لنډه کیسه: د مینې وروستی مسېج
لیکواله: شکېبا نادري
د لمر وړانګې د کلي پر خړو کورونو ولګېدې، هلک له مور خویندو سره یو ځای د کور سامان پر شا کړ او روان شو.
هلک به چې څومره له کلي لرې کېده، هومره به یې تر شا کتل او څو شېبې به یې د خپلې معشوقې د کور پر خړو دېوالونو سترګې خښې کړې.
هلک په ښار کې د خپل نوي کور په برنډه ناست و، سر یې ځوړند و او د خپلې ملګرې په اړه یې سوچونه کول، چې ناڅاپه یې پر اوږه څه حس کړل، پورته یې وکتل، مور یې وه.
ښځه د زوی سرو سترګو ته ځیر شوه، په تادۍ یې ترې وپوښتل:
"زویه ولې خپه یې، تا خو دې د پلار له مرګه وروسته لومړی ځل په ژړا وینم؟ کومه خبره ده؟"
هلک ژر خپل کیڼ لاس پر سترګو وغړاوه، مور ته یې په خوښۍ وویل:
"نه نه مورې پرېشانه نه یم، هسې لږ سر مې درد کاوه."
ډېر کلونه تېر شول، هلک ځوان شو، خو هېڅکله یې خپله مینه هېره نه کړه.
بلخوا د نجلۍ په خوبونو او رښتیا ژوند کې هم د یوه هلک یادونه ګرځېدل، خو نه پوهېده چې دا هلک څوک دی او چېرته دی.
یوه ورځ نجلۍ د پیسو اخیستلو لپاره بانک ته لاړه، په بانک کې یې د پیسو په اخیستلو کې له ستونزې سره مخ شوه، نجلۍ د بانک له کارکوونکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه، ناڅاپه یې مخې ته یو ښایسته او دنګ هلک ودرېد او نجلۍ ته یې وویل: وبښئ ستونزه مو درلودله؟
نجلۍ د هلک په لیدو داسې احساس وکړ لکه دا هلک چې له کلونو را هیسې پېژني، ویې ویل: هو، کارت مې کومه ستونزه لري ماشین یې نه مني. هلک د نجلۍ کارت واخیست او نجلۍ ته یې وویل، چې په تمه شي، نجلۍ په تمه وه هلک راغی او نجلۍ ته یې وویل، وبښئ ستونزه ستا په کارت کې نه زموږ په ماشین کې ده، که وخت لرئ د ماشین تر جوړېدو پورې په تمه شئ، خو ښه به وي چې سبا راشئ، نجلۍ خپل کارت واخیست او هلک ته یې د سبا راتګ وویل. د نجلۍ په تګ سره د هلک په زړه کې یو عجيب احساس پیدا شو.
سبا پر همدې وخت نجلۍ بیا راغله، هلک د نجلۍ راتګ ته په تمه و، نجلۍ وویل: ماشین جوړ شو؟
هلک وویل: نه.
نجلۍ غوسه شوه ویې ویل تاسو پر موږ ملنډې وهئ پرون مو وویل چې سبا جوړيږي، خو اوس هم نه دی جوړ هلک ورته موسکی شو او ورته ویې ویل ته خپله یې، نجلۍ حیرانه شوه چې دا څه وایي، وبښئ څه مو وویل؟
هېڅ! کارت مو راکړئ چې ماشین وګورم نجلۍ کارت ورکړ، خو هلک خپله خوښي هېڅ پټولای نه شوه، بې واره یې له خولې څخه ووتل ته زما د ماشومتوب مینه یې، زه دا دیارلس کاله ستا د لیدو په تمه وم، د نجلۍ ژبه بنده شوه، ته څوک یې؟ هلک خپل نوم واخیست نجلۍ پوه شوه چې د خوبونو شهزاده یې په رښتنې توګه مخې ته ولاړ دی، له ډېرې خوښۍ څخه نه پوهېده چې څه وکړي او پښتني حیا یې د دې لامل شوه چې د هلک خبرو ته ځواب ورنه کړي، له بانک څخه ووتله، خو دې یتیم هلک خبرې او څېره یې په زړه او ماغزو کې ګرځېده.
ورځ تر بلې یې له هلک سره مینه زیاتېدله، خو هلک ته د ورتګ او ویلو جرأت یې نه شو کولای، یوه ورځ یې له ځان سره هوډ وکړ، چې نن به ارومرو له یتیم هلک سره خبرې کوي او د خپلې دیارلس کلنې مینې په اړه به ورته وایي، له هلک سره د مخ کېدو جرأت یې ونه کړ، نو د فېسبوک له لارې یې هلک ته مسېج وکړ، ځان یې ور وپېژانده، هلک ورته په ځواب کې وویل چې له مسېج څخه مو خوښ شوم، نجلۍ هڅه وکړه چې دې خپلې پټې مینې او احساس په اړه هلک ته هر څه ووایي، خو هلک دومره وویل چې ما هېڅکله له تا نه دې داسې عکس العمل هیله نه درلودله، د نجلۍ په زړه کې یوه وېره پیدا شوه او هلک ته یې وویل: چې زه هم له تا سره مینه لرم هلک ورته سم ځواب ورنه کړ، خبرې یې خلاصې کړې، خو نجلۍ د یتیم هلک د خبرو په اورېدو ډېره خپه شوه ورځ تر بلې یې د هلک مینه په زړه کې ډېرېدله، خو د مسېج، ورتګ... جرأت یې کولای نه شو، هره ورځ به یې د هلک فېسبوک او پوسټونه کتل، د شپې او ورځې به یې د یتیم هلک انځورونه لیدل، یوه ورځ یې د هلک ایډي خلاصه کړه، د ایډي پر خلاصېدو یې د زړه درزا دوه برابره شوه، مخ یې سور شو او له سترګو یې اوښکې را تویې شوې، ویې لیدل چې یتیم هلک کوژده کړې ده، نجلۍ هېڅ نه پوهېده چې څه وکړي هلک ته یې مسېج وکړ، خبره شوم چې کوژده دې کړې اللهﷻ دې درته نېکه او مبارک کړي، تل د خپلې کورنۍ او کوژدنې ترڅنګ ارامه او خوشحاله اوسې!
او د مسېج په پای کې یې ولیکل ستا دیارلس کلنه مینه....