اوږدې او ښایسته جامې ورواغوستلې سپوږمۍ وویل: زه تیاره یم، زوم ته غږ وکړئ، د خان زوی راغئ د سپوږمۍ په لیدو یې سترګې راووتلې ویل یې ته ما سره واده کوې؟
سپوږمۍ وویل هو، بله لاره نه لرم.
د خان زوی ډېر خوشحاله شو او خپلې پخوانۍ مېرمنې ته یې غږ وکړ غوټۍ!
راشه دا دی د پیسو زور سپوږمۍ مې څنګه راضي کړه.
سپوږمۍ هېڅ ونه ویل غلې ولاړه وه.
د خان په زوی یې غږ وکړ دلته راشه زه درسره په یوازې توګه ځینې خبرې کوم.
د خان زوی ټول کسان ولېږل سپوږمۍ ورته ویل چې دروازه هم بنده کړي!
ــ خو ولې؟
ــ هسې څو شېبې وروسته موږ مېرمن او خاوند کېږو په دې کې څه خبره ده؟
د خان زوی دروازه بنده کړه د سپوږمۍ په سترګو کې ترې ځان ورک شو سپوږمۍ ورته د نږدې راتګ وویل ور نږدې شو دې هم د مېوې له قاب څخه چاړه راپوره کړه او د خان د زوی په خېټه یې دننه کړه، د خان زوی هڅه وکړه چې چیغه وکړي دویمه چاړه یې وواهه هلک پر ځمکه را پرېوت سپوږمۍ ورته وویل دا چاړه مې د مور لپاره، دا مې د پلار...
د کوټې دروازه وټکېدله خو سپوږمۍ خلاصه نه کړه شېبه وروسته دروازه د خان د ساتونکو له خوا ماته شوه ساتونکو چې د خان د زوی مړی ولېده، نو په سپوږمۍ یې ډزې پیل کړې او هملته یې شهېده کړه.