ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

i
imranghani
Author
Feb 15, 2022
4 years ago
1,678 views
ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

لیکنه: شکېبا نادري

ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

 

اومېندواري د ښځو د ژوند ستونزمن خو په ورته وخت کې یو په زړه پوری پړاو دی. هره ښځه په خپل زړه کې د مور کېدلو هیله لري او غواړي چې خپل خاوند او کورنۍ ته یو وراث وزېږوي او په خپل ژوند کې یو مثبت بدلون راولي.

 د اومېندوارۍ پر مهال د ښځو په رویه، حالت، خوی او ان خبرو کې بېلابېل بدلونونه رامنځته کېږي، چې د کورنۍ نور غړي په ځانګړي توګه خاوند یې باید د خپلې مېرمنې دغه حالت وزغمي.

د اومېندوارۍ پر مهال د ځینو ښځو زړه غواړي چې ترخه خواړه وخوري، خو د خلکو په اند ترخه خواړه پر ماشوم منفي اغېزه کوي.

موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوراک د ماشوم لپاره زیان لري او کنه؟

که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

څېړنو څرګنده کړې ده چې د ترخو خوړو خوراک د ماشوم لپاره هېڅ زیان نه لري، خو اومېندواره مېرمن له بېلابېلو ستونزو، لکه د معدې سوځېدل، د خوړو نه هضمېدل او دې ته ورته ستونزو سره مخ کولای شي، ځکه د اومېندوارې مېرمنې بدن د بدلون په حالت کې دی، نو باید د ترخو خوړو له خوراک سره پام وشي او لږ وخوړل شي. کېدای شي په لومړیو درېیو میاشتو کې د ترخو خوړو خوړل پر تاسو کومه منفي اغېزه ونه کړي، خو هغه اومېندوارې مېرمنې چې کانګې کوي د ترخو خوړو خوړل ورته ستونزمن دي، ځکه ترخه خواړه مو د یاد حالت د لا خرابېدلو لامل کېږي.

له درېیمې میاشتې وروسته د ماشوم د لویېدلو له امله اومېندواره مېرمن نه شي کولای په سمه توګه خوراک وکړي، ځکه د رحم لویېدل د معدې د کوچینوالي لامل کېږي، نو په داسې حال کې باید اومېندواره مېرمن داسې څه ونه خوري چې د معدې د درد او سوځېدو لامل یې شي یعنې د ترخو خوړو له خوراک څخه باید ډډه وکړي.

د معدې سوځېدل په ټولو انسانانو په ځانګړې توګه په اومېندوارو مېرمنو کې ډېر دي، ترخه خواړه د دې لامل کېږي چې د معدې سوځېدل مو څو برابره شي، نو که غواړئ چې د معدې د سوځېدو مخنیوی مو وکړئ له ترخو، غوړو، سره شویو خوړو، قهوې، اسیدي او ګازداره څښاکونو او خوږو شیانو له خوړلو څخه ځان لري وساتئ.

سربېره پر دې د معدې ډېر ډکول مو هم د معدې د سوځېدو لامل کېږي، خو د دغه حالت د مخنیوي لپاره اومېندواره مېرمن باید ډېرې اوبه وڅښي.

د اومېندوارې مېرمنې د معدې د سوځېدو د مخنیوي بله اسانه لار دا ده چې د خوب پر مهال باید له لوړ بالښت څخه ګټه واخلي.

د اومېندوارې مېرمنې د ډوډۍ او خوب تر منځ باید دوه ساعته واټن وي، تر څو ډوډۍ یې ښه هضم شي او د معدې له سوځېدو خلاصه شي.

په پای کې بیا هم ویلای شو چې د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره هېڅ ستونزه نه لري، خو کولای شي اومېندواره مېرمن له پورتنیو ستونزو سره مخ کړي.

Related Articles

Mar 13, 2023
1,421 views

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب(1) د هغوۍ په حضور کي موبایل بې ضرورته نه استعمالول(2) د هغوۍ خبرو اوریدلو ته خاموش اوسیدل(3) د هغوۍ نظر پوره اوریدل او منل(4) د هغوۍ د خبرو موافق عمل کول(5) په مجلس کي هغوۍ ته په عاجزۍ سره کتل(6) همیشه د هغوۍ ستاینه...

Jun 02, 2023
1,217 views

هایدروپوبیک یا د اوبو ضد سیمنټ

هایدروپوبیک سیمنټ –تولید ،خواص او کارونه. Hydrophobic Cement – Manufacture, Properties and Uses’لکه له نوم یی چې ښکاري دا د اوبو ضد سیمنت دی ،دلته هایدرو (hydro)په مانا د  اوبه او پوبیک (phobic) په مانا  پر ضد .هایدروپوبیک سیمنټ د پورتلنډ سیمنټو له پ...

Jul 03, 2021
5,934 views

اصهاب کهف څوک وو؟

د اصحاب کهف (د سمڅې یا غار)  د یارانو په اړوند به مو ډیر څه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یوه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي . همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي. په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه ش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...